د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د اقلیمي بدلون پر وړاندې نړیواله غونډه تر شاوخوا یوې ورځې غځېدو وروسته د ۳۰۰ اربه (مېلیارده) امریکايي ډالرو د موافقې په تصویب پای ته رسېدلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د نومبر پر ۲۳مه د خبرو د ناکامېدو احتمال پیدا شو خو موافقه د نومبر پر ۲۴مه سهار وختي تایید شوه چې له مخې یې شتمن هېوادونه به تر ۲۰۳۵ز کال پورې د اب و هوا بدلون پر وړاندې د مبارزې لپاره له مخ پر ودې هېوادونو سره هر کال ۳۰۰ اربه ډالره مرسته کوي.
د باکو غونډه شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې پیل شوې وه او ټاکل شوې وه چې د نومبر پر ۲۲مه پای ته ورسي، خو د بودیجې پر سر د اختلاف له وجې یوه ورځ وغځېده.
نړیوال اژانسونه وايي، د نومبر ۲۳مې پر ماښام د څو هېوادونو استازي د غونډې له تالاره په غصه ووتل چې له کبله یې د هوکړې د ناکامېدو امکان زیات شو، خو د یکشنبې (اتوار) پر ورځ د موافقې تصویبېدل اعلان کړل.
د غونډې پر مهال د شتمنو صنعتي هېوادونو، چې پکې امریکا او د اروپايي ټولنې غړي شامل دي، او نورو هېوادونو ترمینځ اختلافات ول.
شتمنو هېوادونو د اب و هوا بدلون پر وړاندې د اقداماتو لپاره مخ پر ودې او بې وزلو هېوادونو ته د ۲۵۰ مېلیارده ډالرو ورکولو وړاندیز وکړ خو هغوی د یو ټرېلیین (۱،۰۰۰ اربه) ډالرو غوښتنه کوله.
شتمنو هېوادونو په لومړیو کې د ۲۵۰ میلیارد ډالرو وړاندیز وکړ، خو بیوزلو هېوادونو د یو ټریلیون ډالرو غوښتنه کوله.
د فرانسې خبري اژانس وايي، سره له دې چې انتقادونه او اندېښنې موجودې دي خو په نړۍ کې د کاربن (او د کاربن ډای اکسایډ) د اندازې بدلولو او کمولو لپاره هغه موافقه لوی پرمختګ بلل کېږي.
رویټرز اژانس وايي چې نړۍ شاوخوا یوه لسیزه په فضا کې د کاربن د مقدار کمولو لپاره د مقرراتو د جوړولو هڅې وکړې او بالاخره په دې برخه کې یوې موافقې ته ورسېده.
دا هم وګورئ:
اذربايجان کې د اقليمي غونډې تمرکز د کاسپيين سمندرګي پر ککړتيا دی شهباز شریف د اقلیمي بدلون د مخنيوي لپاره د ملګرو ملتونو پر لارښوونو د عمل غږ کړیقرغیزستان کې پرله پسې سېلابونو ۳۰ کورنۍ بې ځایه کړې دي سیند کې خلک د څښاک او کرنې لپاره کافي اوبه نه لريملګري ملتونه: افغانستان کې د لوږې زیاتېدو یو مهم لامل د اقلیمي بدلون ناوړه اثرات ديامریکا او چین د اب و هوا بدلون پر وړاندې د همکارۍ زیاتولو هڅه کويحکومت د اب و هوا بدلون له وجې د ناورینونو خطر کمولو لپاره څه کوي؟په فضا کې د اوبو بخارات، کاربن ډای اکسایډ، میتېن (طبیعي یا قدرتي ګیس)، نایټرس اکسایډ او اوزون ګلخونه یا ګرینهاوس ګیسونه بلل کېږي چې په مناسبه موجودګۍ کې یې د ځمکې د تودوخې درجه متوازنه وي.
خو کله چې په فضا کې د هغو ګیسونو مقدار زیات شي نو بیا د نړیوالې تودوخې زیاتېدو لامل کېږي چې د چاپېریال او د انسانانو په ګډون د ټولو ژویو لپاره ناوړه پایلې لرلای شي.
ساینسپوهان وايي، د ځمکې په فضا کې د کاربن ډای اکسایډ او میتېن زیاتېدو د نړیوالې تودوخې لوړېدو لوی لاملونه دي. کاربن ډای اکسایډ د سکرو، ګیس، تېلو، پېټرولو د سوځولو، د صنعتي فعالیتونو او داراز، د ځنګلونو د لویو برخو د وهلو له کبله زیاتېږي.
د ملګرو ملتونو د چاپېریال چارو پروګرام د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې په یو رپورټ کې وویل چې د میتېن ګیس زیات پیداوار هم د تودوخې درجې د لوړېدو او په دې توګه د اقلیمي بدلون یو مهم لامل دی.
د ملګرو ملتونو په وینا، د میتېن مقدار زیاتېدو مهم سبب کرنه او په ځانګړي ډول په نړۍ کې د مالدارۍ یا د څارویو ساتلو پراخېدل دي. د څارویو له وجوده میتېن ګیس خارجېږي.
د رپورټ له مخې، د کرنې په برخه کې د شولو یا وریژو کښت د میتېن د زیات پیداوار وجه ده. رپورټ وايي، د شولو په پټیو کې اوبه ډنډ ولاړې وي چې خاورې ته د اکسیجن د رسېدو مخه نیسي او په دې توګه بیکټېریا ته مناسب ماحول ورکوي چې میتېن پیدا کړي چې بیا په فضا کې ورګډېږي.
د اقلیمي بدلون پر وړاندې نړیواله غونډه په داسې حال کې شوې چې سپینې ماڼۍ ته د ډانلډ ټرمپ ستنېدو ته لږ وخت پاتې دی او له همدې کبله د شوې موافقې په اړه شکونه زیات شوي دي. ټرمپ ویلي چې امریکا به له نړیوالو اقلیمي هڅو باسي.