اسراییلي سرتېرې د غزې له یو مهم دهلېزه وتلي دي

فلسطینیان د اسراییلیو سرتېرو تر وتلو وروسته د نېڅارېم دهلېز له لارې د غزې مختلفو برخو ته روان دي - د فبرورۍ نهمې انځور.

فلسطینیان د اسراییلیو سرتېرو تر وتلو وروسته د نېڅارېم دهلېز له لارې د غزې مختلفو برخو ته روان دي - د فبرورۍ نهمې انځور.

اسراییلي سرتېري د اوربند د موافقې له مخې د غزې له یو مهم دهلېزه وتلي دي.

اسوشيېټېډ پرېس اژانس د فبرورۍ پر نهمه د اسراییلو د یو چارواکي په حواله د سرتېرو وتلو خبر ورکړی دی او رویټرز اژانس ویلي چې حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، هم د سرتېرو وتل تایید کړي دي.

په غزې تړانګه کې د نېڅارېم (نېتسارېم) په نوم هغه دهلېز شپږ کېلومیټره اوږد دی چې د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې په سیمه کې د جګړې له پیل راهیسې د اسراییلو ځواکونو تر واک لاندې وو. هغه دهلېز تړانګه په شمالي او جنوبي برخو وېشي.

رویټرز اژانس وايي چې د اسراییلیو سرتېرو له وتلو سره سم فلسطینیانو د دهلېز له لارې د تړانګې دواړو خواوو ته تګ راتګ پیل کړی دی.

په جنورۍ کې د اوربند له پیل سره اسراییلیو ځواکونو فلسطینیانو ته اجازه ورکړه چې د نېڅارېم له لارې د غزې شمالي برخې ته خپلو کورونو ته ستانه شي.

د اسراییلو او حماس ترمینځ د اوربند تړون د جنورۍ پر ۱۹مه عملي شو. هغه اوربند د دې لپاره شوی وو چې دواړه خواوې د ۳۳ اسراییلیو یرغملیانو په بدل کې سلګونه فلسطیني زندانیان خوشې کړي او بیا په نورو پړاوونو کې د خبرو له لارې دایمي اوربند او د غزې بیا ودانۍ ته لاره هواره کړي.

د اوربند موافقې له مخې اسراییلو ژمنه کړې وه چې له نېڅارېم دهلېزه به خپل سرتېري باسي.

د اوربند له عملي کېدو راهیسې یوشمېر اسراییلي یرغملیان او سلګونه فلسطیني زندانیان خوشې شوي دي. خو د موافقې له مخې د ۴۲ ورځو لپاره د شوي اوربند دویم پړاو ته د غځولو په اړه ډېر کم پرمختګ شوی دی.

حماس ډلې د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراييلو برید کې له ۱،۲۰۰ زيات اسراييليان ووژل او شاوخوا ۲۵۰ یې يرغمل کړل.

تر هغې وروسته اسراييلو پر غزې بریدونه پيل کړل چې د حماس تر واک لاندې د روغتيا ادارې په وينا شاوخوا ۴۷،۰۰۰ فلسطينيان پکې ووژل شول، لکونه وګړي بې کوره شول او ګڼې سیمې ويجاړې شوې.

په هغه جګړه کې سلګونه اسراییلي پوځیان هم ووژل شول.