پاکستان کې له پټلۍ د اورګاډي اوښتو پېښه کې د وژل شویو شمېر ۳۰ ته رسېدلی

د پاکستان ملکي او امنیتي ادارو کارکوونکي د اګست پر شپږمه د پېښې ځای کې د ژغورنې عملیاتو پر مهال.

چارواکي وايي، د سیند له نواب شاه ضلعې سره نېږدې له پټلۍ څخه د مساپر وړونکي اورګاډي د ښویېدو په پېښه کې د وژل شویو شمېر ۳۰ ته رسېدلی او ۷۰ تنه ژوبل دي.

د سیند د سکر ډېوېژن د اورګاډو ادارې یو لوړپوړي چارواکي محمود الرحمان لاکو مشال راډیو ته وویل چې د اګست پر شپږمه د هزاره اېکسپرېس په نوم د اورګاډي ۱۰ ډبې یا بوګۍ له پټلۍ واوښتې.

ده وویل چې په ژوبلو کې د ۱۵ روغتیايي حالت خراب دی.

لاکو زیاتوي چې اورګاډی له کراچۍ څخه د خیبر پښتونخوا د اېبټ اباد حوېلیا سیمې ته پر لاره وو چې د پېښې ښکار شو.

تر اوسه معلومه نه ده چې اورګاډی ولې له پټلۍ واوښت خو چارواکي زیاتوي چې پلټنې روانې دي.

د فرانسې خبري اژانس وايي د ژغورنې او مرستو په چارو کې د ملکي ادارو کارکوونکو او پوځي سرتېرو برخه اخیستې ده.

دا هم وګورئ:

سيند کې په اورګاډي کې د اور لګېدو له امله ۷ کسان مړه شوي ديپاکستان: په اورګاډي کې په چاودنه کې ۱ ښځه وژل شوې، ۳ کسان ژوبلسیند: د دوو اورګاډو ټکر کې لږ تر لږه ۶۲ تنه مړه، لسګونه ژوبلپه سیند کې د اورګاډي له پټلۍ لوېدو یو تن وژلی او ۴۰ ټپي کړي‌

په پاکستان کې تر دې مخکې هم د اورګاډو بېلابېلې پېښې شوې دي چې پکې ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د روان کال د اپرېل پر ۲۷مه په سيند په کراچۍ اېکسپرېس نومي اورګاډي کې د اور لګېدو په پېښه کې د یوې ښځې او څلورو ماشومانو په ګډون اووه تنه ووژل شول.

تر دې مخکې په فبرورۍ کې له کوټې څخه پېښور ته په تلونکي اورګاډي کې په چاودنه کې یوه ښځه وژل شوې وه او درې ژوبل شوي ول.

د ۲۰۲۱ز کال په جون کې په سیند کې د دوو اورګاډو په ټکر کې ۶۲ تنه وژل شوي او تر ۱۲۰ زیات ژوبل شوي ول.