د پاکستان پوځ په افغانستان کې د "تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د پټنځایونو پر موجودګۍ" او د هغې ډلې لپاره د "عملیاتو پر ازادۍ" د "سختې اندېښنې" څرګندونه کړې ده.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) په بیان کې ویلي دي چې د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر د جولای پر ۱۴مه د کوټې چاوڼۍ ته سفر وکړ چې پر مهال یې ورته امنیتي چارواکو د بلوچستان په پښتون مېشته سیمو کې د ژوب د وروستي "ترهګر" برید په اړه معلومات ورکړل.
په بیان کې راغلي چې جنرال منیر د کوټې په سي اېم اېچ روغتون کې په هغه حمله او نښته کې د ژوبلو سرتېرو پوښتنه وکړه.
د جولای پر ۱۲مه شپې مهال په ژوب کې پر چاوڼۍ د وسلوالو په برید او وروسته په نښته کې نهه سرتېري وژل شوي ول.
د پاکستان پوځ هغه مهال ویلي ول چې په نښته کې یې پینځه مشکوک وسلوال وژلي دي.
د پوځ په وینا، په چاوڼۍ کې تر یوشمېر ساعتونو نښته او بیا تصفیوي عملیات روان ول.
د تحریک جهاد پاکستان په نوم یوې کمې پېژندل شوې وسلوالې ډلې د حملې ذمه واري منلې وه.
دا هم وګورئ: پوځ وايي د ژوب پر چاوڼۍ برید کې د وژل شویو سرتېرو شمېر ۹ ته رسېدلی دید جولای پر ۱۴مه د ای اېس پي ار په بیان کې راغلي دي چې د پاکستان پوځ د طالبانو له حکومته تمه لري چې د افغانستان خاوره به د "هېڅ هېواد پرضد د ترهګرۍ لپاره استعمالېدو ته پرې نه ږدي" او د ۲۰۲۰ز کال د دوحې موافقې ژمنې پوره کړي.
بیان وايي چې په پاکستان کې "په ترهګرۍ کې د افغان وګړو ککړتیا" بله "مهمه مسله ده چې باید حل شي."
پوځ وايي، د ژوب چاوڼۍ په څېر حملې "د زغملو نه دي" او پر وړاندې به یې "موثر غبرګون" ښيي.
بیان زیاتوي چې د پاکستان په مختلفو برخو کې د وسلوالو پرضد عملیات د پخوا په څېر دوام لري.
د طالبانو حکومت د پاکستان د پوځ د تازه بیان په اړه لا څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د افغانستان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.
طالبانو په دوحه کې د ۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ په تړون کې ژمنه کړې وه چې د القاعدې په ګډون به هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پرضد وکاروي.