د پاکستان انتخاباتي کمېشن ویلي دي چې له خپلو اییني ذمه واریو خبر دی او په پنجاب کې د انتخاباتو معامله په عدالت کې ده نو ځکه یې په اړه د پرېکړې واک نه لري.
د کمېشن سېکرټر ولسمشر عارف علوي ته فبرورۍ پر ۱۹مه لیک استولی دی او ویلي یې دي چې د دواړو صوبو د اسمبلیو تر ړنګېدو وروسته یې د خیبر پښتونخوا او پنجاب له ګورنرانو سره رابطې کړې دي خو تر اوسه یې د انتخاباتو نېټو په اړه ځواب نه دی ترلاسه کړی.
دا تر هغې وروسته ده چې د پاکستان ولسمشر د هغه هېواد انتخاباتي کمېشن ته وویل چې په خيبر پښتونخوا او پنجاب کې دې د صوبايي اسمبليو لپاره سمدستي د انتخاباتو نېټه اعلان کړي.
محمد عارف علوي د فبرورۍ پر اتمه د انتخاباتي کمېشن مشر سکندر سلطان راجا ته په استولي ليک کې ویلي ول چې د انتخاباتو د نېټې په اعلان سره به پر " ګنګوسو د ولاړ خطرناکه پروپاګند" مخه ونيول شي.
په ليک کې راغلي ول چې د ايين له مخې د اسمبلۍ تر ماتېدو وروسته په ۹۰ ورځو کې دننه د انتخاباتو کول لازمي دي.
تر دې وړاندې انتخاباتي کمېشن په خيبر پښتونخوا او پنجاب کې په اپرېل مياشت کې د صوبايي انتخاباتو وړانديز کړی وو خو حتمي نېټه يې نه وه اعلان کړې.
ولسمشر ویلي که انتخاباتي کمېشن د خپلې دندې په ترسره کولو کې له ناکامۍ سره مخامخېږي نو د ايين د سرغړونې مسووليت به یې پر خپله غاړه وي.
د ولسمشر تر لیک یوه ورځ وروسته د پنجاب د پولیسو مشر ویلي ول چې د امنیتي اندېښنو له وجې په صوبه کې انتخابات نه شي کولای.
دا هم وګورئ:
د پنجاب پولیسو مشر وايي د امنیتي اندېښنو له کبله صوبه کې انتخابات نه شي کولایولسمشر علوي د خيبر پښتونخوا او پنجاب اسمبليو لپاره د انتخاباتو نېټو اعلانولو غوښتنه کړېد خيبر پښتونخوا ګورنر وايي امنیتي حالاتو ته په کتو به د نويو انتخاباتو نېټه ټاکيمولانا فضل الرحمن: د صوبايي اسمبليو تر ماتېدو وروسته به هلته ټاکنې نه کيږياخوا کمېشن ولسمشر علوي ته په خپل لیک کې ویلي دي چې د لاهور های کورټ د فبرورۍ ۱۰مې نېټې له امر سره سم یې د پنجاب له ګورنر سره رابطه وکړه خو هغه ورته په صوبه کې د انتخاباتو نېټه ور نه کړه، بلکې ورته یې وویل چې د های کورټ د امر پرضد درخواست دایروي.
عدالت پر هغه ورځ کمېشن ته ویلي ول چې سمدستي دې په صوبه کې د انتخاباتو نېټه اعلان کړي.
کمېشن د فبرورۍ ۱۹مې په لیک کې ویلي دي چې د ولسمشر د دفتر درناوی کوي خو د انتخاباتو په اړه ورسره مشوره نه شي کولای ځکه چې هغه معامله په عدالت کې ده.
تر دې مخکې د فبرورۍ پر اوومه د خیبر پښتونخوا ګورنر غلام علي ويلي ول چې هلته د ناامنۍ له کبله د صوبايي اسمبلۍ انتخابات نه شي کېدای او په کار ده چې تر اکتوبر مياشتې پورې انتظار وشي. ټاکل شوې چې په اکتوبر کې په پاکستان کې عام انتخابات وشي.
د خیبر پښتونخوا ګورنر د جنورۍ پر ۱۷مه د هغه وخت د اعلا وزير محمود خان پر سپارښتنه صوبايي اسمبلۍ ماته کړه. تر دې وړاندې د جنورۍ پر ۱۴مه د پنجاب اسمبلۍ ړنګه کړل شوې وه.
پاکستان تحريک انصاف، چې په پښتونخوا کې واکمن وو او په پنجاب کې په حکومت ورګډ وو، وايي د اسمبليو ماتولو هدف یې پر مرکزي حکومت فشار راوستل وو چې ژرترژره عام انتخابات وکړي.
خو د پاکستان اېتلافي حکومت وايي چې په هغه هېواد کې به د خپلي اييني مودې تر بشپړېدو وروسته د روان (۲۰۲۳ز) کال په اکتوبر مياشت کې عام انتخابات کوي.