د پاکستان او ایران ترمینځ د ترینګلتیا تر کمېدو وروسته ټاکل شوې چې د دواړو هېوادونو سفیران د جنورۍ پر ۲۶مه خپلې دندې بیا پیل کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ پر ۲۲مه د اسلام اباد او تهران ګډ بیان خپور کړی چې پکې راغلي دي چې دواړو خواوو د بهرنیو چارو د وزیرانو تر ټېلېفوني خبرو وروسته د سفیرانو د کار پر بیا پیلولو موافقه وکړه.
بیان زیاتوي چې د پاکستان د بهرنیو چارو لنډمهالي وزیر جلیل عباس جیلاني په خبرو کې خپل ایراني سیال حسین امیر عبداللهیان ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړه او ټاکل شوې چې هغه د جنورۍ پر ۲۹مه اسلام اباد ته ورشي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلام اباد او تهران ترمینځ تعلقات د جنورۍ پر ۱۶مه شپې مهال د بلوچستان له پنجګور سره نېږدې په زرغون غره سیمه کې "د وسلوالو پر مرکزونو" د ایران د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د برید له وجې ترینګلي شول.
د پاکستان حکومت هغه برید په کلکه وغنده، دا کار یې د نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو د منشور سرغړونه وبلله او و یې ویل چې د ځواب ورکولو حق لري.
پاکستان د جنورۍ پر ۱۷مه له ایرانه خپل سفیر هېواد ته وروغوښت او د بهرنیو چارو وزارت وویل چې په پاکستان کې د ایران سفیر چې هغه مهال د خپل هېواد په سفر وو، دې اسلام اباد ته نه ستنېږي.
اخوا ایران وویل چې د برید هدف پاکستان نه بلکې جیش العدل ډله وه. هغې ډلې ته منسوب یو ټېلېګرام چینل د جنورۍ پر ۱۷مه په بیان کې وویل چې په برید کې هغه کورونه په نښه شوي دي چې پکې د هغې ډلې د غړو ښځې او بچي اوسېدل.
خو اسلام اباد وویل چې په حمله کې دوه ماشومان ووژل شول او درې نجونه ژوبلې شوې.
تر دې وروسته، اسلام اباد د جنورۍ پر ۱۸مه سهار وختي د ایران په سیستان - بلوچستان ولایت کې د "ترهګرو پر پټنځایونو" د بریدونو خبر ورکړ چې پکې د ایرانیو چارواکو په وينا د څلورو ماشومانو او درو ښځو په ګډون نهه کسان ووژل شول.
د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي خبريالانو ته وویل چې په وژل شویو کې "هېڅ یو ایرانی نه شته."
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅې وویل چې په ايران کې وژل شوي کسان پاکستانيان دي.
پر هم هغه ورځ د پاکستان پوځ په يو بيان کې وویل په برید کې یې بې پیلوټه الوتکې، توغندي او نورې وسلې کارولې دي او پکې یې یې د بېلتونپاله بلوچستان لېبرېشن ارمي او بلوچستان لېبرېشن فرنټ یا جبهې پټنځایونه په نښه کړي دي.
ایران د پاکستان پر خاوره حمله تر هغې شاوخوا یوه میاشت وروسته وکړه چې جیش العدل ډلې د هغه هېواد د سیستان-بلوچستان ولایت په راسک کې پر پولیسو د یوه برید ذمه واري ومنله. په هغه برید کې ۱۱ ایراني پولیس وژل شوي ول.
تهران تر هغې حملې وروسته له پاکستانه د جیش العدل پرضد د اقدام غوښتنه کړې وه. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هغه مهال په بیان کې ویلي ول چې د بهرنیو چارو لنډمهالي وزیر جلیل عباس جیلاني له خپل ایراني سیال حسین امیر عبداللهیان سره په ټېلېفوني خبرو کې هغه برید غندلی وو او ورته یې د همکارۍ ډاډ ورکړی وو.
