د حزب الله د مشر وژنه: پاکستان کې د مظاهرو پر مهال اخ و ډب کې یوشمېر کسان ژوبل شوي دي

د مجلس وحدت مسلمین پلویان په اسلام اباد کې د حسن نصر الله د وژنې ضد لاریون کوي - د سېپټېمبر ۲۹مې انځور.

د پاکستان په یوشمېر ښارونو کې د حزب الله ډلې د مشر وژنې پرضد مظاهرې او د اخ و ډب پېښې شوې دي چې پکې د پولیسو او خبریالانو په ګډون یوشمېر کسان ژوبل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې اسراییلو د سېپټېمبر پر ۲۷مه په جنوبي بیروت کې د حزب الله، چې امریکا یې ترهګره ډله بولي، مشر حسن نصرالله په یوه برید کې وواژه.

حزب الله یو ګوند او وسلواله ډله ده چې د لبنان په پارلېمان کې هم استازي لري. اروپايي ټولنې یوازې د حزب الله پر نظامي څانګې بندیز لګولی دی.

په همدې حال کې پاکستان په منځني ختیځ کې د اسراییلو د "زیاتېدونکې مهم جویۍ سخته غندنه" کړې ده.

د سېپټېمبر پر ۲۹مه په کراچۍ کې مجلس وحدت مسلمین او د شیعه ګانو یوشمېر ډلو له نمایش څلورلارې څخه تر اېم ډي خان سړک پورې احتجاجي لاریون وکړ.

مظاهرچیانو هڅه کوله چې د امریکا قونسلګرۍ مخې ته احتجاج وکړي خو پولیسو او د رېنجرز ځواک سرتېرو یې مخه ونیوله.

پولیس چارواکي وايي چې مظاهرچیانو هلته پر پولیسو ډبرې وویشتې چې په غبرګون کې یې سرتېرو اوښکې بهوونکی ګیس وکاراوه.

چارواکي وايي چې په سیمه کې د ټوپکو او تفنګچو ډزې هم شوې دي او د اخ و ډب په پېښو کې یوشمېر خبریالان هم ژوبل شوي دي چې په کاڼو لګېدلي دي.

د جماعت اسلامي غړي او پلویان په کوټه کې د حسن نصر الله د غایبانه جنازه کوي - د سېپټېمبر ۲۹مې انځور.

پولیس وايي چې په اخ و ډب کې ۱۷ سرتېري ژوبل شوي دي او مظاهرچیانو یې څلورو ګاډو ته هم زیان اړولی دی.

د مجلس وحدت مسلمین علامه ناصر عباس مشال راډیو ته وویل چې پولیسو تر ۲۰ پورې مظاهرچیان نیولي او په اخ و ډب کې شاوخوا ۱۰ تنه ژوبل شوي دي.

د مجلس وحدت مسلمین سیاستوالانو او ګڼو پلویانو د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې هم احتجاجي لاریون کړی دی. مظاهرچیانو په لاسونو کې بینرې او د حسن نصر الله انځورونه نیولي ول او د هغه د وژنې ضد یې نعرې وهلې.

اخوا د جماعت اسلامي سیاستوالانو او پلویانو د بلوچستان په مرکز کوټه کې د حزب الله د مشر حسن نصر الله غایبانه جنازه وکړه.

په همدې حال کې پاکستان په لبنان کې د اسراییلو حملې غندلې دي ویلي یې دي چې "پر ولسي وګړو" د اسراییلو "قهرجنې حملې او د نړیوال قانون پرواه نه کول تر خطرناک حده رسېدلي" دي.

د بهرنیو چارو وزارت د سېپټېمبر پر ۲۹مه په بیان کې ویلي دي چې "اسراییلیو ځواکونو په تېرو څو ورځو کې د لبنان د حاکمیت د نه منلو وړ سرغړونه" کړې ده او د "ولسي ابادیو پر مرکزونو یې ناتاره" حملې کړې دي چې دا د هغه هېواد "امنیت او ثبات کمزوری" کوي.

بیان وايي چې د سېپټېمبر پر ۲۸مه په لبنان کې د حزب الله د مشر حسن نصر الله وژنه په "وار له مخه ناکراره سیمه کې کړکېچ لا پسې زیات" کړی دی.

د بهرنیو چارو د وزارت په بیان کې زیاته کړې ده چې پاکستان د "ملګرو ملتونو له امنیت شورا غواړي چې اسراییل په سیمه کې له مهم جویۍ او د نړیوال قانون له سرغړونو منع کړي او په منځني ختیځ کې سوله بحاله" کړي.

اخوا د اسراییلو وزیراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي دي چې د ایران پلوې حزب الله د مشر حسن نصر الله وژنه "په راتلونکو کلونو کې په سیمه کې د ځواک د توازن بدلولو" لپاره اړین اقدام وو.

نتنیاهو د نصر الله تر وژنې وروسته په خپل لومړي بیان کې پر نوموړي تور پورې کړی دی چې د نورو هېوادونو د سلګونو وګړو ترڅنګ یې ګڼ اسراییلیان وژلي دي او د ایران "خطرناکه نفوذ" یې پراخاوه او د هغه هېواد "تګلارې یې پرمخ" لېږدولې.

په همدې حال کې ایرانیو چارواکو ویلي دي چې د هېواد ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي یې له سختو امنیتي تدابیرو سره خوندي ځای ته انتقال کړی دی.

هلته په ملګرو ملتونو کې د ایران ماموریت د سېپټېمبر پر ۲۸مه په یو لیک کې د ۱۵ کسیزې امنیت شورا د بیړنۍ غونډې دایرولو غوښتنه کړې ده.

په لبنان کې وضعیت پر داسې وخت لا خراب شوی دی چې په غزې کې د اسراییلو د جګړې شاوخوا یو کال په پوره کېدو دی.