د پاکستان قامي اسمبلۍ، سېنېټ او پوځ په غونډو کې د "ترهګرۍ پر مخنیوي" بحث شوی دی

د پاکستان قامي اسمبلۍ او سېنېټ د پېښور برید غندنه وکړه - پخوانی انځور.

د پاکستان د قامي اسمبلۍ، سېنېټ او د پوځ د کورکمانډراڼو په جلا جلا غونډو کې د پېښور په پولیس لاینز کې پر جومات د ځانمرګي برید غندنه او په سم ډول د ترهګرۍ پرضد د قامي تګلارې (نیشنل اېکشن پلان) د عملي کېدو غوښتنه شوې ده.

د جنورۍ پر ۳۰مه د پېښور پر پولیس لاینز جومات په ځانمرګي برید کې ۹۵ کسان ووژل او ۲۲۱ ژوبل شول. د هغې حملې ذمه واري چا نه ده منلې او تحریک طالبان پاکستان ورڅخه لاتعلقي اعلان کړې ده.

د ۲۰۱۴ز کال د ډېسېمبر په نیمايي کې د پېښور پر ارمي پبلک سکول تر وسلوال برید وروسته د ۲۰۱۵ز په پیل کې د ترهګرۍ پرضد قامي تګلاره اعلان کړې وه چې پکې د وسلوالو ډلو پرضد د پراخو عملیاتو، د سختدریځه افکارو د خپرېدو پرضد د اقداماتو او د پوځي عدالتونو جوړولو په څېر نکتې شاملې وې.

د پاکستان قامي اسمبلۍ د جنورۍ پر ۳۱مه پر ټوېټر په بیان کې لیکلي چې د دفاع وزیر خواجه اصف د اسمبلۍ غونډې ته وویل چې "په هند او اسراییلو کې پر جوماتونو" حملې نه کېږي خو پاکستان چې یو "اسلامي هېواد دی" پکې د "لمانځه پر مهال" بریدونه کېږي.

ده زیاته کړه چې په ۲۰۰۱ز کال کې په افغانستان کې د ترهګرۍ پرضد په نړیواله جګړه کې تر ورګډېدو وروسته پاکستان د وسلوالو بریدونو او پر وړاندې یې د عملیاتو پر مهال د ۱۲۶ اربه امریکايي ډالرو زیانونه ګاللي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وفاقي وزير رانا ثنا الله په ۱۹۸۰ز لسیزه کې په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو پرضد د امریکا په ملاتړ د مجاهدینو د روزلو او ورته د پټنځایونو او وسلو ورکول یوه تېروتنه بللې ده.

نوموړي د قامي اسمبلۍ غونډي ته په وينا کې وويل چې په تېرو وختونو کې "ټولو ګڼې تېروتنې" کړې دي چې له وجې یې په پاکستان کې وسلوالې ډلې پیدا شوې چې اوس د هېواد امنیت ګواښي. "له دې خلکو څخه موږ خپله 'مجاهدین' جوړ کړل چې وروسته هغوی ترهګر شول. موږ تېروتنې کړې دي او خرابیانې شته. خو دا هم واقعیت دی چې زموږ امنیتي ادارې او سرتېري هره ورځ د ترهګرو ضد کاروايي کوي."

رانا ثنا الله زياته کړه چې د پاکستان "ټول ولس د ترهګرۍ خلاف د خپلو ځواکونو ملاتړ" کوي.

د جنورۍ پر ۳۱مه د پاکستان د سېنېټ غونډې ته د واکمن اېتلاف پیپلز ګوند سیاستوال رضا رباني وویل چې د فبرورۍ پر اتمه به د پارلېمان د دواړو خونو یعنې قامي اسمبلۍ او سېنېټ په ګډه غونډه کې پر ترهګرۍ ضد تګلارې بحث وشي.

دا هم وګورئ:

تامس وېسټ له پاکستانیو چارواکو سره پر ترهګرۍ او د افغانستان پر وضعیت غږېدلی دیشمالي وزیرستان کې ۱ پولیس او ۱ وسلوال وژل شوی دید پېښور پولیس لاینز برید ذمه واري ولې څوک نه قبلوي؟د پېښور پولیس لاین جومات بريد کې د وژلو شويو شمېر ۹۵ ته رسېدلی

غونډې ته بل سېنېټر سیف الله ابړو وویل چې په کار ده چې پر امنیتي مسلو سیاست و نه شي او په راتلونکې کې د پېښور د پولیس لاینز پر جومات د برید په څېر پېښې تکرار نه شي.

غونډې ته د قانوني چارو ریاستي یا د مملکت وزیر شهادت اعوان وویل چې حکومت د ترهګرۍ ختمولو او په هېواد کې د امنیت کلک هوډ لري.

په همدې حال کې د پوځ د کورکمانډارنو په غونډه کې هم پر امنیتي وضعیت بحث شوی دی.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د جنورۍ پر ۳۱مه په بیان کې ویلي دي چې د پوځ د مشر جنرال سید عاصم منیر په مشرۍ په غونډه کې د پېښور پر ځانمرګي برید خبرې وشوې او پوځ ژمنه وکړه چې پکې به "ککړو کسانو ته عبرتناکه سزا" ورکوي.