تهران اکثر شکایت کوي چې له پاکستانه وسلوال وراوړي او هلته حملې کوي خو اسلام اباد وايي، خپله خاوره د هېچا ضد استعمالېدو ته نه پرېږدي او په بلوچستان کې یې د وسلوالو ضد اقداماتو ته دوام ورکړی دی.
دا هم وګورئ:
پولیس وايي کراچۍ کې یې د ایران پلوې زینبیون ملېشې غړی نیولی دیپر ايران د پاکستان په ځوابي بريد کې ۹ کسان وژل شوي ديپاکستان بلوچستان کې د ایران بریدونو غبرګون کې له تهرانه خپل سفیر هېواد ته غوښتی دیشام کې د وژل شویو پاکستانیو وسله والو جنازې ایران کې وشوېد پاکستان وزیراعظم انوار الحق کاکړ د جنورۍ پر ۱۹مه د وفاقي کابینې په غونډه کې وویل چې دا د دواړو هېوادونو په ګټه ده چې اړیکې یې د پاکستان "د فضايي حریم تر سرغړونې" مخکېني حالت ته ستنې شي.
پر هم هغه ورځ اسلام اباد وویل چې لنډمهالي وزیر جلیل عباس جیلاني د جنورۍ پر ۱۹مه له خپل ایراني سیال حسین امیر عبداللهیان سره په خبرو کې وویل چې هېواد یې تیار دی چې له تهران سره د متقابل باور او همکارۍ په روحیه پر ټولو موضوعاتو کار وکړي.
په بیان کې راغلي ول چې جیلاني په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې پر امنیتي مسلو د دواړو هېوادونو ترمینځ د نېږدې همکارۍ اړتیا ده.
په همدې حال کې د سیند د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) د جنورۍ پر ۲۰مه خبر ورکړ چې په ۲۰۱۹ز کال کې یې پر نومیالي دیني عالم مفتي تقي عثماني د برید په تړاو د سید محمد مهدي په نوم د یو کس نیولی دی چې د ایران پلوې زینبیون برېګېډ یا ملېشې غړی دی.
سي ټي ډي وویل چې هغه یې د کراچۍ ښار له سولجر بازاره په عملیاتو کې ونیوه او دعوه یې وکړه چې نوموړي به د ایران د استخباراتي ادارو لپاره په کراچۍ کې ديني عالمان په نښه کول.
د سي ټي ډي د کراچۍ مشر خرم وارث مشال راډیو ته وویل چې مهدي په ایران کې روزل شوی وو.
تهران او زینبیون ملېشې د مهدي د نیولو په اړه څه نه ول ویلي.
د ۲۰۱۹ز په مارچ کې د نومیاتي مذهبي عالم مفتي تقي عثماني د ګاډو پر کاروان په وسلوال برید کې د هغه دوه ساتونکي وژل شوي ول او دوه ولسي وګړي ژوبل شوي ول، خو نوموړی له هغه بریده روغ وتلی وو. د هغې حملې ذمه واري چا نه وه منلې.
په کراچۍ کې خبریال ضیا الرحمان وايي چې زینبیون برېګېډ د شیعه ګانو ډله ده چې په پاکستان کې یې لسګونه شیعه ګان غړي دي.
دی وايي، پر هغې ډلې تور پورې کېږي چې ایران جوړه کړې او هم هغه هېواد یې تمویلوي.
ضیا الرحمان زیاتوي چې د زینبیون ډلې وسلوال په سوریه (شام) کې هم جنګېدلي دي.
تهران رسماً د زینبیون او فاطمیون، چې زیاتره غړي یې په ایران کې مېشت شیعه افغان کډوال دي، په نوم د ډلو د جوړولو او تمویل دعوې نه دي تایید کړې خو د هغه هېواد رسنیو د هغو ډلو وسلوال "د شام د اهل تشیع سپېڅلو ځایونو مدافعان" بلل.
البته ایران په پاکستان یا په نورو هېوادونو کې په ترهګرۍ کې د ککړتیا تور په سختۍ ردوي.