د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي د خیبر پښتونخوا حکومت پر مالونو ۲ سلنه نوی ټیکس لګولی

له پاکستانه ګڼ مال لېږدوونکي ګاډي له تورخم سره نېږدې پر سړک درېدلي دي - پخوانی انځور.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې (پاک-افغان جواینټ چیمبر اف کامرس اېنډ انډسټري) مشر وايي چې د خیبر پښتونخوا حکومت له هغې صوبې څخه افغانستان ته پر ورلېږدوونکو شیانو دوه سلنه ټیکس لګولی دی.

جنېد اسماعیل ماکډا د نومبر پر ۱۷مه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې د خیبر پښتونخوا حکومت هغې مالیې ته د بېخبنا پرمختیا یا انفراسټکچر ډېوېلمپنټ سېس (یا ټیکس) نوم ورکړی دی چې د عملي کولو اعلان یې درې میاشتنې مخکې کړی وو چې تازه یې نافذ (لاګو) کړی دی.

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د هغې مالیې په اړه قانون په ۲۰۲۲ز کال کې منظور کړی وو چې له مخې یې په صوبه کې پر تیارېدونکو او ورڅخه پر بهر لېږدوونکو شیانو ټیکس لګول کېږي.

د قانون له مخې، حکومت به د هغې مالیې پیسې د بېخبنا یا انفراسټرکچر پر ساتنه او پرمختیا او نورو چارو لګوي.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې مشر جنېد اسماعیل ماکډا وویل چې نوی ټیکس ورته د منلو نه دی. "دا دوه فیصده ټیکس پر ټولو هغو مالونو – که چای وي، د ګاډو سامان وي، خوراکي توکي، یا بل کوم مال وي – لګېدلی چې د خیبر پښتونخوا له لارې افغانستان او د مرکزي اسیا هېوادونو ته لېږدول کېږي. دا په هېڅ صورت د منلو نه دی."

ماکډا وویل، د نوې مالیې له وجې له افغانستان او نورو هېوادونو سره تجارت اغېزمنېږي.

دی وايي، سوداګر او ټرانسپورټران وار له مخه "د پاکستان حکومت ته ۱۵ ډوله بېلا بېل ټیکسونه" ورکوي. "چې کله زموږ سامان لېږدوونکي ګاډي له سیند صوبې تېرېږي نو ټیکس ورکوي، چې له پنجابه تېرېږي نو جلا ټیکسونه ورکوي او چې له خیبر پښتونخوا تېرېږي نو بیا به ټیکس ورکوي."

نوموړي وویل، د همدې اضافي مالیو او د کسټمز (ګمرک)، د پلټنو وفاقي ادارې (اېف ای اې) او نورو ادارو د بېلابېلو محدودیتونو او کړکېچن وضعیت له وجې له افغانستان او مرکزي اسیايي هېوادونو سره سوداګري او ټرانزېټ تجارت "تر خطرناک حده کم" شوی دی.

ماکډا زیاته کړه چې د پاکستان حکومت له یو لوري له هغو هېوادونو سره د دوه اړخیزه تجارت کچ تر اووه اربه امریکايي ډالرو پورې د زیاتولو ژمنه کوي، خو له بلې خوا ټول تجارت مخ په ځوړ روان دی.

په همدې حال کې پر تورخم د ګمرکي چارو شخصي ټولنې (کسټمز کلېرنګ اېجنټس اسوسيېشن) مشر مجیب شینواری وايي چې د نوي ټيکس لګېدو سره پر کاروبار بد اغېز شوی دی.

نوموړي د نومبر پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل پر تورخم سوداګري کمه شوې او کاروباریان له مرکزي اسیايي هېوادونو سره د سوداګرۍ نوې لارې لټوي.

په کراچۍ کې اقتصاد پوه وکيل الرحمان وايي، د افغانستان او پاکستان ترمینځ د سوداګرۍ لپاره بايد د هېوادونو پر کچ د ټيکس نظام جوړ شي ځکه چې د صوبو پر سطح جلا جلا ټيکس د سوداګرو لپاره لویې ستونزې پيدا کړې دي.

