شنونکي: امریکا کې د یو افغان وګړي ګرفتاري د داعش د خراسان څانګې زیاتېدونکي خطر ښکارندويي کوي

یوه هزاره نجلۍ په کابل کې په هغه ټولګي کې ناسته ده چې د داعش خراسان څانګې په برید کې یې ګڼ زده کوونکي ووژل شول - پخوانی انځور.

په غرب کې تر هغې وروسته د اسلامي دولت (داعش) د خراسان څانګې په اړه اندېښنې زیاتې شوې چې د امریکا د عدلیې وزارت ووویل هغه افغان یې نیولی دی چې غوښتل يې په اوکلاهوما ایالت کې د راتلونکو ولسمشرۍ انتخاباتو پر ورځ برید وکړي.

د عدلیې وزارت د اکتوبر پر اتمه په بیان کې وویل چې ۲۷ کلن نصیر احمد توحیدي د امریکا د پلټنو وفاقي ادارې (اېف‌ بي‌ ای) پلټونکو ته ویلي دي چې له اسلامي دولت (داعش) څخه يې الهام اخیستی او د هغې ډلې په ملاتړ يې په نومبر کې د ټاکنو پر ورځ د خلکو پر ګڼه ګوڼه یې د حملې پلان درلود.

د عدلیې وزارت امریکا ته د هغه افغان د ور تګ په اړه جزییات نه دي خپاره کړي، خو اسوشيېټېډ پرېس اژانس وايي چې توحیدي د ۲۰۲۱ز کال په سېپټېمبر کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د کډوالو په ځانګړې ویزه امریکا ته تللی وو.

امریکا هغه ویزه هغو افغانانو ته ورکوي چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو یا ادارو سره کار کړی وو.

ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشریزې ټاکنې د ۲۰۲۴ز کال د نومبر میاشتې پر پینځمه نېټه وشي. په هغو انتخاباتو کې ډانلډ ټرمپ د رېپبلېکن او کاملا هیرېس د ډېموکراټ ګوند نوماندان دي.

توحیدي پر داسې مهال نیول شوی چې اېف بي ای په امریکا کې د سخت دریځو د احتمالي تاوتریخوالي په اړه اندېښنه لري.

د پلټنو وفاقي ادارې د اکتوبر پر اتمه وویل، "د ترهګرو ځپل" یې لا هم "لومړیتوب دی" او په دې برخه کې له هرې هغې لارې کار اخلي چې "د امریکایانو ژوند خوندي کړي."

د داعش د خراسان څانګې ډلې په اړه فکر کېږي چې وسلوال یې په افغانستان کې دي. هغې ډلې په وروستیو کلونو کې په روسیې، ایران او تاجکستان کې یو لړ خونړي او لویې بریدونه کړي دي.

سویډن مېشتی شنونکی عبدالسید وايي چې د داعش خراسان څانګه د سیمې او غرب دواړو لپاره خطر دی.

ابوبکر البغدادي په ۲۰۱۳ز کال کې "په عراق کې اسلامي دولت" ډله په "دولت الاسلاميه في العراق والشام" واړوله چې لنډيز يې "داعش" دی او په پښتو کې "په عراق او شام کې اسلامي دولت" بلل کېږي.

د ۲۰۱۴ز کال په لومړيو کې داعش د عراق او شام يوشمېر سيمې ونيولې او د عراق رقه ښار يې خپله پلازمېنه اعلان کړ. داعش د همهغه کال د جون پر ۲۹مه د "اسلامي خلافت اعلان" وکړ، خپل نوم يې يوازې "اسلامي دولت" ته واړاوه او ورسره سم يې خپل مشر ابوبکر البغدادي د مسلمانانو خليفه ياد کړ.

هغې ډلې په هغه وخت کې د عراق او شام یوشمېر پراخې سیمې تر خپل واک لاندې لرلې خو د امریکا په مشرۍ اېتلاف ورته ماتې ورکړه.

البته له داعش سره په تړلو وسلوالو ډلو کې د خراسان څانګه تر ټولو فعاله او قوي ښکاري. هغه څانګه د ۲۰۱۴ز کال په وروستیو او د ۲۰۱۵ز کال په پیل کې جوړه شوه او د افغانستان ځینې برخې یې ونیولې.

البته هغه ډله ژر د پخوانیو افغان او نړیوالو ځواکونو او طالبانو تر برید لاندې راغله. د طالبانو حکومت هم د داعش خراسان څانګه خپله دښمنه ګڼي.

