د عمران خان ګرفتاري: د "القادر ټرسټ قضیه" څه ده؟

د پاکستان رېنجرز ځواک سرتېري د مې پر نهمه عمران خان ګاډي کې کښېنوي.

په پاکستان کې د پخواني وزیراعظم او د تحریک انصاف د مشر عمران خان تر ګرفتارۍ وروسته مظاهرې دوام لري.

د پاکستان د احتساب ملي ادارې (نیب) د مې پر نهمه نوموړی د القادر ټرسټ په نوم د درغلۍ په یوه قضیه کې د تحقیقاتو لپاره ګرفتار کړ.

خان پر هغه ورځ اسلام اباد های کورټ ته په نورو قضیو کې تر ګرفتارۍ مخکې د ضمانت اخیستو لپاره ورغلی وو چې د رېنجرز ځواک سرتېرو د عدالت له ودانۍ بهر ونیوه.

د وزیراعظمۍ له دندې څخه له ګوښه کېدو راهیسې پر نوموړي د تورو پیسو سپینولو، توشه خانې او د حکومت ضد احتجاجي غونډو پر مهال د ګډودۍ او ترهګرۍ په تورونو یوشمېر قضیې ثبت شوې دي چې پکې په یوشمېر مقدمو کې هغه ضمانتونه ترلاسه کړي دي.

عمران خان پر ځان لګېدلي ټول تورونه ردوي او وايي چې ورباندې جوړې مقدمې سیاسي موخې لري.

په پاکستان کې د عمران خان تر ګرفتارۍ وروسته پراخې مظاهرې روانې دي - د مې نهمې انځور.

د برتانیا د جرمونو ملي ادارې او د ملک ریاض حسین جوړجاړی

د ۲۰۱۹ز کال د ډېسېمبر پر درېیمه نېټه د برتانیا د جنایتونو ملي ادارې په پاکستان کې د جایدادونو او تعمیراتي چارو له یو لوی کاروباري ملک ریاض حسین سره د ۱۹۰ مېلیونه پاونډه د جوړجاړي خبر ورکړ.

هغې ادارې د جوړجاړي په نتیجه کې د لندن په هایډ پارک کې د نوموړي د ۵۰ مېلیونه پاونډو ارزښت لرونکی یو کور او د هغه په بانکي حسابونو کې کنګل پیسې واخیستې او و یې ویل چې هغه ۱۹۰ مېلیونه پاونډه به د پاکستان دولت ته لېږدول کېږي.

د برتانیا د جرمونو ادارې د ۲۰۱۸ز کال په ډېسېمبر کې، د عمران خان د وزیراعظمۍ تر پیلېدو یوشمېر میاشتې وروسته، په برتانیا کې د ملک ریاض حسین د شتمنیو په اړه پلټنې پیل کړې وې.

ادارې هغه مهال شک څرګند کړی وو چې په برتانیا کې د نوموړي شتمنۍ ښايي په پاکستان کې د درغلیو او رشوتونو له لارې ترلاسه شوې وې. د همدې له کبله هغې ادارې په برتانیا کې د ملک ریاض حسین شتمنۍ کنګل کړې.

د سپریم کورټ او ملک ریاض حسین جوړجاړی

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼه وايي، پر هم هغه کال د پاکستان سپریم کورټ هم له ملک ریاض حسین سره د هغه د شرکت بحریه ټاون په اړه په یوه قضیه کې جوړجاړی وکړ او پر هغه یې د ۴۶۰ اربه روپیو جرمانه ولګوله. پر نوموړي تور پورې شوی وو چې د ودانیو جوړولو لپاره یې د کراچۍ په ملیر سیمه کې په ناقانونه توګه زرګونه اېکړه ځمکه ترلاسه کړې وه.

کله چې د برتانیې د جرمونو ملي ادارې د جوړجاړي خبر ورکړ، نو پر هم هغه ورځ ملک ریاض بیان ورکړ چې له برتانیې څخه ترلاسه کېدونکې پیسې به سپریم کورټ ته ورکړي او درې ورځې وروسته یې ۱۹۰ مېلیونه پاونډه، چې هغه وخت ۳۹ اربه روپۍ جوړېدې، د حکومت پر ځای د سپریم کورټ بانکي حساب ته انتقال کړې.

