په اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد عدالت نومیالی خبریال مطیع الله جان د دوه ورځنیو پلټنو لپاره پولیسو ته سپارلی دی.
عدالت د نومبر پر ۲۸مه تر هغې څو ساعته وروسته اورېدنه وکړه چې د اسلام اباد پولیسو وویل چې نوموړی یې پر یوه امنیتي پوسته له "سرتېرو سره د لانجې" کولو پر سر نیولی دی.
د پولیسو د عملیاتي چارو ویاند شریف الله خان مشال راډیو ته وویل چې پولیسو د نومبر پر ۲۸مه د اسلام اباد په ای-ناین (۹) کې پر پوسته مطیع الله جان ته د درېدو اشاره وکړه خو هغه موټر و نه دراوه بلکې له یو پولیس سره یې ټکر کړ او هغه یې ژوبل کړ.
هغه وویل چې پولیسو نوموړی د مارګلې تاڼې ته ولېږداوه او ورباندې یې له پولیسو د وسلې اخیستو د هڅې او د هغوی د وژنې د ګواښ په تور مقدمه دایره کړه.
خان وویل، په مقدمه کې لیکل شوې چې د پېښې پر مهال مطیع الله جان "نشه" وو او زیاته یې کړه چې هغه به د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کېږي.
مطیع الله جان د پاکستان له نومیالیو خبریالانو یو دی چې اکثر د عدالتي چارو په اړه راپورونه ورکوي او داراز، د هېواد پر امنیتي ادارې (اېسټیبلېشمنټ) او حکومتي تګلارو انتقادونه کوي.
د نوموړي وکیلې ایمان زینب مزارۍ او د هغه زوی د پولیسو دعوې رد کړې دي.
مزارۍ پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې دعوه کړې ده چې مطیع الله جان "ورک" دی.
مزارۍ کښلي چې هغه د خپل موکل د لیدو لپاره د مارګلې تاڼې ته ورغلله او تر غوښتنو وروسته چې پولیسو پرېښوده نو مطیع الله جان یې په حوالات کې و نه موند.
هغې زیاته کړې ده چې په حوالات کې بندي کسانو ورته وویل چې پولیسو نوموړی د هغې تر وررسېدو لږ ساعت مخکې بل ځای ته یووړ.
د مطیع الله جان زوی عبدالرزاق هم پر اېکس په بیان کې ویلي دي چې پلار یې "د نومبر پر ۲۷مه شپې شاوخوا ۱۱ بجې د پاکستان انسټېټیوت اف میډیکل ساینسز (پېمز) روغتون د ګاډو درولو (پارکولو) له ځایه تښتول شوی" دی.
عبدالرزاق وايي چې یو بل خبریال ثاقب بشیر یې هم له پلار سره وو چې هغه هم "ناپېژندلیو" کسانو ونیوه خو تر "پینځو دقیقو یا مېنټونو وروسته یې خوشې" کړ.
دی وايي چې پولیسو یا نورو امنیتي ادارو ورته نه دي ویلي چې پلار یې ولې نیولی دی.
غبرګونونه
د پاکستان د بشري حقونو کمېشن او د خبریالانو د ساتنې سازمانونو د مطیع الله جان پر ګرفتارولو خواشيني ښوولې ده.
کمېشن د نومبر پر ۲۸مه پر اېکس په بیان کې ویلي دي چې حکومت دې نوموړی "بې له شرطه، سمدستي" خوشې کړي او د "خبریالانو د اواز خاموشه کولو زورواکانه کارونه باید ودرېږي."
د عدالتي چارو د خبریالانو شورا د مطیع الله جان تر نیول کېدو وروسته بیړنۍ غونډه کړې ده او د نومبر پر ۲۸مه یې په بیان کې د نوموړي "ګرفتاري سخته غندلې" او د هغه د خوشې کولو غوښتنه یې کړې ده.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټۍ د اسیا څانګې هم پر اېکس په بیان کې د مطیع الله جان "پر تښتولو سخته خواشیني" ښوولې ده او له چارواکو یې د هغه د خوندیتوب او خوشې کېدو باوري کولو غوښتنه کړې ده.
