د پاکستان حکومت د تېلو بيې کمې کړې دي

د پاکستان حکومت اکثر په میاشت کې دوه ځلې د تېلو بیو ته کتنه کوي - پخوانی انځور

د پاکستان حکومت د اګست له ۱۴مې څخه تر راتلونکو دوو اوونیو پورې د پېټرولو او ډیزلو بیې کمې کړې دي.

د مالیې وزارت د اګست پر ۱۳مه پر اېکس پاڼه (پخوانی ټوېټر) په اعلامیه کې ویلي چې د یو لیټر پېټرولو نرخ څه باندې اته روپۍ کموي چې ورسره یې نوې بیه ۲۶۰.۹۶ روپۍ ته ښکته شوې ده.

وزارت زیاتوي چې د ډیزلو بیه هم څه کم اووه روپۍ کموي چې ورسره یې د یو لیټر ډیزلو بیه ۲۶۶.۰۷ روپۍ شوې ده. تردې وړاندې حکومت د اګست پر لومړۍ نېټه هم د پېټرولو او ډيزلو بيې کمې کړې وې.

د پاکستان حکومت زیاتره وخت په میاشت کې دوه ځلې د تېلو بیو ته کتنه کوي او وايي چې په نړیوال بازار کې یې بیو ته په کتو نرخونه بدلوي، خو د دولتي ټېلېويژن ويلي چې دا ځل وزيراعظم شهباز شريف د هغه هېواد د جوړېدو ورځ په خوشالۍ کې ولس ته د سوغات په توګه د تېلو بيې کمې کړې دي. پاکستان د ۱۹۴۷ز کال د اګست په نیمايي کې د برتانیا واکمنۍ ختمېدو او د هند نیمه وچې د وېش په نتیجه کې جوړ شوی وو.

په پاکستان کې په تېرو کلونو کې د حکومتي رعایتونو له ختمېدو له وجې د تېلو، ګیس او برېښنا بیې لوړې شوې دي. هغه هېواد له ۲۰۱۹ کال راهیسې له لوی اقتصادي بحران سره مخامخ دی او پر هم هغه کال یې د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) سره د شپږ اربه ډالرو د پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو.

د پاکستان حکومتونو په تېرو کلونو کې د ای اېم اېف د پور د پروګرامونو شرطونو پوره کولو لپاره یو لړ اقدامات کړي دي چې پکې پر انرژۍ او نورو شیانو د رعایت ختمول، کفایت شعاري، د سرکاري لګښوتو کمول، نوي ټیکسونه لګول او د مالیو غونډولو نظام پراخول شامل دي.