د پاکستان حکومت له هند سره د کرتارپور دهلېز تړون د پینځو نورو کلونو لپاره تمديد کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د اکتوبر پر ۲۲مه په بیان کې ويلي دي چې د هند او پاکستان ترمينځ د هغې موافقې موخه هغو زایرینو ته اسانتيا ورکول دي چې له هغه هېواده د پاکستان د پنجاب د ناروال ضلعې په کرتارپور سيمه کې د دربار صاحب ګوردوارې (عبادتځي) ته ځي.
د هند او پاکستان ترمينځ د کرتارپور دهلېز پينځه کلن تړون د ۲۰۱۹ز کال د اکتوبر پر ۲۴مه لاسلیک شوی وو چې د عملي کېدو موده يې د روان ۲۰۲۴ز کال د اکتوبر پر ۲۴مه پای ته رسي، خو اسلام اباد وايي دا تړون د پينځو نورو کلونو لپاره غځوي.
د تړون له مخې، د هند زیارت کوونکي له وېزې پرته پاکستان ته سفر کولای شي او د دربار صاحب ګوردوارې زيارت تللی شي.
کرتارپور د راوي سیند پر غاړه د هند پولې ته نېږدې په پاکستان کې پروت کلی دی او هلته د سېکانو یوه ګوردواره ده چې پکې د سېکانو دیني پېشوا بابا ګورو نانک د خپل ژوند وروستي ۱۸ کلونه تېر کړي ول.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
اسلام اباد دا اقدام تر هغې مخکې کړی دی چې د نومبر پر ۱۲مه په کرتارپور کې د سېکانو د دیني لارښود بابا ګورو نانک د زوکړې ۵۵۵مه کلیزه لمانځل کېږي.
ګورو نانک په ۱۴۵۹ز کال کې د پاکستاني پنجاب په ننکانه صاحب سيمه کې زېږېدلی وو او په ۱۵۳۹ز کال کې د ۷۰ کلونو په عمر په کرتارپور کې مړ شو.
د ګورو نانک د کليزې لمانځلو لپاره هر کال په کرتارپور کې په زرګونه سېکان ورغونډېږي او د عبادت، سندرو او خوړو تر څنګ يوشمېر نور مراسم هم تر سره کوي.
پاکستان له هند سره د هغې موافقې د تمدید اعلان په داسې حال کې کړی چې د اکتوبر پر ۲۱مه د بلوچستان په چمن کې د ځايي خلکو او سوداګرو د روان پرلت يو کال پوره شو.
هغه پرلتوال غوښتنه کوي چې حکومت دې پر ډېورنډ کرښه د دواړو خواوو ولسونو ته د پخوا په شان په پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې د تګ راتګ اجازه وري.
د پاکستان حکومت د ۲۰۲۴ز کال د نومبر له لومړۍ نېټې څخه له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط لازمي کړی دی او دا اقدام د ملي امنیت په ګټه بولي.