غزه: د روغتیا وزارت وايي د اسراییلو او حماس ترمينځ جګړه کې له ۴۰،۰۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي

په غزه کې یوه ښځه په یو ښوونځي کې د بې کوره خلکو پر پناه ځي د اسراییلو تر برید وروسته ویر کوي - د اګست ۱۰مې انځور.

په غزې تړانګه کې د روغتیا وزارت چارواکو ويلي چې د اسراییلو او حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، ترمينځ په روانه جګړه کې تر اوسه له ۴۰،۰۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي دي.

وزارت د اګست پر ۱۵مه په بيان کې ويلي چې د اسراییلو په بریدونو کې له ۹۲،۰۰۰ زیات کسان ژوبل شوي او د هغې سيمې له ۸۵ سلنه زیات وګړي له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.

د حماس تر کنټرول لاندې په غزه کې هغه فعال وزارت د مرګژوبلې په دې شمېرو کې د عامو وګړو او وسلوالو ترمينځ توپير نه دی په ډاګه کړی، خو تر دې وړاندې يې ويلي ول چې په وژل شويو او ژوبلو کې زياتره ښځې او ماشومان دي.

حماس ډلې د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو برید وکړ چې پکې خواوشا ۱،۲۰۰ اسراييليان يې ووژل او ۲۴۰ کسان یې یرغمل کړل. وروسته یوشمېر یرغمل کسان د یو جوړجاړي له لارې خوشې شول.

اسراییلو د حماس د برید په غبرګون کې په غزې تړانګه کې سختې پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي ويلي، د اګست پر ۱۵مه په غزه کې د جګړې پای ته د رسولو لپاره د سولې د مذاکراتو یو نوی پړاو پیل شوی دی. په دې لړ کې د امریکا، قطر او مصر استازو په دوحه کې د اسراییلو له یوه پلاوي سره کتلي دي.