کمېټۍ له چارواکو غوښتي دي چې د پېښې رڼې او بې پرې پلټنې دې وکړي او ککړو کسانو ته دې سزا ورکړي.
د بخښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) د اسیا څانګې پر اېکس په بیان کې د پاکستان له حکومته غوښتي دي چې مطیع الله جان دې "سمدستي خوشې کړي" او پر هغه دې "د سیاسي انګېزو لرونکي تورونه" ختم کړي.
سازمان په بیان کې زیاته کړې ده چې "حکومت باید د هغو خبریالانو په نښخه کول ودروي چې یوازې خپل کار کوي."
مطیع الله جان په ۲۰۲۰ز کال کې هم په اسلام اباد کې ورک شوی وو او هغه تور پورې کړی وو چې د استخباراتي ادارو کارکوونکو تښتولی وو.
په پاکستان کې دا لومړی ځل نه دی چې خبريالان په دې ډول تښتول یا نیول کېږي. په ۲۰۲۲ز کال کې د اج نیوز ټېلېوېژن یو خبریال نفیس نعیم په کراچۍ کې وتښتول شو او تر ۱۴ ساعته بې درکۍ وروسته خوشې شو.
پاکستان په ۲۰۲۴ز کال کې د بې پولې خبریالانو سازمان (ار اېس اېف) د رسنیو ازادۍ پر پیمانه پر ۱۵۲م مقام یا ځای دی. دا درجه بندي په ۱۸۰ هېوادونو کې د مطبوعاتي ازادۍ وضعیت ارزوي، چې له مخې یې پاکستان د خبریالانو لپاره یو له خطرناکو هېوادونو څخه بلل کېږي.
دا هم وګورئ:
په کراچۍ کې يو خبريال تر ۱۴ ساعته لادرکۍ وروسته کور ته ستون شوخپلواک وي پي اېن څه ته وايي او پاکستان ورباندې ولې بندیزونه لګوي؟د خیبر پښتونخوا حکومت د خبریالانو د خوندیتوب لپاره د قانون جوړلو ژمنه کړې دهد خبریالانو د خونديتوب ادارې په پاکستان او افغانستان کې د خبریالانو د قاتلينو په نه نيول کېدو خواشيني ښوولېجنرال منیر: "بهرني قوتونه په برېښنايي ډېجېټل ترهګرۍ" کې لاس لريد پاکستان بشري حقونو کمېشن وايي حکومت دې له خلکو د بیان ازادي نه اخليد خبریالانو د خوندیتوب لپاره کارکوونکي تنظیمونه وایي چې په هغه هېواد کې خبریالان له اوږدې مودې راهیسې له تاوتریخوالي، ګواښونو، او ځورونو سره مخامخ دي چې د هغوی خوندیتوب او د بیان ازادي تر اغېز لاندې راولي.
په پاکستان کې د رسنیو د ازادۍ لپاره کارکوونکی یو ناحکومتي سازمان "فریډم نېټورک" د روانې میاشت په پیل کې په خپل وروستي راپور کې ویلي چې روان ۲۰۲۴ز کال په پاکستان کې شپږ خبریالان وژل شوي دي.
فریډیم نېټورک ویلي دي چې په تېر یو کال پر خبریالانو او د رسنیو پر کارکوونکو د تشدد شاوخوا ۱۰۴ پېښې ثبت شوي دي چې پکې وژنې، بریدونه، تښتونې، ګواښونه او مقدمې شاملې دي.
خو په پاکستان کې حکومتي چارواکو په وار وار دا ویلي چې په هېواد کې رسنۍ ازادې دي او ټول وګړي د بیان ازادۍ حق لري.
په ۲۰۲۱ز کال کې د پاکستان د هغه وخت حکومت د خبریالانو د خوندیتوب یو قانون جوړ کړ چې له مخې یې حکومت مکلف دی چې د یوه فرد یا ادارې له خوا د یوه خبریال یا د رسنۍ د کوم کارکوونکي د هر ډول ځورونې، تشدد او له هغه څخه د ناوړه ګټه اخیستنې پرضد ګامونه پورته کړي.