ایرانیو چارواکو د سولې نوبېل انعام ګټونکې نرګس محمدي د لنډې مودې لپاره له زندانه خوشې کړې ده

نرګس محمدي د لسګونو کلونو په بند محکومه ده - پخوانی انځور.

د سولې د نوبېل جایزې ګټونکې ایرانۍ فعالې نرګس محمد وکیل وايي چې چارواکو یې موکله د لنډې مودې لپاره له زندانه خوشې کړې ده.

مصطفا نېلي د ډېسېمبر پر څلورمه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې لیکلي دي چې د تهران د څارنوال دفتر د نرګس محمدي د ډاکتر په مشوره د "درو اونیو" د هغې "د بند سزا ځنډولې ده" او د اېوین "له زندانه خوشې شوې ده."

نېلي لیکلي دي چې د نوموړې د خوشې کېدو لامل د هغې "روغتیايي وضعیت" دی ځکه چې "۲۱ ورځې مخکې" یې ډاکترانو په جراحۍ کې "د سرطان دانې (رسولۍ) لیرې" کړې وه او "هډوکی یې پیوند" کړی وو.

سرچینو هم د مشال راډیو ایرانۍ څانګې ته تایید کړې چې ۵۲ کلنه محمدي خوشې شوې ده.

د ناروې د نوبېل انعام کمېټۍ په ۲۰۲۳ز کال کې "په ایران کې پر ښځو د ظلم پر ضد د مبارزې" لپاره نرګس محمدي ته د سولې نوبېل جایزه ورکړې وه.

نوموړې هغه مهال په اېوین زندان کې وه. محمدي تر دې مخکې هم څو ځلې زنداني او د لسګونو کلونو په بند محکومه شوې ده. هغه تر دې وړاندې هم څو ځلې زنداني شوې او د لسګونه کلونو په بند محکومه شوې ده.

په ایران کې د حکومت پرضد مظاهرې د ۲۰۲۲ز کال په سېپټېمبر کې د پولیسو په حراست کې د یوې نجلۍ د وژنې په غبرګون کې پیل شوې وې. ۲۲ کلنه مهسا اميني د ایران د ګشت ارشاد په نوم پولیسو د حجاب د قانون د سرغړونې په تور نيولې وه چې وروسته د هغوی په حراست کې مړه شوه.

د هغې کورنۍ وايي چې امیني د پولیسو د تشدد له وجې مړه شوه خو د ایران حکومت ویلي ول چې هغې د زړه حملې له وجې سا ورکړې وه.

د ايران پر امنيتي ځواکونو د مظاهرو د ځپلو له وجې شديد تنقيد شوی وو چې پکې ويل کېږي تر ۵۰۰ زیات کسان وژل شوي او ګڼ نور زخميان شوي ول.

د ۲۰۲۳ز کال د مې پر ۱۷مه د ایران عدلیې اعلان وکړ چې ستر مذهبي مشر ایات الله علي خامنه يي شاوخوا ۹۰،۰۰۰ احتجاج کوونکي بښلي دي.