د بلوچستان په ساحلي ښار ګوادر کې د حق غوښتنې (حق دو) تحریک مشر مولانا هدایت الرحمان وايي، که حکومت یې غوښتنې ژرترژره پوره نه کړې نو یو ځل بیا پرلت وهي.
نوموړي د سېپټېمبر پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهیسي له حکومته د لویو کښتیو یا ټرالرانو په مرسته د کب نیونې، باج اخیستو، د غیر ضروري امنیتي پوستو ختمولو، د نشه يي توکو قاچاق او خرڅلاو مخنیوي او له ایران سره د سوداګرۍ اسانولو ترڅنګ د تعلیم، اوبو او نورو سهولتونو غوښتنې کوي خو حکومت یې پر ژمنو سربېره نه پوره کوي.
مولانا هدایت الرحمان وویل، غوښتنې یې لویې نه دي او په اسانۍ عملي کېدای شي. "زموږ د غوښتنو نه منل د حکومت نااهلي ده. که نه دا دومره غټې نه دي. موږ وایو چې زموږ ساحل له ډاکوانو او ټرالر مافیا څخ وژغورئ. له پاکستان سره اېټم بم شته خو له دې کسانو سره نه شي جنګېدای. موږ به د خپلو غوښتنو لپاره پرامنه احتجاج کوو."
د سیند او بلوچستان په ساحلي سیمو کې زرګونه کب نیوونکي په وړو کښتیو کې ماهیان نیسي او کورنۍ ساتي، خو له تېرو څو کلونو راهیسې هلته لویو شرکتونو د غټو کښتیو (ټرالرو) او لویو جالونو له لارې کب نیونه پیل کړې چې ورسره د ځايي وړو کب نیوونکو کاروبار سخت اغېزمن شوی دی.
د پاکستان یوشمېر ورځپاڼو د سېپټېمبر پر ۲۶مه د مولانا هدایت الرحمان له خولې لیکلي ول چې که غوښتنې یې نه منل کېږي "نو وسلواله مبارزه به پیل کړي" خو نوموړي له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې رسنیو یې څرګندونې په ناسمه بڼه خپرې کړې دي. ''میډیا دا خبره سمه نه ده خپره کړې. ما دا ویلي ول چې دا ټرالر مافیا وسلوال او ډاکوان دي او زموږ پر سمندرګي یې قبضه کړې ده نو که حکومت د دوی خلاف په کاروايۍ کې پاتې راځي نو موږ یې هم پر ضد وسلواله مبارزه کولای شو او د دې لپاره به له حکومته وسله غواړو. موږ د خپلې دفاع حق لرو. په دې ټرالر مافیا کې د کراچۍ ځینې کسان او ځینې تقاعد شوي پوځیان او تاجران شامل دي. ورسره څه شاوخوا ۳،۰۰۰ ټرالرې دي نو دا ښه بااثره خلک دی ځکه یې څوک منع کولای نه شي.''
مولانا هدایت الرحمان او د هغه دوه نور ملګري د روان کال د جنورۍ پر۱۳مه پولیسو نیولی هم ول. پر هغه د حق دو تحریک احتجاج پر مهال د پولیسو او مظاهرچیانو ترمینځ په نښته کې د یو پولیس د وژنې تور پورې شوی وو چې نوموړي رد کړی وو.
وروسته د مولانا هدایت الرحمان او د حق دو تحریک د نورو نیول شویو کسانو د خوشې کولو لپاره هم احتجاجي ناسته شوې وه.
دا هم وګورئ:
جماعت اسلامي يو ځل بیا د مولانا هدايت الرحمان د خوشې کولو لپاره مظاهره کړېد بلوچستان حق غوښتنې تحریک د خپلو مشرانو د خوشې کولو لپاره مظاهرې کړې ديد ګوادر حق غوښتنې غورځنګ وايي پولیسو یې ۶ مشران نیولي ديپه کوټه کې خبریال شهزاده ذوالفقار وايي چې د حق دو تحریک غوښتنې نه پوره کېدل دا پوښتنه راپورته کوي چې د پاکستان حکومت د باج اخیستونکو او په غیرقانوني توګه د کبانو نیولو په مقابله کې ولې کمزوری دی؟
هغه زیاته کړه چې د غورځنګ غوښتنې جایزې دي او دا خبره ورسره حکومت منلې هم ده نو باید يې پوره کړي. "ایا د سیند صوبې ټرالر مافیا دومره مضبوطه ده چې بلوچستان ته په زور راځي او په زور هر څه وړي؟"
بلخوا د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزیر جان محمد اڅکزي مشال راډیو ته وویل چې د حق دو تحریک زیاتره غوښتنې یې تر ډېره عملي کړې دي خو یوازې د ټرالرو په ذریعه د ماهیانو نیولو مسله لا نه ده هواره شوې. ''د حق دو تحریک ټولې غوښتنې لکه له ایران سره تجارت، اوبو، بجلۍ او دغسې نورې ستونزې وې، موږ پر هغو ټولو کار کړی دی او هغه منل شوي دي. د کبانو نیولو مسله پر ځای ده، هغه یو چیلېنج دی خو د هواري هڅه یې کوو. د بلوچستان مشر وزیر [د سېپټېمبر پر ۲۶مه] هلته تللی وو او خلکو سره یې لیدلي هم دي نو دا مسله مو په پام کې ده او انشاالله ژر به حل شي.''
د مولانا هدایت الرحمان په مشرۍ د ګوادر او شاوخوا سيمو اوسېدونکو د خپلو غوښتنو په حق کې د ۲۰۲۱ز کال په ډېسېمبر کې او بیا د ۲۰۲۲ز کال په جنورۍ کې هم مظاهرې کړې وې او پرلت یې وهلی وو.
د صوبې چارواکي د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه په ځانګړي توګه ګوادر ته ولاړل او له پرلتوالو سره يې يو ۱۹ نکاتي تړون لاسليک کړ. د تحریک مشرانو هغه مهال له حکومت سره تر مذاکراتو وروسته احتجاج ختم کړی وو.