د پېښور پر ښوونځي د طالبانو برید، ۱۲۶ کسان وژل شوي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
ناڅرګندو وسله والو نن غرمه په پېښور کې ارمي پبلک سکول باندې برید کړی چې د راډیو پاکستان په وینا په دې پېښه کې ۱۲۶ کسان وژل شوي او ۱۲۲ نور ژوبل شوي دي. د خېبر پښتونخوا د وزیر اعلی ویاند غلام حسین غازي هم وايي چې په دې پېښه کې ۱۲۶ کسان وژل شوي دي.
چارواکي وايي د مرګ ژوبلې د زیاتیدو امکانات شته ځکه چې سکول کې لا هم سلګونه زده کوونکي او ددوی یو شمیر استاذان د وسله والو په ولکه کې دي.
حکومتي چارواکي وايي په ځوابي برید کې درې وسله وال هم وژل شوي دي. د خیبر پښتونخوا حکومت په دې پېښه د درېوو ورځو د ماتم اعلان کړی دی. دپاکستان وزیر اعظم نواز شریف له پېښې وروسته په بیړني ډول دخیبر پښتونخوا مرکز پېښور ته رسیدلی دی. نوموړي خبریالانو ته وویل :
(( د افغانستان سره هم زموږ خبرې شوې چې د ترهګرۍ پرضد باید څنګه په شریکه ګامونه پورته کړو. د ترهګرو پرضد مبارزه به روانه وي، دا ډول پېښې موږ له خپله هوډه نشي غورځولی. ))
د وزیر اعظم ترڅنګ د پاکستان صدر ممنون حسین هم په دې پېښه خپګان ښکاره کړی دی.
د تحريک طالبان پاکستان وياند محمد خراساني مشال راډيو ته په ټليفونې خبرو کې ومنله چې برید د دوی ملګرو کړی دی.