کيڼ لاسو ګوندونو د فرانس انتخابات وګټل خو د حکومت جوړولو لپاره اکثریت نلري

د کين لاسو ګوندونو د اتحاد مشر ژن لوک ميلینشن تر بریا وروسته خپلو ملاتړو ته خبرې کوي

د فرانسې د پارلېماني انتخاباتو په دویم پړاو کې د سختدریځې ښي لاسې سیاستوالې مرین له پېن د "نیشنل ریلي یا ملي غونډې" په نوم ګوند د پارلېماني انتخاباتو په دویم پړاو کې د اکثریت په ترلاسه کولو کې پاتې راغلی دی.

د هغه هېواد ولسي جرګه ۵۷۷ څوکۍ لري او مخکې داسې اټکل کېده چې نیشنل ریلي به د جولای اوومې په انتخاباتو کې تر ۲۰۰ زیاتې څوکۍ وګټي خو داسې و نه شول. داسې ښکاري چې اوس به تر ۱۵۰ پورې څوکۍ ترلاسه کړي او په دې توګه په پارلېمان کې درېیم ځای ونیسي.

د دې پر ځای په وروستیو کې جوړ شوي کیڼ لاسي اتحاد تر ټولو ډېرې او بیا ورپسې د ولسمشر اېمانوېل مکرون د "یووالي" په نوم منځلاري اېتلاف زیاتې څوکۍ ګټلې دي. په کیڼ لاسې جبهه کې زرغون ګوند، ټولنپاله ډېموکراټان، کمیونسټان او د ژان-لوک مېلانشون "نه ټیټېدونکې فرانسه" ګوند شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې د جون پر ۳۰مه د ولسي جرګې د لومړني پړاو په انتخاباتو کې د مرین له پېن ګوند او پلویانو څه باندې ۳۳ سلنه رایې ګټلې وې. تر دې وروسته د چپ لاسیو اېتلاف ۲۸ فیصده او د ولسمشر مکرون اېتلاف ۲۱ سلنه ووټونه ترلاسه کړي ول.

په دې یوه اونۍ کې داسې څه وشول چې د له پېن ښي لاسی ګوند او ملاتړي یې له لومړي مقامه درېیم ځای ته پرېوتل؟

په برسلز کې د مشال راډیو خبریال وايي چې لومړی خو دا ده چې په پارلېماني انتخاباتو کې شاوخوا ۶۷ سلنه فرانسویانو رایې وکارولې. دا په ۲۱مه پېړۍ کې د فرانسې په پارلېماني انتخاباتو کې د برخه اخیستونکو تر ټولو لویه فیصدي ده.

د کیمپېن پر مهال بېلابېلو کیڼ لاسو او منځلارو سیاستوالانو ټینګار کاوه چې د دې انتخاباتو پایلې د هېواد پر سیاست خورا لوی اغېز لرلای شي او داسې ښکاري چې دې څرګندونو د له پېن د سختدریځه ښي لاسي ګوند مخالفان تحریک کړل.

دویم، په څه باندې ۲۰۰ حلقو یا حوزو کې د "جمهوریت جبهې" په نوم د یادېدونکو چپ لاسو ګوندونو ترمینځ نارسمي خو بریالۍ همکارۍ دې ته لاره هواره کړه چې د هغوی نوماندان د له پېن کاندیدانو ته ماته ورکړي.

داسې اټکل کېده چې د ښي لاسې سیاستوالې مرین له پېن ګوند او پلویان زیاتې څوکۍ وګټي - د جولای اوومې انځور.

په برسلز کې د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې خبریال وايي چې د فرانسې د پارلېماني انتخاباتو لومړنیو پایلو په اروپايي ټولنه کې سیاستوالان او خلک یو څه ارام کړل. خو د هغه په وینا لا هم خبره ختمه نه ده ځکه چې په پارلېمان کې هېڅ ګوند یا اېتلاف د حکومت جوړولو لپاره اکثریت نه دی ترلاسه کړی.

پر دې سربیره، د ټاکنو نتیجو د ولسمشر مکرون د واکمنۍ لپاره هم مشکل پیدا کړی دی ځکه چې په وېشلي پارلېمان کې مسودې په اسانۍ نه منظورېږي او د هغه منځلاري پلویان او کیڼ لاسي سیاستوالان له یو بل سره اختلافات لري.

په داسې حال کې د یو اېتلافي حکومت جوړېدل به نور وخت ته اړتیا ولري او په دې لړ کې به خبرې اترې دوام لري. د قانون له مخې مکرون تر یو کال پورې د بل ځل لپاره د پارلېماني انتخاباتو اعلان هم نه شي کولای.

د مشال راډیو خبریال زیاتوي چې دا پایلې دا معنا نه لري چې له پېن به اوس یوې خوا ته ناسته وي او د نويو پارلېماني انتخاباتو لپاره به انتظار کوي، بلکې هغه ښايي اوس په ۲۰۲۷ کال کې په کېدونکو ولسمشریزو انتخاباتو کې د بریا لپاره تیاری وکړي.