د پښین روغتیايي کارکوونکو احتجاجي پرلت ته دوام ورکړی دی

روغتیايي کارکوونکي د جولای پر ۱۸مه د پرلت پر مهال.

د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه پښین کې د روغتیا په څانګه کې د اصلاحاتو او تنخاګانو ترلاسه کولو لپاره د کارکوونکو احتجاج دوام لري.

د ال پیراميډیکل سټاف فېډرېشن په نوم د روغتیايي کارکوونکو ټولنې غړو د جولای پر ۱۱مه په هغه سیمه کې پرلت وواهه او وايي چې د کورونا وایرس جهاني وبا پر مهال یې کار کړی خو حکومت ورته لا هم پیسې نه دي ورکړې.

د کورونا وایرس جهاني وبا د ۲۰۲۰ز کال په مارچ کې پیل شوې وه او د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) د ۲۰۲۳ز کال په مې کې د وبا له کبله د نړیوال بیړني حالت ختمولو اعلان وکړ.

په پرلت کې ناست د ټولنې مشر فضل محمد کاکړ د جولای پر ۱۸مه مشال راډیو ته د خپلو غوښتنو په اړه وویل، "زموږ غوښتنې د کورونا وبا د پاتې پیسو راکول دي. بل د سیمې د روغتیا مرکزونو ته چې د روغتیا مشر ولاړ شي په خپله خوښه [د کارکوونکو] حاضري او غیر حاضري لګوي. په یونین کونسلونو کې د پولیو انچارج له ۱۰ یا ۱۵کلونو راهیسې کار کوي هغوی د ځینې کسانو د خوشالولو لپاره نور ځایونو ته بدلوي."

فضل کاکړ زیاته کړه چې روغتیايي کارکوونکو ته د کار په لړ کې یوې سیمې ته د تګ کرایه هم نه ورکول کېږي، باید هغه هم ورکړل شي.

د پښین د روغتیا څانګې مشر ډاکټر سلطان موساخېل د جولای پر ۱۸ مه مشال راډیو ته وویل چې د کورونا وایرس جهاني وبا پر مهال ټولو کارکوونکو ته له قانوني طریقې سره سم، پیسې ورکوي. "د روغتیايي کارکوونکو پینځه، شپږ غوښتنې وې چې هغه ما ور پوره کړې. بل زما دا اختیارات دي چې که څوک دندې ته نه راته، زه به هرومرو د هغه شکایت کوم او غلط کار هېڅکله هم نه شم کولای."