د هوا پېژندنې ریاست د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې د بارانونو اټکل کړی دی

په بغلان کې تر سخت باران وروسته اوبه په لارو او کوڅو کې ډنډ شوې دي - پخوانی انځور.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د هوا پېژندنې ریاست په ۲۰ ولایتونو کې د باران اټکل کړی دی.

ریاست د اکتوبر پر ۲۷مه مه په بیان کې په ځینو ځایونو کې د ورښتونو له وجې د سېلاب خبرداری ورکړی دی.

ریاست ویلي دي چې د اکتوبر له ۲۷مې څخه تر ۲۸مې پورې په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کاپیسا، پروان، تخار، پنجشېر، بغلان، کندوز، سمنګان، بلخ، سرپل، جوزجان، فاریاب، هرات، بادغیس، غور او بامیان ولایتونو کې له ۱۵ څخه تر ۳۵ ملي میټره پورې د باران امکان دی.

تر دې مخکې د اکتوبر په نیمايي کې د افغانستان په اووه شمالي او شمال ختیزو ولایتونو کې باران ورېدلی وو.

په وروستيو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د ورښتونو، سېلابونو او نورو طبیعي ناورینونو له کبله سلګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. د سېپټېمبر پر ۲۷مه د ننګرهار په کوز کونړ ولسوالۍ کې تر ورښت وروسته په سېلاب کې درې تنه ووژل او ۲۰ ژوبل شول.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د اګست په پیل کې ویلي ول چې په افغانستان کې سږنیو بارانونو او سېلابونو تر ۸۳،۰۰۰ زیات کسان اغېزمن کړي دي.