د پاکستان د بشري حقونو کمېشن په بلوچستان کې د وسلوالو ډلو پر ضد د عملیاتو پیلولو پر اعلان اندېښنه ښوولې او وايي چې په هغه صوبه کې دې د امنیت د خبرو له لارې راشي.
کمېشن د نومبر پر ۲۰مه په بیان کې ویلي دي چې پر پوځي عملياتو د "ملکي چارواکو څارنه نه وي" نو ځکه پکې بشري حقونه تروړل کېږي.
په بیان کې زیاته شوې چې په بلوچستان کې امنيت په داسې مذاکراتو راتللای شي چې ټولې ښکېلې غاړې پکې موجودې وي.
د پاکستان حکومت لا د هغې خپلواکې ادارې د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.
دا تر هغې وروسته ده چې وفاقي حکومت په بلوچستان کې د وسلوالو ډلو خلاف د "جامع او پراخو" عملیاتو پرېکړه وکړه.
دا پرېکړه د نومبر پر ۱۹مه په اسلام اباد کې د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د لوړپوړو ولسي او پوځي چارواکو په غونډه کې وشوه.
په غونډه کې د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر او د څلورو صوبو اعلا وزیرانو په شمول لوړپوړو حکومتي، پوځي او استخباراتي چارواکو ګډون وکړ.
شریف غونډې ته وویل چې د حکومت ټول تمرکز د ترهګرۍ پر ختمولو ده. "زموږ لومړی کار د ترهګرۍ ختمول دی، زموږ دويم کار د ترهګرۍ ختمول دی او زموږ درېيم کار هم د ترهګرۍ ختمول دی. تاسې وګورئ چې نړۍ حيرانه وه چې په پاکستان کې ترهګري څنګه ختمه شوه. نن همهغه نړۍ موږ ته پېغورونه راکوي او په موږ ريشخند وهي."
د غونډې ګډونوالو په بلوچستان کې د بېلتونپالو بلوچستان لېبرېشن ارمي (بي اېل اې)، مجید برېګېډ، بلوچستان لېبرېشن فرنټ (بي اېل اېف) او د بلوچ راجي اجويي سنګر (براس) په ګډون د نورو وسلوالو ډلو پر ضد د پراخو پوځي عملیاتو منظوري ورکړه.
د پاکستان حکومت په اعلامیه کې ویلي دي چې د غونډې اجنډا یې د ترهګرۍ ضد کیمپېن بیا غښتلي کول او ورته تقویت ورکول وو. په غونډه کې د پاکستان د ترهګرۍ ضد ملي ادارې (نېکټا) د بیا بحالولو پرېکړه هم وشوه.
دا هم وګورئ:
بېلابېل ګوندونه وايي حکومت او امنیتي ادارې د بلوچستان د ولس په ساتنه کې ناکامه شوي ديد پاکستان پوځ په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ۱۲ مشکوکو وسلوالو د وژلو ادعا کړې دهپه بلوچستان کې د ناامنۍ له وجې د سکرو وړونکو ټرکونو مالکانو کاربندیز اعلان کړدا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو کلونو کې په بلوچستان کې ناامني خورا زیاته شوې ده او په تېرو ورځو کې وسلوالو ډلو د صوبې په بېلابېلو برخو کې یوشمېر خونړۍ حملې کړې دي.
د نومبر پر ۱۵مه شپې مهال په بلوڅ مېشه سیمه قلات کې وسلوالو د ملېشې ځواک پر پوستې برید وکړ چې پکې لږ تر لږه اووه سرتېري ووژل او ۱۳ ټپي شول.
بېلتونپالې وسلوالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) د حملې ذمه واري منلې وه او د مشال راډیو په ګډون یې رسنیو ته په استولي بیان کې پاکستانیو سرتېرو ته د "پراخ زیان" اړولو دعوه کړې وه چې مشال راډیو یې په خپلواکه توګه نه شي تاییدولای.
تر هغې وړاندې د نومبر پر ۱۴مه د بلوچستان د پښتون مېشتې سیمې زیارت ضلعې په مانګي سيمه کې د ځمکلاندې بم په چاودنه کې دوه پوځيان ووژل او درې ژوبل شول.
داراز، د نومبر پر نهمه د کوټې د اورګاډو په تمځای کې په ځانمرګي برید کې ۲۷ کسان ووژل او له ۶۰ زيات ژوبل شول. چارواکي وايي چې د حملې له ښکار شویو څخه یې زياتره پوځیان ول. د هغې حملې ذمه واري هم بلوڅ بېلتونپالې وسلوالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) منلې وه.
په عین حال کې د پاکستان پوځ هم وخت په وخت په بلوچستان کې په عملیاتو او نښتو کې وسلوالو ته د مرګژوبلې اړولو دعوې کوي.
د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د نومبر پر ۱۳مه په بیان کې وویل چې د نومبر پر ۱۲مه یې شپې مهال په بلوڅ مېشته کېچ ضلع کې د عملياتو پر مهال له وسلوالو سره نښته وشوه چې پکې يې څلور مشکوک وسلوال ووژل.
ای اېس پي ار وايي چې پوځ او قانون پلي کوونکې ادارې د استخباراتي معلوماتو پر اساس هره ورځ اوسطاً ۱۳۰ کاروایۍ کوي.