خو کارپوهان وايي چې له افغانستانه د نړیوالو سرتېرو تر وتلو او په ۲۰۲۱ز کال کې د غرب ملاتړي حکومت تر نسکورېدو وروسته د داعش خراسان څانګې خطر زیات شوی دی.

د اسلامي دولت خراسان څانګې اوسنی مشر د شهاب المهاجر په نامه پېژندل کېږي چې اصلي نوم يې ثناالله غفاري دی. امريکا په ۲۰۲۲ز کال کې د نوموړي پر سر د ۱۰ ميليونه ډالرو جایزې اعلان کړی دی.

دا هم وګورئ:

داعش ډله پاکستان او افغانستان ته څومره لوی خطر دی؟ولې ځينې طالبان د مخالفو وسلوالو په لیکو د ورګډېدو له خطر سره مخامخ دي؟شنونکي ولې د داعش خراسان ډلې په اړه اندېښنې لري؟

مقاومت لرونکی ځواک

له هغه وخت راهیسې چې طالبانو افغانستان نیولی نو د داعش خراسان څانګې پر ضد یې سخته جګړه پیل کړې او مهم قومندانان او سلګونه وسلوال یې نیولي او ځینې یې وژلي هم دي. د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د روان کال په جولای کې وویل چې په افغانستان کې هېڅ "ترهګره ډله" وجود نه لري.

خو شنونکي وايي چې هغه ډله د حالاتو مطابق د ځان بدلولو صلاحیت لري او ښاري سیمو ته یې د جګړې لېږدولو ستراتیژي غوره کړې ده.

د داعش د خراسان څانګه د مرکزي اسیا د وسلوالو له وجې هم پیاوړې شوې ده. هغه ډله غواړي چې په افغانستان، پاکستان، ایران او د مرکزي اسیا هېوادونو کې یو اسلامي خلافت جوړ کړي او دا ټوله سیمه "تاریخي خراسان" بولي.

داعش په مارچ کې په مسکو کې د کنسرټونو په تالار کې د برید ذمه واري ومنله چې پکې شاوخوا ۱۴۰ کسان ووژل شول.

داعش د خلکو له غميزو ناوړه ګټه پورته کوي

پوهان په دې نظر دي چې داعش په ځانګړي ډول د اسراییلو له لوري پر غزې تر حملې وروسته د "مسلمانانو له غمیزو ناوړه ګټه" پورته کوي.

حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو برید وکړ چې پکې شاوخوا ۱،۲۰۰ تنه ووژل او ۲۴۰ کسان یرغمل شول.

اسراییلو د هغه برید په غبرګون کې په غزې تړانګه کې سختې پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی. په غزه کې روغتیا وزارت په وینا، په روانه جګړه کې تر اوسه له ۴۰،۰۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي.

اسراییلو په وروستیو کې خپل جنګ وغځاوه او په لبنان کې یې هم د حزب الله پرضد خونړي هوايي او ځمکني بریدونه پیل کړي دي.

حزب الله د ايران ملاتړ لرونکی ګوند او وسلواله ډله ده چې د لبنان د جنوب ډېره برخه کنټرولوي او د هېواد په پارلېمان کې هم استازي لري. امریکا هغه ډله ترهګره بولي او اروپايي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېسټ کې اچولې ده.

د وسلوالو ډلو په اړه د تحلیلي راپورونو خپروونکي مرکز مېلېټنټ وایر ګډ بنسټګر او د صوفان مرکز څېړونکی لوکاس وېبر وايي چې د داعش خراسان څانګه په منځني ختيځ کې د روانې شخړې پر مهال په دوامداره توګه د غرب پر ضد د بريدونو لپاره غږ پورته کوي.

نوموړي مشال راډيو ته وويل چې د داعش خرسان څانګه په ګڼو ژبو کې پروپېګنډه کوي.

د ده په خبره، هغه ډله په بهرنیو هېوادونو کې مېشتو مختلفو ټولنو ته رسايي کولای شي او خلک د تشدد ملاتړ ته هڅولای شي.

وېبر وايي د داعش خراسان څانګه او ګومارل شویو کسانو یې اروپا په نخښه کړې او زیاتوي چې اوس به ګوري چې څنګه په شمالي امریکا، په ځانګړي ډول د امریکا په متحده ایالتونو کې، خپل فعالیتونه زیات کړي.