په پاکستان کې د ګوزڼ ۷ ورځنی واکسیني کیمپېن روان دی

په کراچۍ کې یوه روغتیايي کارکوونکې یو ماشوم ته د پولیو واکسیني څاڅکي ورکوي - د اکتوبر ۲۸مې انځور.

د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام د اکتوبر له ۲۸مې څخه په ټول هېواد کې د ګوزڼ پراخ واکسیني کیمپېن پیل کړی دی چې موخه یې تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي مېلیونونه ماشومانو ته څاڅکي ورکول دي.

په همدې حال کې د طالبانو حکومت هم د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د ګوزڼ واکسیني کیمپېن پیل کړی دی.

د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام د اکتوبر پر ۲۷مه په بیان کې ویلي دي چې کیمپېن به د نومبر تر درېیمې پورې روان وي چې پکې ۴۵ مېلیونونو ماشومانو ته د څاڅکو ورکولو تر څنګ وېټامېن اې هم ورکوي چې موخه یې د ماشومانو د وجود مدافعتي نظام پیاوړی کول دي.

دا کیمپېن پر داسې مهال کېږي چې په پاکستان کې سږ کال د ګوزڼ پېښې د ۲۰۲۳ز کال پرتله په بېساري ډول زیاتې شوې دي. په هغه هېواد کې د اکتوبر تر ۲۸مې پورې د پولیو ۴۱ پېښې ثبت شوې وې.

د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې روان کال په بلوچستان کې د پولیو ۲۱، په سیند کې ۱۲، په خیبر پښتونخوا کې شپږ او په پنجاب او اسلام اباد کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.

په هغه هېواد کې تېر کال د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول.

د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې وزیراعظم شهباز شریف د اکتوبر پر ۲۴مه د پولیو نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل دفتر کې "مهم کیمپېن پرانیست" او د واکسینو پر "سخته اړتیا یې ټینګار وکړ."

شریف په هغه غونډه کې وویل چې په پاکستان کې د ګوزڼ ناروغۍ "بیا سر پورته کړی" دی چې دا د دې یادګېرنه کوي چې د "هغه ګواښ" ختمول د ټولو "شریک مسوولیت" دی او ټول باید په "یووالي او هوډ" هڅې وکړي چې هېواد له "ګوزڼه پاک" کړي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

ګوزڼ وهلې ماشومه وايي ارمان یې دی چې پښو درېدای شوای

د پولیو مخنیوي پروګرام زیاتوي چې دا د ټول هېواد پر کچ درېیم پراخ واکسیني کیمپېن دی.

په عین وخت کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل د اکتوبر پر ۲۷مه رسنیو ته په استولي ویډیويي پیغام کې ویلي دي چې د هغه هېواد په ۱۶ ولایتونو کې یې د پولیو درې ورځنی واکسیني کیمپېن پیل کړی دی چې پکې به ۶.۲ مېلیونه ماشومانو ته څاڅکي ورکول کېږي.

نوموړي له خلکو غوښتنه وکړه چې تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي ټول ماشومان واکسین کړي. "له قومي مخورو، علمای کرامو او په سیمه کې له بانفوذو اشخاصو مو هیله ده، چې په سیمه کې د واکسین له ټیمونو سره مرستندوی وي چې د پولیو واکسین په سمه توګه تطبیق شي."

په پاکستان کې کیمپېن په داسې حال کې کېږي چې په خیبر پښتونخوا کې د پولیو ختمولو پروګرام چارواکي او پوهان وايي چې په هغه صوبه کې لا هم داسې کورنۍ شته چې خپلو ماشومانو ته د ناروغۍ ضد څاڅکي نه ورکوي.

خو د پولیو مخنیوي پروګرام اېډېشنل سېکرټر ډاکتر عبدالباسط د اکتوبر پر ۲۴مه د پولیو نړیوالې ورځې په مناسبت په پېښور کې تر غونډې وروسته مشال راډیو ته دا هم وویل چې زیاتره خلک د ګوزڼ واکسیني څاڅکو پر ارزښت پوه شوي دي.

ده وویل، د پولیو مخنیوي پروګرام موندنې ښيي چې زیاتره ګوزڼ وهلي هغه کسان ول چې د بېلابېلو لاملونو پر اساس له واکسینه بې برخې پاتې شوي ول.

باسط د خیبر پښتونخوا مثال ورکړ او و یې ویل چې په هغه صوبه کې د اکتوبر تر ۲۴مې پورې د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې پکې "دوه له کواټه، یو د ټانک ، یو د ډېره اسماعیل خان، یو د لکي مروت او یو له مومندو څخه ده. زموږ د معلوماتو له مخې، په هغو شپږو کې پینځو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي نه ول ورکړل شوي."

دا هم وګورئ:

په پاکستان کې د پولیو ناروغانو شمېر ۴۱ ته ورسېدد پولیو مخنیوي پروګرام: د خیبر پښتونخوا زیاتره ګوزڼ وهلي ماشومان نه ول واکسین شوي

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی. په افغانستان کې سږ کال تر اوسه ۲۲ ماشومان ګوزڼ وهلي دي. په ۲۰۲۳ز کال کې په هغه هېواد کې شپږ ماشومان د ګوزڼ ښکار شوي ول چې ټول یې د ننګرهار ولایت ول.

په پاکستان کې د روغتیا ملي ادارې (نیشنل هېلت انسټيټیوټ یا اېن ای اېچ) په وروستیو میاشتو کې د پاکستان د لسګونو ضلعو په ناپاکه اوبو کې پولیو وایرس موندلی دی.

روغتیاپالان وايي، که په یو کس کې د پولیو وایرس موجود وي نو په فضله کې یې له وجوده خارجېږي او د ناپاکه اوبو په ویالو یا ځمکلاندې زېرمو کې شاملېږي.

د دوی په خبره، که په ناپاکه اوبو کې وایرس موندل کېږي نو هلته بیا د واکسیني کیمپېن له لارې هدف ترلاسه کېدل ګران وي او دا د ماشومانو د بدنونو د کمزوري مدافعتي نظام ښکارندويي هم کوي.

د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام او روغتیاپالان وايي چې پوليو يوه وايرسي ناروغي ده چې درملنه نه ‌لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان ورڅخه وژغوري نو ځکه دا اړینه ده چې میندې او پلرونه د هر کیمپېن پر مهال تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي ټول ماشومان واکسین کړي.

په پاکستان کې چارواکو او روغتیاپوهانو په تېرو وختونو کې مشال راډیو ته ویلي دي چې په افغانستان او پاکستان کې له لسیزو راهیسې د ګوزڼ واکسینو پرضد داسې ناسم معلومات خپاره شوي چې له کبله یې په یوشمېر سیمو کې ګڼې میندې او پلرونه خپلو بچیو ته څاڅکي نه ورکوي.

دوی وايي، له واکسینه انکار د وایرس د نه ختمېدو له لویو لاملونو یو دی.

له دې پرته په تېرو دوو لسیزو کې د سختدریځه نظریاتو او افکارو کیمپېنونو له کبله هم له واکسینه د انکار کوونکو میندو او پلرونو شمېر لوړ شو.