د پاکستان په دولتي پوهنتونونو کې زرګونه ښوونکي له "ترفېع" محرومه دي

د پېښور پوهنتون د مرکزي دروازې یو پخوانی انځور.

د پاکستان د بېلا بېلو پوهنتونونو ګڼ ښوونکي وايي چې پر شرايطو او معيارونو برابرېدو سربېره يې له کلونو راهيسې ترفېع (ترقي) نه ده شوې او په کاري ساحه کې د پرمختګ له عمل څخه محرومه دي.

د پاکستان د دولتي پوهنتونونو د ښوونکو د سازمان عمومي منشي ډاکټر جواد خان د نومبر پر ۱۹مه مشال راډيو ته وويل چې د پاکستان په پوهنتونونو کې شاوخوا ۲۱،۰۰۰ دوکتورا یا پي اېچ ډي لرونکي لېکچرران له ترفېع بې برخې دي.

نوموړې زياته کړه چې هغوی په بیا بیا د خپلو غوښتنو پوره لپاره احتجاجونو کړي، د پاکستان د لوړو زدکړو کمېشن (اېچ اي سي) مشرانو او وفاقي او صوبايي حکومتونو ته يې د ستونزې د هواري لپاره ليکونه لېږدولي خو د نوموړي په وينا، هغوی ورسره تل ژمنې کړې دي خو عملي اقدام يې لا هم نه دی کړی.

بلخوا د پاکستان د پوهنتونونو د ښوونيزې عملې د اتحاديې مشر محمد عزير وايي د هېواد په ګڼو پوهنتونونو کې د لېکچرر د ترفېع لپاره ښکاره او معیاري تګلاره نه شته، او که وي هم نو د هغه په وينا، د بېلا بېلو لاملونه پر اساس د ځنډ ښکار ده. "دلته داسېلېکچرران شته چې له ۱۰ څخه تر ۲۵ کلونو پورې یې يوازې د لېکچرر پر څوکۍ تېر کړي دي. دوی پي اېچ ډي سندونه او تحقيقي مقالې هم لري او په ټول معيار هم پوره دي، خو بيا هم د اسېسټنټ او اسوشييېټ پروفېسر علمي رتبې نه دي ورکړل شوي."

دا هم وګورئ: د بلوچستان حکومت او د پوهنتون استادانو ترمنځ د تنخاګانو په مسله خبرې ناکامه شوې

د پېښور پوهنتون د سياسياتو د څانګې استاد ډاکټر دروېش اپرېدی بيا وايي چې په خيبر پښتونخوا کې په ګڼو پوهنتونونو کې له اوږدې مودې راهيسې د اسېسټنټ پروفېسر او اسوشييېټ پروفېسر څوکۍ خالي دي خو د هغه په وينا، حکومت تر اوسه د هغو څوکيو د ډکولو لپاره اعلان هم نه دی خپور کړی.

نوموړی زياتوي چې د پاکستان په نورو صوبو کې بيا هملېکچررانو ته څه وخت وروسته ترفېع ورکول کېږي خو د خيبر پښتونخوا په پوهنتونونو کې دلېکچررانو ترفېع "بالکل درېدلې" ده.

د خيبر پښتونخوا د لوړو زدکړو وزير مينا خان اپرېدی د نومبر پر ۱۹مه مشال راډيو ته وويل چې حکومت يې د پوهنتونونو د ښه والي او پرمختګ لپاره کاري کمېټۍ جوړې کړې دي او دلېکچررانو د ترقۍ، د نويو علمي څانګو د پرانيستو او د مالي مشکلاتو د کمولو لپاره يي کار پيل کړی دی.

دا هم وګورئ: د خیبر پښتونخوا پوهنتونونه ولې له انتظامي او مالي ستونزو سره مخامخ دي؟

د بېلا بېلو پوهنتونونو لېکچرران د صوبايي حکومتونو ترڅنګ د پاکستان د لوړو زدکړو کمېشن هم د دې ستونزې ذمه وار ګڼي.

هغوی وايي چې د لوړو زدکړو کمېشن په ۲۰۲۰ز کال کې په قامي اسمبلۍ په ليکلې بڼه منلې وه چې د لېکچررانو د ترقۍ لپاره به ښکاره تګلاره جوړوي چې تر اوسه يي نه ده جوړه کړې.

د پاکستان د لوړو زدکړو کمېشن او د پوهنتونونو د څار کمېټۍ غړي ډاکټر کامران خان وايي چې د کمېشن د پاليسۍ له کبله ښوونکي له ترقۍ محرومېږي. "کمېشن ټولو سرکاري پوهنتونونو ته يوشان پاليسي ورکړې ده. هر پوهنتون خپله ځانګړې پاليسي هم لرې او بيا چې په هر پوهنتون کې څومره څوکۍ خالي وي، د همهغو لپاره اشتهار (سوداګریزه خبرتیا) خپرېږيږي."

نوموړی البته زياتوي چې دا لازمي نه ده چې هر پي اېچ ډي لېکچرر ته دې د اسېسټنټ پروفېسر او اسوشييېټ پروفېسر پر څوکۍ ترقي ورکړل شي.

د پاکستان د لوړو زدکړو د کمېشن د معلوماتو له مخې، په هغه هېواد کې دا مهال له ۲۰۰ زيات پوهنتونونه شته چې څه باندې ۶۰ يې شخصي او نور ټول دولتي دي.