د پاکستان حکومت د اګست تر نیمايي پورې د تېلو بیې کمې کړې دي

په راولپېنډۍ کې خلک په خپلو ګاډو او موټرسایکلو کې تېل اچوي - پخوانی انځور.

د پاکستان حکومت د اګست له لومړۍ څخه د میاشتې تر نیمايي پورې د پېټرولو او ډیزلو بیې کمې کړې دي.

د مالیې وزارت د جولای پر ۳۱مه په اعلامیه کې ویلي دي چې د یو لیټر پېټرولو نرخ څه باندې شپږ روپۍ کموي چې ورسره یې نوې بیه ۲۶۹.۷۷ روپۍ ته ښکته شوې ده.

وزارت ویلي دي چې د ډیزلو بیه هم ۱۰.۶۸ روپۍ کموي چې ورسره یې د یو لیټر ډیزلو بیه ۲۷۲.۷۷ روپۍ شوې ده.

وزارت د خاورو تېلو بیې پر خپل ځای ساتلې دي. دا په داسې حال کې ده چې اسلام اباد د جولای په نیمايي کې د میاشتې تر پایه د پېټرولو او ډیزلو بیې لوړې کړې وې.

د پاکستان حکومت اکثر په میاشت کې دوه ځلې د تېلو بیو ته کتنه کوي او وايي چې په نړیوال بازار کې یې بیو ته په کتو یې نرخ بدلوي.

په پاکستان کې په تېرو کلونو کې د حکومتي رعایتونو له ختمېدو له وجې د تېلو، ګیس او برېښنا بیې لوړې شوې دي. هغه هېواد له ۲۰۱۹ کال راهیسې له لوی اقتصادي بحران سره مخامخ دی او پر هم هغه کال یې د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) سره د شپږ اربه ډالرو د پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو.

د پاکستان حکومتونو په تېرو کلونو کې د ای اېم اېف د پور د پروګرامونو شرطونو پوره کولو لپاره یو لړ اقدامات کړي دي چې پکې پر انرژۍ او نورو شیانو د رعایت ختمول، کفایت شعاري، د سرکاري لګښوتو کمول، نوي ټیکسونه لګول او د مالیو غونډولو نظام پراخول شامل دي.