'د ملالې نوبېل امن جایزه زموږ لپاره ویاړ دی'

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پښتونخوا په سوات کې د ماشومانو تعلیم د حقونو مبارزې ملالې یوسفزۍ له یو بل هندي وګړي او د کارګرو ماشومانو د حقونو مبارز کېلاش ستیارتي سره یوځای د ۲۰۱۴م کال نوبېل امن جایزه یووړه. د ملالې پلرني تاټوبي مېنګورې اوسېدونکو له مشال راډيو سره په خبرو کې هغې ته پر نوبېل جایزې ویاړ وښود. او په پېښور کې هم د مدني ټولنو غړو د هغې پر جایزې خوښي وښودله.