د پاکستان بهرنيو چارو وزارت وايي، د افغان طالبانو د حکومت چارواکو سره یې په دوه اړخیزو مسایلو خبرې کړي دي.
د پاکستان د بهرنيو چارو نګران وزير جلیل عباس جیلاني د جنورۍ پر درېيمه پر اېکس ليکلي چې له افغانستانه ورغلي د کندهار سرپرست والي ملا شیرين اخوند ته يې وويل چې د دوه اړخیزو اړیکو او تجارتي تعلقاتو لپاره ضروري ده چې پر ټولو مسایلو خبرې وشي.
د پاکستان بهرنيو چارو وزارت په دې اړه په خبرپاڼه کې ویلي چې دواړه غاړې پر دې رضا شوې چې د اړیکو د لا بهترولو لپاره به د لوړپوړو چارواکو پر کچه خبرو ته دوام ورکوي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت لا تر اوسه په دې ملاقات کې د شويو خبرو په اړه څه نه دي ويلي.
خو د طالبانو د حکومت وياند ذبیح الله مجاهد د جنورۍ پر درېيمه پر اېکس ليکلي ول چې په اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان د همغږۍ ګډې کمېټۍ شپږمه غونډه شوې ده.
نوموړي ویلي چې د طالبانو د پلاوي مشري د دفاع وزارت د ستراتیژیکو استخباراتو مرستيال او د کندهار سرپرست والي ملا محمد شیرین اخوند کوي.
دا هم وګورئ: په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت پلاوی له پاکستانیو چارواکو سره خبرې کويد مجاهد په خبره، په هغه ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمينځ د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د احتمالي شخړو د هواري او دواړو خواوو ته د پرتو ولسونو لپاره د اسانتياوو د پیدا کېدو په تړاو بحثونه کېږي.
ملا شیرین اخوند د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده ته نېږدی کس ګڼل کېږي. له هغه سره په پلاوي کې د طالبانو د حکومت د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو ترڅنګ د استخباراتو چارواکي هم شامل دي.
دا سفر په داسې حال کې شوی چې د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتونو اړيکې له څه مودې راهیسې سړې دي.
پاکستان د طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ملاتړ تورنوي او وایي هغه ډله په افغانستان کې پټنځایونه لري.
خو د طالبانو حکومت تور پورې کوي چې د داعش په ليکو کې ورغلي پاکستاني وسلوال په افغانستان کې په بريدونو کې لاس لري. د طالبانو حکومت دا ادعا هم کوي چې په سلګونو پاکستاني وسلوال یې نيولي او تر ۲۰ زیات یې وژلي دي.
طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې په زور حکومت نیولی. په لومړي سر کې یې له پاکستان سره اړيکې خوږې وې خو وروسته یې چارواکو د يو بل پر ضد بیانونه ورکړل.
د دواړو خواوو تر مینځ د ترينګلتيا له امله د هغو هېوادونو د خلکو تګ راتګ او تجارت هم اغېزمن شوی دی او د تورخم دروازه د تېر کال په اوږدو کې څو ځلې تړل شوې او بیا پرانیستل شوې ده.