هغه زیاتوي زياتوي د اضافي فیسونو له امله د افغانستان دننه بيا د خوراکي توکو بیې لوړيږي.

مشال راډيو څو ځلې هڅه وکړه چې پر دې موضوع د خيبر پښتونخوا د اعلاوزیر له اطلاعاتي سلاکار محمد علي سیف یا نورو چارواکو سره خبرې وکړو، خو هغوی زموږ ټېلېفونونو ته ځواب و نه وایه.

دا هم وګورئ:

افتاب شېرپاو: پاکستان دې له افغانستان سره په تجارت او تګ راتګ کې اسانتیاوې راوليسوداګر: د غلام خان لارې تړل کېدو له امله له مالي تاوان سره مخ یوافغان سوداګرو د ټیکس زیاتېدو له وجې پاکستان ته د مېوو او سبزیو صادرات درولي ديد خیبر سوداګر: حکومت دې له افغانستانه پر واردېدونکو مېوو او سبزیانو نوی ټیکس ختم کړيپر تورخم د نویو محدودیتونو له وجې تجارت درېدلی دی

په تېرو کلونو کې د پاکستان حکومت له افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې د مالیو زیاتولو په ګډون یو لړ بدلونونه کړي دي چې سوداګر او ټرانسپورټران یې محدودیتونه بولي.

د ۲۰۲۴ز کال په جولای کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د اسلام اباد له لوري د ټیکسونو زیاتېدو له وجې تر څه مودې پورې پاکستان ته د تازه مېوو او سبزیو صادرات درولي ول.

تر دې مخکې، د خیبر پښتونخوا د سبزیو او مېوو سوداګرو هم ویلي ول چې د پاکستان حکومت ورباندې ټيکسونه دومره زیات کړي چې دوی یې د ورکولو توان نه لري.

د سبزیو او مېوو د سوداګرو اتحادیې مشرانو د جولای پر اتمه په پېښور کې خبري غونډې ته ویلي ول چې اسلام اباد د جولای پر لومړۍ د ۲۰۲۴-۲۵ز مالي کال له پیل راهیسې له افغانستانه پر واردېدونکو مېوو او سبزیو مالیه خورا لوړه کړې ده.

افغانستان له بحر سره پوله نه لري او سوداګر یې له بهرنیو هېوادونو څخه زیاتره مالونه د عرب سمندرګي له لارې کراچۍ ته درامدوي (واردوي) او له هغه ځایه یې په ټرکونو کې افغانستان ته انتقالوي.

پاکستان د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر په درېیمه له افغانستان سره د ټرانزیټ سوداګرۍ په موافقه (اپټا) بدلونونه وکړل او له دې کبله سلګونه کانټینرونه په کراچۍ کې ایسار پاتې شول.

پاکستان هغه مهال د افغان سوداګرو پر واردوونکو مالونو د ۱۰ فیصده تعرفې یا فیس تر څنګ د ځينو توکو پر لېږد بندیز ولګاوه.

اسلام اباد وايي چې داسې شیان د افغانستان په نوم واردېږي چې هلته یې اړتیا نه شته او بیا پاکستان ته قاچاقېږي چې له کبله یې ورته مالي زیان اوړي.

په تورخم کې د ګمرک يا کسټم ادارې يو چارواکي عدنان خان د جولای په پیل کې مشال راډيو ته ويلي ول چې پخوا وفاقي حکومت له افغانستانه د ځينو مالونو پر درامدولو په ټیکس کې رعایت کړی وو چې اوس یې ختم کړی دی. هغه زیاته کړه چې د هغه حکومتي رعایت تر ختمېدو وروسته اوس د قانون له مخې پر سوداګرو ټیکس لوړ شوی دی.

داراز، د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتونو ترمینځ د ترینګلو اړيکو له کبله هم پر تجارت ناوړه اغېز شوی دی.

د تجارت په اړه د پاکستانیو چارواکو او پر کابل د واکمنو طالبانو ترمینځ وار وار ليدنې شوې خو په دې لړ کې ستونزې لا نه دي هوارې شوي.