د پولیو پر واکسیني کیمپېن بنديز د ماشومانو ژوند له خطر سره مخامخوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په داسې حال کې چې په پاکستان کې د ګوزڼ پر وړاندې کیمپېن روان دی، په شمالي وزیرستان کې د اتمانزیو جرګې د ماشومانو پر واکسینونو بندیز لګولی دی. انتظامي چارواکي وايي، د جرګې ډېرې غونډې یې منلې دي او د مسلو د هواري هڅه کوي. په تېر کال کې په پاکستان کې د پولیو ۲۰ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې ۱۷ د شمالي وزیرستان وې. د کرښې پر غاړه خپرونه مو دا ځل همدې موضوع ته ځانګړې کړې ده.