وسلوالو د بلوچستان په پنجګور کې ۷ کسان وژلي دي

د اګست پر ۲۶مه د بلوچستان په بېلا بېلو برخو کې خونړي بریدونه ترسره شوی ول.

پولیس وایي، د بلوچستان په پنجګور سیمه کې وسلوالو اووه کسان وژلي دي.

د پنجګور د پولیسو اېس پي فاضل شاه بخاري خبریالانو ته وویل چې پېښه د سېپټېمبر پر ۲۸مه ماښام مهال په خدابادان سیمه کې شوې ده چې پکې د پنجاب صوبې د ملتان ضلعې اووه مزدوران وژل شوي او یو ژوبل دی.

دی وايي، د پولیسو او اېف سي ځواک سرتېرو تر حملې وروسته په سیمه کې د لټون عملیات پیل کړي دي.

په پنجګور کې د مزدورانو د وژنې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف او د بلوچستان اعلا وزیر میر سرفراز بګټي د پېښې نوټس اخیستی او له پولیسو یې راپور غوښتی دی.

د بلوچستان په بلوڅ مېشتو سیمو کې تر دې وړاندې هم دا ډول پېښې شوې دي، چې اکثر پکې مزدوران او امنیتي سرتېري په نخښه کېږي. له هغو څخه یې د ډېریو حملو ذمه واري بلوڅ بېلتونپالو ډلو منلې ده.

سږ کال د اګست پر ۲۶مه د بلوچستان په بېلا بېلو برخو کې خونړي بریدونه شوی ول چې پر مهال یې وسلوالو له موټرو او بسونو څخه مساپر، چې اکثریت یې د پنجاب اوسېدونکي ول، ښکته کړل، شناختي کارډونه یې ولیدل او و یې وژل. په هغو همغږو شویو بریدونو کې لږ تر لږه ۳۷ کسان ووژل شول. د هغو بریدونو ذمه واري بېلتونپالې ډلې بلوڅ لېبرېشن ارمي (بې اېل اې) منلې وه.

وسلوالو ادعا کړې وه چې هغه کسان په اصل کې د سرحدي ځواک او استخباراتو غړي ول خو د خپلې دې دعوې د ثبوت لپاره یې شواهد نه ول وړاندې کړي.

بې اېل اې تر هغې یوه ورځ مخکې د بلوچستان په مختلفو سیمو کې په حملو کې ۱۴ سرتېري هم وژلي ول. د پاکستان پوځ هغه مهال دعوه کړې وه چې په عملیاتو کې یې ۲۱ مشکوک وسلوال وژلي دي.

وزیراعظم شهباز شریف د اګست ۲۵مې او ۲۶مې تر پېښو وروسته د وفاقي کابینې غونډې ته ویلي ول چې "ترهګري" ختموي او د ملک له "دښمنانو" سره هېڅ خبرې اترې نه کوي.

وفاقي حکومت د بلوچستان تر حملو وروسته د ترهګرۍ ضد د ۱۹۹۷ز کال په قانون کې له بدلون سره په هغه صوبه کې پوځ او امنیتي ادارو ته د ځانګړو واکونو ورکولو پرېکړه وکړه چې ورباندې سېنېټرانو او د بشري حقونو کمېشن نیوکې وکړې.