ایران - پاکستان ګیس نللیکه: اسلام اباد د امريکايي بنديزونو او د تهران د جريمې له ګواښونو سره مخامخ دی

د ايران په بندري ښار چابهار کې د ايران ــ پاکستان ګيس نلليکې پر پروژې کار په ۲۰۱۳ز کال کې پیل شوی وو.

د پاکستان د دفاع وزير ويلي چې نړيوال فشار يې هېواد نه پرېږدي چې له ايران سره د ګيس نلليکه وغځوي.

خواجه محمد اصف د سېپټېمبر پر ۱۰مه له انډيپېنډنټ اردو خبري شبکې سره د مرکې پر مهال وویل، چې هند او ځينې نور هېوادونه هم له ايران سره تجارت کوي خو پر هغوی بنديزونه نه دي لګېدلي. د نوموړي په وينا دا "زياتی" دی او له دې څخه د وتلو لپاره بايد يوه "لاره" را وايستل شي.

نوموړي دا خبرې تر هغه وروسته کړي چې ايرانيو رسنيو د هغه هېواد د چارواکو له خولې ويلي چې تهران د پاکستان له خوا پر خپله خاوره په ټاکلې موده کې د ګيس نلليکې نه غځولو او له هغه هېواد سره د ګيس د شوي تړون د "سرغړونې" خلاف په پاريس کې مېشت نړيوال منځګړي عدالت کې شکايت درجوي او پر پاکستان د ۱۸ اربه امریکايي ډالرو جرمانه لګوي.

خواجه اصف وویل، "حکومت بايد له امريکا سره يو ډول سفارتکاري وکړي او نور هېوادونه هم دعوت کړي چې دا زموږ د پايښت معامله ده. موږ به ۱۸ اربه ډالر له کومې خوا ورکوو؟ زموږ اوسنیو اقتصادي حالاتو ته په کتو، ۱۸ اربه خو پرېږده، موږ ۱۸ مېلیونه ډالر هم نه شو ورکولای."

نوموړي وویل، که ايران د پاکستان خلاف د جرمانې دعوه و نه کړي، نو ښايي خپل قانوني حق له لاسه ورکړي. خو نوموړي زياته کړه چې وزيراعظم شهباز شريف او د هغه مرستيال او د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار روانه مياشت امريکا ته ځي او هلته به په دې اړه "ضرور " خبره کوي.

تر دې وړاندې، د روان کال په اپرېل کې اسحاق ډار په اسلام اباد کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال ويلي ول چې پاکستان به د خپلو ملي ګټو لپاره له ايران سره د ګيس پر نلليکې کار پيلوي او تر هېڅ نړيوال فشار لاندې به نه راځي.

خو تر هغه يوه مياشت وړاندې، په مارچ کې د پاکستان د پېټرولییم وزیر مصدق ملک ويلي ول چې پاکستان د ګيس نلليکې په پروژه کې د بندیزونو توان نه لري او د امريکا له احتمالي بندیزونو څخه به معافیت وغواړي.

دا هم وګورئ:

پاکستان او ایران د سوداګریزو همکاریو ۵ کلن پلان لاسلیک کړی دیپاک ـ ایران ګېس پایپ لاین پروژه ممکنه ده؟"پاک ایران ګېس منصوبه د پاکستان ګټه ده"

د پاکستان او ايران ترمينځ د ګيس د تړون پروژه

پاکستان او ايران، چې ګاونډي هېوادونه دي او ۹۰۰ کېلومیټره شريکه پوله لري، د ۱۹۹۰مې لسيزې په نیمايي کې د ګازو د نلليکې جوړولو په اړه خبرې پيل کړې.

د دواړو هېوادونو چارواکو د ۲۰۰۹ز کال په جون کې د فرانسوي قانون له مخې، "د ګازو د پلور او پېر" ۲۵ کلن تړون لاسليک کړ او ټاکل شوې وه چې هغه پروژه به په ۲۰۱۴ز کال کې بشپړه شي.

په تړون کې راغلي ول چې د هغې نلليکې له لارې به هره ورځ له ۷۵۰ مېلیون مکعب ميټره څخه تر يو ارب (مېليارد) مکعب ميټره پورې ګاز له ایران څخه پاکستان ته رسول کېږي. ټاکل شوې وه چې دا نللکيه به ۱،۱۵۰ کېلوميټره د ايران په خاوره کې او شاوخوا ۸۰۰ کېلوميټره د پاکستان په خاوره کې جوړېږي.

له پلان سره سم، ټاکل شوې وه چې هغه ګيس نلليکه د ايران په عسلويه بندر کې د فارس د ګیسو له زېرمې څخه د پاکستان د سيند صوبې تر نوابشاه ښار پورې وغځېږي.

