خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې په حملو کې ۱۰ امنیتي سرتېري وژل شوي دي

د پاکستان پوځیانو په لکي مروتو کې تر یو برید وروسته د امنیت لپاره سړک تړلی دی - پخوانی انځور.

چارواکي او رسنۍ وايي چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې په دوو جلا، جلا پېښو کې د پاکستان ۱۰ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د استخباراتي ادارې یو چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو د اکتوبر پینځمې پر ماښام په پستوني سیمه کې پر امنیتي پوستې برید وکړ چې پکې د ملېشې ځواک اووه سرتېري ووژل او یو ژوبل شو.

د هغې حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

په همدې حال کې د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼې او بي بي سي خبر ورکړی دی چې د اکتوبر پر پینځمه د بلوچستان په قلات کې د سړک تر غاړې د ښخ بم په چاودنه کې درې پوځیان وژل شوي او څلور ژوبل دي.

بېلتونپالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) د چاودنې ذمه واري منلې او پکې یې د نهو پوځیانو د وژلو دعوه کړې. البته د پاکستان پوځ لا په دې هکله څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د اکتوبر پر څلورمه د شمالي وزیرستان په سپینوام کې د امنیتي ځواکونو پر کاروان د وسلوالو په برید کې د یو کرنل په ګډون شپږ پوځیان ووژل شول.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) په بیان کې وویل چې سرتېرو په ځوابي ډزو کې شپږ مشکوک وسلوال هم ووژل.

ای اېس پي ار په بیان کې نور څه نه ول ویلي خو د شمالي وزیرستان انتظامي او استخباراتي سرچینو مشال راډیو ته وویل چې په حمله کې ۲۴ سرتېري ژوبل شوي هم ول.

د هغه برید ذمه واري چا نه وه منلې.

دا هم وګورئ:

شمالي وزیرستان کې ۶ پوځیان وژل شوي، ۲۴ ژوبل ديد سوات احتجاج کوونکي: امنيتي ادارې دې د وسله والو په فعاليت سترګې نه پټويمولانا فضل الرحمن: په قبايلي سيمو کې وسلوال "ازاد فعالیتونه" کويد اورکزیو جرګې له حکومته د امنیت غوښتنه کړې

په تېرو دوو کلونو کې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې ناامني خورا زیاه شوې ده چې پکې د امنیتي سرتېرو او حکومتي کارکوونکو په ګډون ګڼو ولسي وګړو ته هم مرګژوبله اوښتې ده. په هغو سیمو کې د زیاتېدونکې ناامنۍ پرضد پراخې مظاهرې، پرلتونه، لاریونونه او جرګې شوې دي.

خو د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر جنرال احمد شریف چودري د سېپټېمبر پر پینځمه په راولپېنډۍ کې خبري غونډې ته وويل چې د ۲۰۲۴ز کال له پیل راهیسې یې تر اوسه د ترهګرۍ ضد ټول ۳۲،۱۷۳ عملیات کړي دي چې پکې د نښتو پر مهال ۱۹۳ افسران او سرتېري وژل شوي دي.

نوموړي وویل چې د تېرې یوې میاشتې په موده کې یې د ترهګرۍ پرضد ټول "۴،۰۲۱ عملیات" کړي دي چې پکې ۹۰ مشکوک وسلوال وژل شوي دي.

هغه وویل چې پوځ او قانون پلي کوونکې ادارې د استخباراتي معلوماتو پر اساس هره ورځ اوسطاً ۱۳۰ کاروایۍ کوي او زیاته یې کړه چې د "ترهګرۍ تر ختمولو پورې" خپلو "هڅو ته دوام" ورکوي.