د ای اېم اېف مامورانو او پاکستان ترمینځ د ۷۰۰ مېلیونه ډالرو د پور په اړه موافقه شوې ده

ای اېم اېف د ۲۰۲۳ز کال په جولای کې پاکستان ته د نهه میاشتني پور پروګرام تایید کړی وو - پخوانی انځور.

د پیسو د نړیوال صندوق (ای اېم اېف) د مامورینو یوې ډلې او پاکستانیو چارواکو ترمینځ هغه هېواد ته د پور د دویم قسط ورکولو په اړه موافقه شوې ده.

ای اېم اېف د نومبر پر ۱۵مه په بیان کې ویلي دي چې د هغې ادارې د اجراییوي بورډ په منظورۍ به پاکستان ته ۷۰۰ مېلیونه ډالر ورکړي.

ای اېم اېف وايي، د نیتن پورټر په مشرۍ یې د مامورانو یو پلاوي د نومبر له ۱۲مې څخه تر ۱۵مې پورې د پاکستان سفر وکړ چې پکې یې د هغه هېواد د اقتصادي او مالي اقداماتو "لومړۍ ارزونې" لپاره له چارواکو سره خبرې وکړې.

په بیان کې راغلي دي چې د اقتصادي ثبات د تګلارې د عملي کولو له کبله د "اقتصاد رغونه پیل" شوې ده او له هغه هېواد سره د "نړیوالو ملګرو ملاتړ او ورباندې یې باور هم زیات" شوی دی.

په بیان کې راغلي دي چې د انرژۍ یا توانایۍ د بیو سمولو او پاکستان ته د بهرنیو اسعارو یا پیسو ورتګ له کبله مالي فشار کم شوی دی او داسې ښکاري چې د انفلېشن یا افراط زر کچ هم په راتلونکو میاشتو کې کم شي.

دا هم وګورئ:

پاکستان کې د برېښنا ګردشي قرضه ۲،۳۰۰ اربه روپيو ته رسېدلې دهانوار الحق کاکړ د ای اېم اېف له مشرې سره پر اقتصادي مسلو غږېدلی دید برېښنا لوړو بیو کراچۍ کې د مرمرو کاروبار اغېزمن کړی دیانوار الحق کاکړ: د بجلۍ بیلونو ستونزه د ای ایم ایف تړون په چوکاټ کې هواروو

ای اېم اېف وايي چې د پاکستان اقتصاد لا هم له یوشمېر فشارونو او ستونزو سره مخامخ دی چې چارواکي ښه کولو ته ژمن دي.

بیان وايي، همدا لامل دی چې د هغې ادارې مامورانو له پاکستانیو چارواکو سره د درې اربه ډالرو د نهه میاشتني پور د پروګرام د دویم قسط، چې ۷۰۰ مېلیونه امریکايي ډالر جوړېږي، پر ورکولو موافقه کړې ده.

البته د ای اېم اېف اجراییوي بورډ یا د مشرتابه ډله باید موافقه تایید کړي چې ورسره سم به پاکستان ته پیسې انتقال شي.

ای اېم اېف وايي، له دې قسط سره به پاکستان ته د نهه میاشتني پور د پروګرام په لړ کې ورکړل شوی پور ۱.۹ اربه ډالرو ته ورسېږي.

د ای اېم اېف اجراییوي ډلې د جولای پر ۱۲مه پاکستان ته د درې اربه ډالرو نهه میاشتنی پروګرام تایید کړ چې ورسره سم یې هغه هېواد ته د پور لومړی قسط چې، ۱.۲ اربه ډالر جوړېدل، ورکړل.

اسلام اباد له هغه وخت راهیسې د پور د شرطونو پوره کولو لپاره په پړاوونو کې د برېښنا، تېلو او ګیس په بیو کې دولتي رعایت ختمولو ته دوام ورکړی دی چې ورسره د انرژۍ بیې خورا لوړې شوې چې پرضد یې خلکو او ګوندونو مظاهرې هم وکړې.

پاکستان له ۲۰۱۹ز کال راهیسې له اقتصادي بحران سره مخامخ دی او په هم هغه کال یې د پیسو له نړیوال صندوق سره د شپږو اربو ډالرو د پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو.

اسلام اباد له اوږدې مودې راهیسې له ای اېم اېف څخه د پور د نهم قسط ترلاسه کولو هڅې کولې خو د ۲۰۲۲ز کال له نومبر راهیسې هغه پروګرام د ځنډ ښکار وو.

په دې ترڅ کې د پخواني وزیراعظم شهباز شريف ترڅنګ د پاکستان لوړپوړو چارواکو د ای اېم اېف له مشرانو سره یوشمېر ناستې وکړې او د پیسو د نړیوال صندوق د شرطونو پوره کولو لپاره يې ګامونه پورته کړل.

په دې اقداماتو کې د انرژۍ د بیو لوړول، د حکومتي لګښتونو کمولو لپاره د کفایت شعارۍ پروګرام او د ۲۰۲۳-۲۰۲۴ز مالي کال په بجټ کې د ۲۱۵ اربه روپيو نویو ټېکسونو لګول شامل دي.