ایران ادعا کړې وه چې هغوی په ۲۰۱۰ز کال کې پر هغه پروژه کار پیل کړ او په ۲۰۱۱ز کال کې يې خپلې غاړې ته د ۹۰۰ کېلومیټره نلليکې د جوړولو چارې بشپړې کړې.

وروسته د پاکستان د هغه وخت ولسمشر اصف علي زرداري او د ايران پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد په ۲۰۱۳ز کال کې په سرحدي سيمه کې د پروژې د پرانیستلو مراسم ترسره کړل، خو پاکستان لا تر اوسه خپلې غاړې ته د نلليکې غځولو کار نه دی پیل کړی.

د ایران پخوانی ولسمشر محمود احمدي نژاد (کیڼ لوري ته) په چابهار کې د پاکستان له پخواني ولسمشر اصف علي زرداري سره د نللیکې چارو پرانیستو غونډې پر مهال - د ۲۰۱۳ز کال د مارچ ۱۱مې انځور.

ايران د خپل اټومی پروګرام له امله د امريکا له اقتصادي بنديزونو سره مخامخ دی. د همدې بنديزونو د اندېښنو له کبله پاکستانيو چارواکو پر هغې پروژې کار ځنډولی دی.

ایران د کلونو په اوږدو کې په وار وار ګواښ کړی چې د تړون د سرغړونې په صورت کې به د پاکستان خلاف په نړيوال عدالت کې شکايت کوي.

په داسې حال کې چې ټاکل شوې وه چې اسلام اباد ته د تهران له خوا پر نلليکې د کار پرمخ وړلو ضرب الاجل د ۲۰۲۴ز په مارچ میاشت کې سر ته ورسي، تر هغه شاوخوا يوه اونې وړاندې د فبرورۍ پر ۲۳مه، د څه باندې یوې لسیزې تر ځنډ وروسته، د انرژۍ په اړه د پاکستان د نګرانې کابينې کمېټۍ د ګازو د هغې نلليکې د لومړي پړاو د کار پيلولو منظوري ورکړه.

د کابينې کمېټۍ پرېکړه وکړه چې پاکستان به د ایران له پولې څخه د بلوچستان تر ګوادر بندر پورې د نلليکې ۸۰ کېلوميټره برخه جوړوي.

ایران تر دې مخکې پاکستان ته د ۲۰۲۴ز کال تر سېپټېمبر پورې ۱۸۰ ورځې نور وخت ورکړ چې د نلليکې غځولو کار بشپړ کړي.

پر پاکستان د ايران د احتمالي جريمې غوښتنه

د ايران اېرنا خبري اژانس ويلي، تهران اسلام اباد ته خبرداری ورکړی چې که چارواکي یې دا وړاندیز و نه مني نو ایران به د دې پروژې د تړون د سرغړونې لپاره په پاریس کې مېشت نړیوال منځګړي عدالت ته ځي او له پاکستانه به د ۱۸ اربه (مېليارده) ډالرو جریمې غوښتنه کوي.

په عين حال کې، تهران اسلام اباد ته د "قانوني او تخنيکي" همکاريو وړاندیز هم کړی چې دا ډول د ګيس نلليکې پروژه پر ټاکلي وخت د دواړو هېوادونو په ګټه پای ته ورسي.

کار کوونکي د ایران - پاکستان د ګیس نللیکې چارو پیلېدو غونډې پر مهال ولاړ دي - د ۲۰۱۳ز کال د مارچ ۱۱مې انځور.

ايرانی خبريال او د انرژۍ د چارو پوه دلګا خاتين اوغلو مشال راډيو ته ويلي چې ایران ټینګار کوي چې پاکستان باید د ګازو پایپلاین (نللیکه) جوړ کړي ځکه چې ایران د ګازو د صادراتو عوایدو ته بیړنۍ اړتیا لري.

نوموړی زياتوي چې د نړیوالو قوانینو له مخې، پاکستان اړ دی چې له ایران سره د ګيس قرارداد پوره کړي، خو د امریکا احتمالي بندیزونه لوی خطر دي او ایران پر دې مسله پوهېږي. "دا چې ایا ایران به په ریښتیا هم د پاکستان پر ضد شکایت وکړي، ناڅرګنده ده، ځکه دا ډول اقدام به د دواړو هېوادونو پر سیاسي اړیکو ډېر منفي اغېز وکړي. ان که شکایت ثبت هم شي نو قوي امکان شته چې ایران به د ۱۸ اربه ډالره جریمه ترلاسه نه کړای شي. خو د یوې کوچنۍ جریمې احتمال شته - په احتمالي توګه تر پينځه اربه ډالره کمه."

خاتين اوغلو زياتوي چې ایران تر اوسه تر صفري نقطې پورې لا د ګازو پایپلاین نه دی غځولی او لا هم د پاکستان پولې ته د رسېدو لپاره ورته څو کېلومیټره واټن پاتې دی.

