د پاکستان د سوداګرۍ چارو وزارت یو پلاوی د افغانستان په دوه ورځي سفر کې د طالبانو له حکومتي چارواکو سره ګوري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅې د مارچ پر ۲۴مه رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې هغه پلاوی د مارچ پر ۲۵مه او ۲۶مه د طالبانو د حکومت له چارواکو سره د سوداګرۍ پر زیاتولو غږېږي.
وزارت زیاتوي چې د پلاوي مشري د سوداګرۍ چارو د وزارت سېکرټر خرم اغا کوي او ورسره د کاروباري چارو یوه سېکرټره، د ټرانزېټ تجارت چارو عمومي رییس او د کورنیو چارو وزارت یو سېکرټر ملګري دي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د پاکستان او د طالبانو د حکومتي ځواکونو ترمینځ د نښتو او د اسلام اباد له لوري د مال وړونکو ډرېورانو او کاروباریانو لپاره د پاسپورټ او ویزې لرلو د شرط تر لازمي کېدو وروسته د دواړو هېوادونو تجارت کم شوی دی.
په همدې حال کې د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه چمن او د خیبر پښتونخوا د کوز جنوبي وزیرستان په انګور اډه کې د ځايي کاروباریانو او د ډېورنډ کرښې دواړو خواوو ته د مزدورانو لپاره هم د سفري اسنادو لازمي کېدو پرضد احتجاجي پرلت روان دی.
د احتجاجونو ګډونوالو له شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې افغانستان ته تلونکې دواړه لارې تړلې دي چې له وجې یې سوداګري هم درېدلې ده.
دا هم وګورئ:
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خرلاڅو لار پنځه ورځې وروسته خلاصه شوه پاکستان په افغانستان کې له کړو بریدونو دفاع وکړهد خیبر مزدوران وایي د طالبانو حکومت یې پر ویزې لرلو سربېره افغانستان کې کار ته نه پرېږديپه تورخم کې د سفري اسنادو نه لرونکو ډرېورانو پر تګ راتګ بنديز لګول کېږيد انګور اډې پرلتوال وايي شاوخوا ۴ میاشتې وشوې خو حکومت یې غوښتنې نه دي منلېمنظور پښتین: د انګور اډې او چمن له پرلتوالو سره ولاړ یوپه انګور اډه کې ځايي ولس او کاروباريانو د ۲۰۲۳ز کال د نومبر پر ۱۲مه تر هغې وروسته ناسته پیل کړه چې د پاکستان حکومت د هغې میاشتې پر لومړۍ نېټه له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزو لرل لازمي کړل.
د پاکستان او افغانستان ترمینځ پر ډېورنډ کرښه د تګ راتګ او سوداګرۍ یوشمېر لارې دي او د انګور اډې لاره جنوبي وزيرستان له پکتيکا ولایت سره تړي.
د انګور اډې ترڅنګ د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه چمن کې هم د اکتوبر له ۲۱مې راهیسې ګڼو خلکو پرلت وهلی دی او وايي چې حکومت دې ورته د کندهار له سپین بولدک سره د پخوا په څېر په شناختي کارډ، تذکرو یا په کومه بله اجازتنامه (پرمټ) د تګ راتګ اجازه ورکړي.
د پاکستان حکومت وايي چې د پاسپورټ او ویزې له شرطه نه په شا کېږي او دا پرېکړه یې د امنیت ټینګښت او قاچاق د مخنیوي لپاره کړې ده.
له هغو دوو لارو پرته پر تورخم او د کورمې په خرلڅیو کې هم کاروباریان، ټرانسپورټران او مزدوران وخت په وخت د محدودیتونو پرضد مظاهرې کوي. داراز، په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په هغو دواړو ځایونو کې د پاکستان او د طالبانو د حکومتي ځواکونو ترمینځ د تاوتریخوالي او نښتو له وجې هم تګ راتګ او سوداګري اغېزمنه شوې ده.