د پاکستان د پوځ مشر ویلي دي چې د مې پر نهمه د پخواني وزیراعظم او د تحریک انصاف مشر عمران خان د ګرفتارۍ پرضد د مظاهرو پر مهال دولتي او شخصي ودانیو ته په زیان رسولو او ګډوډۍ کې ککړ کسان او د خلکو پاروونکي به د قانون منګولو ته سپاري.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د مې پر ۱۳مه په بیان کې ویلي دي چې جنرال عاصم منیر د مې نهمه "توره ورځ" وبلله او و یې ویل چې د ګډوډیو له پلانوونکو سره به له قانون سره سم چلند کېږي.
په بیان کې راغلي دي چې منیر دا څرګندونې د مې پر ۱۳مه په پېښور کې د قول اردو یا کور په مرکزي دفتر کې کړې دي.
بیان وايي، پوځي چارواکو جنرال منیر ته د امنیتي وضعیت او د ترهګرۍ پرضد د روانو هلو ځلو په اړه معلومات ورکړل.
پوځ په خپله وینا کې زیاته کړه چې پر "پوځي تاسیساتو نورې حملې نه شي زغملای" او د هېواد د سولې او ثبات لپاره هڅو ته دوام ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې د مې پر نهمه د احتساب د ملي ادارې (نیب) په وینا د پاکستان د رېنجرز ځواک ګڼو سرتېرو عمران خان د القادر ټرسټ په نوم د درغلۍ په یوه قضیه کې د تحقیقاتو لپاره ګرفتار کړ.
د نوموړي ګرفتارۍ په هېواد کې پراخې مظاهرې وپارولې چې پکې لږترلږه لس کسان ووژل شول او لسګونه ژوبل شول. د دې ترڅنګ پارېدلو مظاهرچیانو پوځي، حکومتي او شخصي ودانیو ته زیان ورساوه او ګاډي او ودانۍ یې وسوځولې.
قهرجنو مظاهرچیانو په راولپېنډۍ کې د پوځ د مرکزي دفتر او په لاهور کې د کورکمانډر د کور ترڅنګ په یوشمېر ښارونو کې پر پوځي تاسیساتو کاڼي وورول او پوځي یادګارونو ته یې زیان ورساوه.
دا هم وګورئ:
شهباز شریف په ۷۲ ساعتونو کې دننه د "بلوه ګرو" د نیولو امر کړید پاکستان پوځ وایي مشران يې متحد دي او د مارشل لا هېڅ امکان نه شتهپاکستان جمهوري غورځنګ د سپريم کورټ د "رويې" پرضد احتجاجي پرلت اعلان کړیاسلام اباد های کورټ په القادر ټرسټ قضیه کې عمران خان ته ضمانت ورکړیپېښور کې مظاهرچیانو د رېډیو پاکستان وداني سوځولېعمران خان د مې پر ۱۱مه وویل چې د تاوتریخوالي ملاتړ نه کوي. پر هم هغه ورځ سپریم کورټ په القادر ټرسټ قضیه کې د خان د ګرفتارۍ طریقه ناقانونه وبلله او د هغه د خوشې کولو د امر تر څنګ یې ورته سپارښتنه وکړه چې اسلام اباد های کورټ ته حاضر شي.
د مې پر ۱۲مه د اسلام اباد های کورټ دوه کسیزې جرګګۍ خان ته په هغه قضیه کې د دوو اوونیو لپاره ضمانت ورکړ او حکومت ته یې سپارښتنه وکړه چې د مې تر ۱۷مې پورې دې هغه په هېڅ قضیه کې هغه نه ګرفتارېږي.
د وزیراعظمۍ له دندې څخه له ګوښه کېدو راهیسې پر نوموړي د تورو پیسو سپینولو، توشه خانې او د حکومت ضد احتجاجي غونډو پر مهال د ګډودۍ او ترهګرۍ په تورونو یوشمېر قضیې ثبت شوې دي چې پکې په یوشمېر مقدمو کې هغه ضمانتونه ترلاسه کړي دي.
عمران خان پر ځان لګېدلي ټول تورونه ردوي او وايي چې ورباندې جوړې مقدمې سیاسي موخې لري.
نوموړي په همدې حال کې ویلي دي چې د پاکستان سپریم کورټ مشر قاضي دې سرکاري او شخصي ودانیو ته د زیان رسولو او د مظاهرو پر مهال د تاوتریخوالي او ډزو د پېښو پلټنې وکړي.
نوموړي د مې پر ۱۳مه په لاهور کې خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل، "په کوم ملک کې چې انصاف نه وي نو هلته نه ازادي وي، نه جمهوریت او نه هم خوشالي."
خان د عدلیې پر ملاتړ ټینګار وکړ او د هغو قاضیانو مننه یې وکړه چې "په جعلي مقدمو" کې یې ورته ضمانت ورکړ او "زندان ته یې له تګه وژغوره."
خو د پاکستان د کورنیو چارو وفاقي وزیر رانا ثنا الله دعوه وکړه چې د عمران خان تر ګرفتارۍ وروسته په ګډوډیو او تاوتریخوالي کې "روزل شوي" ترهګر ککړ ول.
نوموړي د مې پر ۱۳مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل چې په هغو پېښو کې د ککړو کسانو نوملړونه جوړوي او پرضد یې قانوني اقدام کوي.
پر هم هغه ورځ د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په ۷۲ ساعتونو کې په لاهور کې د کور کمانډر کور ته د اور اچوونکو او د بلوو په نورو پېښو کې د ککړو کسانو د نیولو حکم وکړ.
نوموړي په لاهور کې د خوندي ښار ادارې (سېف سېټي اتارټي) د لیدنې پر مهال وویل، د پاکستان په ۷۵ کلن تاریخ کې کله هم داسې کارونه نه دي شوي لکه په وروستیو کې چې وشول. شریف د قانون پر وزیر غږ وکړ چې ژرترژره خپل کار پیل کړي او په دې لړ کې دې ځنډ نه کوي.