د امريکا دريځ

دا په داسې حال کې ده چې د امريکا د بهرنيو چارو وياند میتيو مېلر د سېپټېمبر پر درېيمه په واشنګټن کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې له پاکستان سره د انرژۍ د کمښت په حل کې مرسته کول د واشنګټن لومړیتوب دی. خو هغه زیاته کړه چې امریکا به په هر صورت پر ایران خپلو بندیزونو ته دوام ورکوي.

نوموړي تر دې وړاندې په مارچ کې هم ويلي ول چې هغوی "تل" ټولو ته دا مشوره ورکوي چې له ایران سره سوداګري د امريکا د بندیزونو له "خطر" سره مخامخېږي. "موږ به هر چا ته دا مشوره ورکوو چې په دې اړه په ډېر احتياط غور وکړي. د امريکا د بهرنيو چارو مرستيال وزیر ډانلډ لو هم [په وروستیو کې] واضح کړه چې موږ پر دې نلليکې د کار پرمخ وړلو ملاتړ نه کوو."

همدا لامل دی چې داسې ښکاري چې پاکستان دا مهال د امريکا د احتمالي بنديزونو او د ايران د احتمالي جريمې ترمينځ ایسار دی.

دا هم وګورئ:

پاکستان - ایران ګیس نللیکې پروژه، د امریکا ګواښونهپاک ایران ګېس نل لیکه، ګټه که تاوانامریکا به د پاک -ایران ګېس پایپ لاین پروژه ودروي؟

د اسلام اباد په قايد اعظم پوهنتون کې ښوونکی او د منځني ختيځ د چارو پوه ډاکټر قنديل عباس مشال راډيو ته ويلي چې د پاکستان اقتصادي حالت ډېر خراب دی او کلونه د پيسو د نړيوال صندوق (ای اېم اېف) پورونو ته انتظار باسي.

د هغه په وينا، پاکستان دا وخت نه د امريکا د بنديزونو او نه هم د ايران د جرمانې توان لري. "په پاکستان کې په سياسي توګه احساساتي خلک داسې بيانونه ورکوي چې موږ بايد له امريکا غوښتنه وکړو چې يا خو تاسو بنديزونه ليرې کړئ او يا موږ ته ۱۸ اربه ډالر راکړئ چې موږ د ايران جريمه ادا کړو او تړون ختم کړو."

ایراني کارکوونکي پاکستان ته د ګیس لېږدولو لپاره نللیکه جوړوي ـ د ۲۰۱۳ز کال انځور

ايران کې د ګيس اوسنی حالت

ايران په داسې حال کې د پاکستان له خوا د ګيس تړون د سرغړونې خلاف نړيوال عدالت ته د تلو خبره کړې چې د انرژۍ د چارو پوه دلګا خاتين اوغلو په وينا، ايران د ۲۰۱۰مې لسيزې پرتله اوس خپله د ګيس له کمښت سره مخامخ دی. "اوس مهال ایران د ۱۳۰ مېلیون مکعب ميټره ګازو له کمښت سره مخامخ دی. په تېرو څو کلونو کې ایران په ساړه موسم کې ترکیې او عراق ته د ګيس ورکول بند کړي یا محدود کړي دي، ځکه چې په ژمي کې د ايران د ګيس کمښت هره ورځ څه باندې ۲۵۰ مېلیونه مکعب ميټرو ته رسي. د ایران او ترکیې ترمينځ د ګازو د صادراتو ۲۵ کلن تړون به په راتلونکې کال (۲۰۲۵ز) کې پای ته ورسي او د نوي کېدو امکان يې نه شته. بل خوا ایران هڅه کوي چې له ترکمنستان او روسیې څخه په ارزانه بیه ګاز واخلي او پر خپلو ګاونډیانو لکه عراق، پاکستان، ترکیې او په احتمالي توګه، پر نورو بازارونو یې په لوړه بیه وپلوري."

پاکستان لا په رسمي توګه نه خو د امريکايي بنديزونو د معافيت غوښتنه کړې او نه يې هم دا په ډاګه کړې ده چې له تهران سره يې له خبرو اترو پرته د جريمې د مخنيوي لپاره څه عملي لارې چارې خپلې کړې دي او ايرانيو چارواکو څه ځواب ورکړی دی.

په دې اړه مو د پاکستان له پېټروليیم وزير مصدق ملک سره د سېپټېمبر له پينځمې بيا د سېپټېمبر تر ۱۲مې په بېلا بېلو وختونو کې پر وټس ایپ او ټېلېفون د اړيکې نيولو هڅه وکړه خو هغه د راپور تر بشپړېدو پورې نه د لیکلي پیغام ځواب راکړ او نه د ټېلېفون.