ناټو لپاره تېل وړونکي ګاډي سوځول شوي

له سوځېدلو ټانکرو اوس هم لوګي خېژي

اورپکو ناټو ځواکونو ته تېل وړونکې ټانکرې په کوټه کې په نښه کړې

ځېنې ټانکرې د جمعې تر سهاره سوځېدې.

نا مالومه وسله والو د پنجشنبې په شپه ټانکرې په نښه کړې

ځايي اوسېدونکي وايي وسله وال په ډاټسن کې راغلي ول، ځېنې بیا وايي، پر موټر سایکل راغلي ول

 د کوټې ټرمینال له خروټ اباد سره نېږدې دی

د پېښې ځای ته خلک راغلي، اور اوس هم بل ښکاري

لوګی خېژي او د سیمې اوسېدونکي روان دي

د شپې پر مهال چې اورپکو ټانکرو ته اور واچاوه نو امنیتي سر تېري هم سیمې ته ور ورسېدل

Afghanistan – 25 NATO tankers burned by Taliban fighters in Pakistan, Quetta Baluchistan

په پېښه کې ۳۰ ټانکرې سوځېدلې دي

د پېښې له ځای سره نېږدې د یوه ګودام مالک مشال راډیو ته وویل، که اور و نه وژل شو نو د ده به د کروړونو روپیو تاوان وشي

د پېښې له ځایه دنګې لمبې خېژي

تر دې مخکې هم په بیا بیا په پاکستان کې د ناټو لپاره په تېل و سامان وړونکو ګاډو بریدونه شوي دي چې اکثر یې پړه وسله وال طالبان پر غاړه اخلي.