د پاکستان وزیراعظم انوار الحق کاکړ د برېښنا زیاتو بیو او لوړو بېلونو په اړه بیړنۍ غونډه وربللې ده.
نوموړي د اګست پر ۲۶مه پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر وو، لیکلي چې د برېښنا وزارت او د بجلۍ د وېش شرکتونو چارواکي به ورته د یکشنبې (اتوار) پر ورځ د اسلام اباد په ناسته کې تفصیلي معلومات ورکوي.
بجلی کے بھاری بِلوں کے معاملے پر میں نے کل وزیر اعظم ہاؤس میں ہنگامی اجلاس طلب کر لیا ہے۔ اجلاس میں وزارت بجلی اور تقسیم کار کمپنیوں سے بریفنگ لی جائے گی اور صارفین کو بجلی کے بِلوں کے حوالے سے زیادہ سے زیادہ ریلیف دینے کے حوالے سے مشاورت کی جائے گی۔
— Anwaar ul Haq Kakar (@anwaar_kakar) August 26, 2023
وزیراعظم زیاته کړې ده چې له اړوندو چارواکو سره پر دې مشوره کوي چې څنګه ورته د بجلۍ بېلونو په برخه کې اسانتیاوې ورکړي.
د اګست ۲۷مې بیړنۍ غونډه پر داسې مهال کېږي چې په تېرو ورځو کې د بجلۍ لوړو بیو پر ضد د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې مظاهرې شوې دي او په ځینو ځایونو کې خو خلکو احتجاجاً بېلونه هم سوځولي دي.
د خیبر پښتونخوا د مرکز پېښور په ګډون په مردان، چارسده، دیر، سوات او نورو ضلعو کې خلکو په احتجاجونو کې له حکومته وغوښتل چې وار له مخه ګرانۍ پرېشانه کړي دي او اوس د بجلۍ بېلونو یې ژوند ورمشکل کړی دی.
یوشمېر مظاهرچیانو مشال راډیو ته وویل چې د بجلۍ د یو یونټ بیه له ۱۳ څخه ۶۹ روپیو ته لوړه شوې ده چې له کبله یې بېلونه زښت زیات شوي دي.
د پېښور د مظاهرې یو ګډونوال او د سوداګرو د ټولنې یو مشر خالد ګل مومند مشال راډیو ته وویل، بېل یې له ۴،۰۰۰ څخه ۲۴،۰۰۰ روپیو ته لوړ شوی دی.
د پاکستان د اردو ژبې ډان او جیو نیوز ټېلېوېژنونه وايي، د اګست پر ۲۶مه د اسلام اباد، راولپېنډۍ، لاهور، ملتان، کراچۍ او کوټې په ګډون په یوشمېر نورو ښارونو کې هم د برېښنا لوړو نرخونو ضد مظاهرې شوې دي.
په پاکستان کې په وروستیو کلونو کې حکومت د برېښنا او تېلو پر سر ولس ته ورکوونکی رعایت په دوامداره توګه کم کړی دی او وايي چې دا کار د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) د پور د شرطونو پوره کولو لپاره اړین دی.
دا هم وګورئ:
د پاکستان حکومت د پېټرول او ډیزلو بيې لوړې کړې ديد پیسو له نړیوال صندوقه د پاکستان پور اخیستنې ولس ته څومره ګټه رسولې؟د سوات نانبایانو د اوړو ګرانېدو ضد مظاهره کړېپه وروستي ځل حکومت په جولای کې د برېښنا بیو ته بیا کتنه وکړه او هغه یې لوړې کړې. د هم هغې میاشتې پر ۱۲مه ای اېم اېف پاکستان ته د درې اربه ډالرو نهه میاشتنی پروګرام تایید کړ.
د پاکستان پخواني وزیراعظم شهباز شریف هغه مهال ویلي ول چې د موافقې منظورېدل یې د هېواد د اقتصادي ثبات د هڅو په لړ کې يو لوی ګام دی.
پاکستان له ۲۰۱۹ز کال راهیسې له اقتصادي بحران سره مخامخ دی او پر همغه کال یې د پیسو له نړیوال صندوق (ی اېم اېف) سره د شپږو اربو ډالرو د پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو.
اسلام اباد له اوږدې مودې راهیسې له ای اېم اېفه د پور د نهم قسط ترلاسه کولو هڅې کولې خو د ۲۰۲۲ز کال نومبر راهیسې هغه پروګرام د ځنډ ښکار وو. په دې ترڅ کې د پخواني وزیراعظم شهباز شريف ترڅنګ د پاکستان لوړپوړو چارواکو د ای اېم اېف له مشرانو سره یوشمېر ناستې وکړې او د پیسو د نړیوال صندوق د شرطونو پوره کولو لپاره ګامونه پورته کړل.
په دې اقداماتو کې د انرژۍ بیو لوړول، د حکومتي لګښتونو کمولو لپاره د کفایت شعارۍ پروګرام او د ۲۰۲۳-۲۰۲۴ز مالي کال په بجټ کې د ۲۱۵ اربه روپيو نویو ټېکسونو لګول شامل دي.