پاکستان له روسیې څخه غوښتنه کړې ده چې د دواړو هېوادونو ترمینځ دې جنس په بدل کې په جنس سوداګري پيل شي.
د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د جولای پر درېيمه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتين سره په استانه کې د ملاقات پر وخت وويل چې د دواړو هېوادونو ترمینځ اړیکې به د سیمه ييزو حالاتو او سیاستونو له وجې اغېزمنې نه شي.
دا په داسې حال کې ده چې روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراين یرغل وکړ چې له وجې ورباندې اروپايي ټولنې او امريکا یولړ بندیزونه لګولي دي.
شریف له پوتین سره د لیدو پر مهال زیاته کړه چې د سوداګرۍ زیاتولو لپاره دې بانکي او مالي خنډونه ليرې او د ۱۹۶۰ز لسیزې په څېر دې د جنس په بدل کې په جنس تجارت بیا شروع شي.
%27%27روس اور پاکستان کے تعلقات مضبوط بنیادوں پر استوار ہیں اور کوئی جغرافیائی سیاسی تبدیلی ان تعلقات پر اثر انداز نہیں ہو سکتی اور نہ ہی دوسرے ممالک کے ساتھ تعلقات ہمارے تعلقات پر اثر انداز ہو سکتے ہیں، روس کے ساتھ بارٹر سسٹم کے تحت تجارت کو فروغ دینے کے خواہاں ہیں%27%27~وزیراعظم… pic.twitter.com/rLXJhQ62wR
— Government of Pakistan (@GovtofPakistan) July 3, 2024
روسیې د شهباز شریف د غوښتنې په اړه څه نه دي ويلي، خو د ولسمشر پوتين دفتر د جولای پر درېيمه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې پاکستان ته یې د لېږدونکي تېلو، غلې او ګیس د زیاتولو ډاډ ورکړ.
په خبرپاڼه کې راغلي چې مسکو اسلام اباد ته د انرژۍ د ورکړې په برخه کې سوداګري زیاتولای شي.
د يادونې ده چې پاکستان له روسیې څخه ګیس او خام تېل اخلي. د دې تړون له مخې، په تېره جون مياشت کې ۹۵،۰۰۰ میټرک ټنه خام تېل کراچۍ ته رسېدلي وو. په هم هغه میاشت کې د تورخم پر لار له روسیې پاکستان ته د مایع ګیسو ۱۵ ټانکرونه ورسېدل.
پاکستان له تېرې شاوخوا یوې لسیزې راهیسې له اقتصادي ستونزو او د انرژۍ له بحران سره مخامخ دی. په تېرو شاوخوا درو کلونو کې په هغه هېواد کې د تېلو نرخ زیات شوی چې ورسره ګراني هم خورا زیاته شوې ده.
دا هم وګورئ:
د پاکستان نګران وزيراعظم د روسیې ولسمشر سره پر امنيتي او اقتصادي مسايلو غږېدلیپاکستان ته د روسیې خام تېل ورسېدلله روسیې تېل اخیستل د پاکستان پر سیاست او اقتصاد اغېز کولای شي؟د پاکستان او روسیې ترمینځ د سړې جګړې پر مهال تعلقات ښه نه ول. هغه مهال اسلام اباد د امریکا ملګری وو او په ۱۹۸۰ز لسیزه کې چې د روسیې په مشرۍ پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل کړی وو نو واشنګټن او اسلام اباد د شوروي ځواکونو پر ضد د افغان وسلوالو ډلو مرسته کوله.
خو په وروستیو کلونو کې د اسلام اباد او مسکو ترمینځ اړیکې ښې شوي او دواړو هېوادونو د سوداګرۍ، انرژۍ او پوځي همکاریو ژمنې کړي دي.
وزيراعظم شريف د جولای پر درېيمه د شانګهای همکاريو سازمان په دوه ورځنۍ غونډه کې د ګډون لپاره د قزاقستان پلازمېنې استانه ته تللی دی.
د وزيراعظم د دفتر د يوې خبرپاڼې له مخې، نوموړي د هغې غونډې په څنډه کې د ترکیې، اذربایجان، چين او د مرکزي اسیا هېوادونو له مشرانو سره پر امنيتي او اقتصادي مسایلو خبرې کړې دي.