هغه مهال د عمران خان د احتساب چارو ځانګړي سلاکار شهزاد اکبر د خبریالانو د دې پوښتنې په ځواب کې چې پیسې ولې حکومت ته انتقال نه شوې، ویلي ول چې سپریم کورټ هم د دولت برخه ده، نو دا مهمه نه ده چې پیسې چېرې لېږدول کېږي.

د پاکستان د اردو ژبې جیو نیوز ټېلېوېژن وايي، د هغه وخت وزیراعظم عمران خان له خپلې کابینې څخه د برتانیا د جرمونو له ادارې سره د جوړجاړي منظوري واخیسته خو د معلوماتو د محرمیت د هوکړې له کبله یې ورته جزییات ور نه کړل.

دا هم وګورئ:

په اسلام اباد کې د تحريک انصاف پلويانو احتجاج د تحريک انصاف په لسګونو غړي نيول شوي، مظاهره چيانو حکومتي، پوځي او شخصي املاکو ته زیان اړولی د پاکستان پخوانی وزیراعظم عمران خان د درغليوو په يوه قضيه کې ونيول شود عمران خان پلويان د کور کمانډر کور ته ننوتلي

د القادر ټرسټ جوړېدل

د ټېلېوېژن په وینا، تر دې هر څه یوشمېر اوونۍ وروسته په اسلام اباد کې د القادر ټرسټ په نوم بنسټ جوړ شو.

د تحریک انصاف سیاستوالان زلفي بخاري، بابر اعوان او د عمران خان ښځه بشرا بي بي او د هغې ملګرې فرح خان د بنسټ غړي وټاکل شول.

د جیو نیوز په خبره، تر دې شاوخوا درې میاشتې وروسته د خان د کابینې په منظورۍ، ملک ریاض حسین د عمران خان نېږدې ملګري او سیاستوال زلفي بخاري ته ۴۵۸ کناله ځمکه ورکړه چې هغه بیا بنسټ ته وسپارله.

تر دې وروسته، بخاري او اعوان دواړو د بنسټ غړيتوب پرېښود او عمران خان، د هغه ښځه او د هغې ملګرې فرح خان د القادر ټرسټ غړي شول.

د رېنجرز ځواک سرتېرو د مې پر نهمه عمران خان د اسلام اباد های کورټ له ودانۍ بهر ګرفتار کړ.

د نیب تحقیقات او د القادر ټرسټ قضیه

په هم هغو ورځو کې د احتساب ملي ادارې د برتانیا د جرمونو له ملي ادارې څخه د پیسو ترلاسه کولو په بهیر کې د حکومتي واک د ناسم استعمال په اړه معلومات غونډول.

د پاکستان یوشمېر رسنیو په وینا، کله چې نیب په دې اړه ثبوتونه ترلاسه کړل نو د عمران خان، بشرا بي بي، زلفي بخاري او ملک ریاض حسین په اړه یې رسماً پلټنې پیل کړې.

رسنیو د نیب چارواکو له خولې ویلي دي چې هغوی د برتانیا د جرمونو له ادارې څخه د ترلاسه شویو "تورو پیسو" په قضیه کې ملک ریاض ته د قانوني تحفظ ورکولو په بدل کې له هغه څخه اربونه روپۍ او سلګونه کناله ځمکه ترلاسه کړه. د نیب چارواکي وايي چې هغوی د القادر ټرسټ د لوړو زده کړو مرکز یا پوهنتون جوړولو لپاره پیسې او ځمکه ترلاسه کړې وه.

ملک ریاض لا د تورونو په اړه څه نه دي ویلي خو هغه مهال یې ویلي ول چې د پوهنتون جوړولو ټول لګښت ورکوي.

عمران خان او د هغه ملګرو سیاستوالانو تر دې مخکې د درغلۍ تورونه رد کړي دي.

القادر پوهنتون له پلازمېنې اسلام اباده شاوخوا ۸۰ کېلومیټره لیرې د پنجاب د جېهلم په سوهاوه سیمه کې دی چې اوسمهال یې د ټولنیزو او اسلامي علومو پوهنځي فعال دي او پر ووبپاڼه یې د چېرمېن یا مشر عمران خان پیغام هم شته.