د اسراییلو او حماس ترمينځ په غزه کې د اوربند او د یرغملیانو او قیدیانو د خوشې کولو موافقه شوې ده.
حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې یوه ترهګره ډله بولي، د ۲۰۲۳ز په اکتوبر کې پر اسراییلو حمله کړې وه چې په غبرګون کې یې اسراییلو په غزې تړانګه کې جګړه پیل کړه چې پکې لسګونه زره کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي.
د امریکا، قطر او مصر په مينځګړتوب موافقه د قطر په سرښار دوحه کې د څو اونیو خبرو اترو وروسته د جنورۍ پر ۱۵مه لاسلیک شوه.
د قطر وزیراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمان ال ثاني د جنورۍ پر ۱۵مه خبري غونډې ته وویل چې اوربند به د جنورۍ له ۱۹مې څخه عملي کېږي.
داراز د امریکا ولسمشر جو بایډن هم د جنورۍ پر ۱۵مه وویل چې د اوربند له پیل سره به په غزه کې د بشري مرستو لړۍ ګړندۍ شي او یرغملیان به له خپلو کورنیو سره یو ځای شي.
د دې خبر تر خپریدو وروسته د ملګرو ملتو عمومي منشي انتونيو ګوتېرېش خبریالانو ته وویل، ملګري ملتونه تیار دي چې د هغې روغې جوړې د عملي کېدو ملاتړ وکړي او له "ګڼو فلسطنیانو سره، چې لا هم له جګړې کړېږي،" بشري مرسته وکړي.
د موافقې تر اعلان وروسته په تل ابیب کې مظاهرینو د یرغملیانو د خوشې کولو پر ژمنه خوښي وښوده او په غزه کې هم زرګونو خلکو خوشالي ولمانځله.
ال ثاني خبري غونډې ته دا هم وویل چې موافقه په درې پړاوونو کې عملي کېږي. د ده په وینا، په لومړۍ مرحله کې به د ۴۲ ورځني اوربند پر مهال ۳۳ اسراییلي یرغملیان خوشې کېږي او اسراییلي سرتېري به د غزې له ګڼ مېشتو سیمو وځي.
دی وايي، په هغه موده کې به د غزې بې کوره شوي خلک هم خپلو سیمو ته ستنېږي. د نوموړي په وینا، د اوربند پر مهال به دا پرېکړه هم کېږي چې په دویم او درېيم پړاو کې به د اسراییلیو یرغملیانو په بدل کې څومره فلسطیني بنديان خوشي کېږي.
امریکايي ولسمشر جو بایډن په سپینه ماڼۍ کې خبري غونډې ته وویل چې د اوربند پر مهال به د موافقې پر دویم پړاو خبرې کېږي چې موخه یې "د جنګ دایمي ختمول" دي.
بایډن زیاته کړه چې په درېیم پړاو کې د غزې "د بیا ودانۍ لپاره یو لوی پلان" او د وژل شویو یرغملیانو د پاتې شونو یې کورنیو ته ستنول شامل دي.
د حماس وسلوالو د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو برید وکړ چې پکې یې د اسرایيلي حکومت د رسمي شمېرو له مخې، ۱،۲۱۰ اسراییلیان ووژل او ۲۵۱ یې یرغمل کړل.
تر هغه وروسته، اسراییلو په غزه کې پوځي عملیات پیل کړل چې د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه يې تر ۴۶،۷۰۰ زیات فلسطینیان وژلي دي چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي.
دا هم وګورئ:
غزه کې د اسراییلو ویجاړوونکې جګړې څومره زیانونه اړولي دي؟ملګرو ملتونو پر اسراييلو او حماس د اوربند او یرغملو کسانو د خوشې کولو غږ کړیاسراییلي وزیراعظم د هر يرغمل شوي اسراییلي د ازادولو پر سر ۵ مېليونه ډالره جايزه ايښېحماس وروسته شاوخوا نیمايي یرغملیان خوشې کړل خو ځینې یې اسراییلیو ځواکونو خلاص کړي دي.
داسې فکر کېږي چې شاوخوا ۹۴ یرغملیان لا هم په غزه کې دي او پاتې یې مړه شوي دي. له هغو څخه یې ځینې په غیر ارادي ډول د اسراییلو په بریدونو کې هم وژل شوي دي.
د اسراييلو او حماس ترمينځ قطر، مصر او امريکا په وروستیو کې د یوې موافقې د ترلاسه کولو لپاره هڅې ګړندۍ کړې وې.
په هغو مذاکراتو کې د امريکا د اوسني ولسمشر جو بايډن او د منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ استازو هم ګډون کړی وو.