پولیس د پخواني وزیراعظم عمران خان د ګرفتارۍ لپاره د هغه کور ته ورغلي دي

د اسلام اباد عدالت د فبرورۍ پر ۲۸مه د عمران خان د نیولو امر کړی وو - پخوانی انځور.

د پاکستان د پنجاب په مرکز لاهور کې پولیس د تحریک انصاف د مشر او پخواني وزیراعظم ګرفتارۍ لپاره د هغه کور زمان پارک ته ورغلي دي.

د پنجاب او اسلام اباد پولیس د مارچ پر پینځمه تر هغې وروسته د نوموړي د ګرفتارۍ لپاره د هغه د کور مخې ته ولاړ دي چې د اسلام اباد يو عدالت د توشه خانې په نوم قضیه کې د خان د نیولو ناقابل ضمانت وارنټ جاري کړل.

د اسلام اباد ضلعي عدالت قاضي ظفر اقبال د فبرورۍ پر ۲۸مه نېټه د اورېدنې پر مهال په خپله فيصله کې وويل چې عمران خان ته یې په "بیا بیا موقع ورکړه" چې د توشه خانې قضیه کې عدالت ته حاضر شي خو هغه ورنغی نو ځکه د هغه د ګرفتارۍ امر ورکوي او هغه تر نیولو مخکې د ضمانت حق نه لري.

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼې ویلي دي چې خان په هغه قضیه کې درې ځلې اورېدنو ته نه دی حاضر شوی.

نوموړي په تېرو وختونو کې ویلي ول چې د پښې د زخم له کبله عدالت ته نه وو تللی. د ۲۰۲۲ز کال په نومبر کې د پنجاب په وزیراباد کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند پر احتجاجي لانګ مارچ ډزو کې د عمران خان په ګډون څو کسان ژوبل شوي ول او يو تن وژل شوی وو.

په همدې حال کې د اسلام اباد پولیسو ویلي دي چې د تحریک انصاف ګوند مشرانو ورته ویلي دي چې خان نه شي "ورحاضرېدای."

د اسلام اباد پولیسو د مارچ پر پینځمه پر خپله رسمي ټوېټرپاڼه په بیان کې ویلي دي چې د قانوني چارو په برخه کې د "ناسم بیان" ورکولو پر سر د تحریک انصاف د مخکښ مشر "شبلي فراز پرضد کاروايي" کوي.

فراز پولیسو ته ویلي ول چې خان په کور کې دی خو نه شي ورتللای. تر دې وروسته پولیسو بیان خپور کړ چې پکې یې ویلي چې "د امن او نظم پر ځای ساتلو پوره هڅه کوي."

د پولیسو بیان زیاتوي چې د عدالت امر عملي کوي او عمران خان به د "مارچ پر اوومه عدالتي اورېدنې ته حاضروي."

د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان په زمان پارک کې په وینا کې یو ځل بیا پر ځان لګېدلي تورونه رد کړل او و یې ویل چې خپلو وکیلانو ته ویلي دي چې د پاکستان مشر قاضي ته لیک واستوي چې پر ده ناسمې مقدمې جوړېږي.

خان وویل چې پر ده دې د توشه خانې د قضیې اورېدنه په "عام محضر" کې وشي چې ولس خبر شي چې ده هېڅ ناقانونه کار نه دی کړی.

دا هم وګورئ: د اسلام اباد يو عدالت د تحریک انصاف مشر عمران خان د نیولو ناقابل ضمانت وارنټ جاري کړی

په همدې حال کې د لاهور زمان پارک شاوخوا ته د عمران خان لسګونه پلویان ورغونډ شوي دي.

د پاکستان پخواني وزیراعظم په وینا کې پر حکومت انتقاد وکړ چې د ناسمو اقتصادي تګلارو له کبله یې ګراني زیاته شوې ده او ولس ځپل شوی دی. دا هغه تور دی چې د پاکستان په وفاقي اېتلافي حکومت کې شاملو ګوندونو د خان په واکمنۍ کې پر هغه پورې کاوه.

د پاکستان حکومت وايي، د اقتصاد سمولو هڅو ته یې دوام ورکړی دی او په دې لړ کې له ملګرو هېوادونو او ای اېم اېفه پور اخلي.

پاکستان له ۲۰۱۹ز کاله راهسې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی او په هم هغه کال یې د پیسو له نړیوال صندوق سره د شپږ اربه ډالرو پور درې کلن تړون لاسلیک کړی دی.

د توشه خانې قضیه

د اکتوبر پر ۲۱مه د پاکستان انتخاباتي کمېشن نوموړی د توشه خانې په نوم په قضیه کې د شتمنیو په اړه د "ناسمو معلوماتو" ورکولو په سر د قامي اسمبلۍ له څوکۍ نااهله کړ.

په پاکستان کې توشه خانه هغه ځای ته وايي چې پکې د هېواد مشران، د پارلېمان غړي، بیوروکراټان او نور لوړپوړي چارواکي د بهرنیو سفرونو پر مهال ترلاسه کړې ډالۍ ږدي. د توشه خانې له اصولو او قواعدو سره سم، هغه چارواکي چې ډالۍ ترلاسه کوي، باید د کابینې ډېوېژن له ټولو جزییاتو (تفصیلاتو) خبر کړي.

عمران خان کمېشن ته په ځواب کې ویلي ول چې ورباندې پورې شوي تورونه "بې بنسټه" دي او د "سیاسي غچ" اخیستو لپاره "په بدنیتۍ" ولاړ دي. نوموړي په خپل ځواب کې ویلي ول چې هېڅ ناسم معلومات یې نه دي ورکړي او ټول تفصیل یې په ډاګه کړی وو.

خو انتخاباتي کمېشن په خپله فیصله کې ویلي چې د خان ځواب قانع کوونکی نه وو د پاکستان ایین د ۶۳مې مادې، چې د نااهلۍ په اړه ده، له مخې یې تر پینځو کلونو پورې د قامي اسمبلۍ څوکۍ لپاره نااهله کوي او په دې توګه په پارلېمان کې د هغه څوکۍ خالي شوې ده.

د عمران خان خلاف دا مقدمه د پاکستان اېتلافي حکومت د ۲۰۲۲ز کال په اګست کې په انتخاباتي کمېشن کې دایره کړې وه او پکې پر پخواني وزیراعظم تور پورې کړی وو چې د خپلو شتمنیو تفصیل ورکولو پر مهال یې د هغو ډالیو او پیسو ذکر نه دی کړی چې د خپلې واکمنۍ پر مهال یې له توشه خانې اخیستي او یا یې د هغو ډالیو د خرڅلاو له لارې ترلاسه کړې دي.