سوات کې عدالتي جرګګۍ د تحریک انصاف د ۸۶ احتمالي نوماندانو اسناد سم بللي دي

په سوات کې د تحریک انصاف پلویان د یوې غونډې په مهال ـ پخوانی انځور.

په پاکستان کې ځانګړو عدالتي جرګګیو د فبرورۍ اتمې انتخاباتو لپاره د احتمالي نوماندانو د اسنادو په اړه د درخواستونو او شکایتونو اورېدنو ته دوام ورکړی دی.

د جنورۍ پر پینځمه په سوات کې عدالت د تحريک انصاف ګوند ۸۶ کانديدانو چې د نوماندۍ اسناد يې پخوا د ټاکنو کمېشن رد کړي ول، سم وبلل او په انتخاباتو کې یې د ګډون اجازه ورکړه.

د تحريک انصاف وکيل سهيل سلطان د عدالت تر پرېکړې وروسته مشال راډيو ته وويل چې د مینګوري های کورټ اليکشن کمېشن ته امر کړی چې د ۸۶ کانديدانو نومونه دې په حتمي فهرست کې واچوي. په دې کې ځينې پخواني صوبایي او وفاقي وزيران هم شامل دي.

ده زياته کړه: "ريټرننګ افسرانو ته هدايات جاري کړل شوي چې د دوی نومونه په Revised (تعدیل شوي) لیسټ کې شامل کړي. دغو ټولو غړو ته یې په انتخاباتو کې د برخې اخیستو اجازه ورکړه. د مراد سعيد او د ملک لياقت د نوماندۍ کاغذونو د منظورولو يا ردولو پرېکړه به د جنورۍ په اتمه نېټه کېږي."

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن د جنورۍ په لومړۍ نېټه د راتلونکو عامو انتخاباتو لپاره په ټول ملک کې د منل شویو او رد شویو کاندیدانو لومړنی نوملړ خپور کړی دی.

د ارقامو له مخې، له شاوخوا ۳۲۰۰ رد شویو اسنادو څخه یې ۱۲۰۰ د تحریک انصاف د سیاستوالانو دي. هغه ګوند د دې پرضد سپریم کورټ ته د تګ اعلان کړی دی خو کمېشن وايي، د هغو کسانو اسناد یې رد کړي چې پرضد یې مقدمې دایرې شوې وې.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د ډېسېمبر پر ۳۰مه د نوماندانو د اسنادو د ارزونې بهیر پای ته رسولی دی خو هغه کسان چې کاغذونه یې رد شوي دي، د جنورۍ تر درېیمې پورې یې کولای شول چې د پرېکړې پر ضد په عدالت کې درخواست دایر کړي.

په خیبر پښتونخوا کې د انتخاباتي کمېشن ویاند سهېل احمد د جنورۍ پر څلورمه مشال راډیو ته وویل چې هغه عدالتونه به د جنورۍ تر ۱۰مې پورې د سیاستوالانو د نوماندۍ کاغذونو د منظورولو یا ردولو پرېکړه کوي.

نوموړی وايي، د جنورۍ پر ۱۱مه به د نوماندانو د نومونو حتمي نوملړ او د جنورۍ پر ۱۳مه به هغوی ته ورکړل شوې انتخاباتي نښې اعلانوي.

تر دې وړاندې د جنورۍ پر څلورمه په کوټه او راولپېنډۍ کې عدالتونو د بلوچستان نیشنل پارټۍ د مشر اختر جان مېنګل او د عوامي مسلم لیګ د مشر شیخ رشید احمد د نوماندۍ اسناد چې کمېشن رد کړي ول، سم وبلل او ورته یې په انتخاباتو کې د ګډون اجازه ورکړه.

دا هم وګورئ:

د پاکستان بشري حقونو کمېشن: له شواهدو معلومېږي چې ټاکنې به شفافې نه ويد پاکستان د انتخاباتو کمېشن د منل شویو او رد شویو نوماندانو تفصیل خپور کړ ګوندونه وايي انتخاباتي کمېشن د ګڼو سیاستوالانو د نوماندۍ اسناد رد کړي دي

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) یو مشر او په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان پخواني استازي علي وزیر دعوه کړې ده چې رېټرننګ افسر (ضلعي انتخاباتي افسر) ورته ویلي ول چې ټول کاغذونه یې له اصولو او شرایطو سره سم ول، خو د نوماندانو په نوملړ کې یې نوم نه دی شامل کړی.

د ۲۰۲۴ز کال عام انتخابات به د قامي اسمبلۍ د ۲۶۶، د خیبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ د ۱۱۵، د پنجاب اسمبلۍ د۲۹۷، د سیند د ۱۳۰ او د بلوچستان اسمبلۍ د۵۱ څوکیو ډکولو لپاره کېږي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د ډېسېمبر پر ۲۵مه پر خپله ووبپاڼه ليکلي ول چې د اتمې فبرورۍ د عامو انتخاباتو لپاره د قامي اسمبلۍ او څلورو واړو صوبايي اسمبليانو د چوکيو لپاره ۲۸،۶۲۶ کسانو د نوماندۍ کاغذونه جمع کړي دي.

د کمېشن په وينا، د پاکستان د قامي اسمبلۍ پر ۲۶۶ عامو چوکيو ۷،۲۴۲ نارينوو او ۴۷۱ ښځو د نوماندۍ کاغذونه جمع کړي دي.

بلخوا په قامي اسمبلۍ کې د ښځو پر ۶۰ ځانګړو چوکيو ۴۵۹ ښځو او د مذهبي اقليتونو پر ۱۰ ځانګړو چوکيو ۱۴۰ نارينوو او ۱۰ ښځو د نوماندۍ کاغذونه جمع کړي دي.

کمېشن زياتوي، د پاکستان د څلورو واړو صوبايي اسمبليانو پر ۵۹۳ عامو چوکيو ۱۷،۷۴۴ نارينوو او ۸۰۲ ښځو د نوماندۍ کاغذونه جمع کړي دي.

دا ډول سلګونه نورو د ښځو او مذهبي اقليتونو لپاره پر ځانګړو شويو چوکيو خپل کاغذونه جمع کړي دي.