په بلوچستان کې څلورو ګوندونو د فبرورۍ اتمې په ټولټاکنو کې د درغلۍ او د نتیجو بدلولو تور پورې کړی او پرضد یې د احتجاجي تحریک پیلولو اعلان کړی دی.
د فبرورۍ پر ۱۰مه په کوټه کې د بلوچستان نیشنل پارټۍ (مېنګل)، نیشنل پارټۍ، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او هزاره ډېموکریټېک پارټۍ مشرانو او سیاستوالانو غونډه وشوه.
د بلوچستان نیشنل پارټۍ (مېنګل) سیاستوال او پخواني سېنېټر ثنا بلوڅ تر غونډې وروسته پر اېکس په بیان کې ویلي دي چې څلورواړه ګوندونو پرېکړه کړې ده چې د ټاکنو د نتیجو بدلولو پر ضد "ګډ احتجاجونه" پیل کړي او د ځنډولو لپاره یې عدالتونو ته ولاړ شي.
تازہ ترین خبر؛#بلوچستان کی آل پارٹیز، بی این پی، این پی، پی کے میپ اور ایچ ڈی پی کے رہنماؤں نے آج شام ہونے والے ایک ہنگامی اجلاس میں فیصلہ کیا۔1. پورے بلوچستان میں مشترکہ احتجاج2. ہیرا پھیری کے نتائج کی معطلی کے لیے عدالتوں میں جانا3. بلوچستان اسمبلی کا گھیراؤ اور بلاک… https://t.co/w6S2PTejND
— Senator (R) Sana Ullah BALOCH (@Senator_Baloch) February 10, 2024
بلوڅ ویلي چې هغو ګوندونو فیصله کړې چې د بلوچستان اسمبلۍ وداني محاصره کړي او ورته د "جعلي ګوډاګیو" استازو د ورتګ مخه نیسي او داراز، د بلوچستان موازي یا متوازي اسمبلي جوړوي چې غړي به یې د صوبې د "ولس اصلي استازي" وي.
نوموړي زیاته کړې ده چې هغو ګوندونو پرېکړه کړې چې د بلوچستان په سیاسي چارو کې د "اېسټیبلېشمنټ لاسوهنې پر ضد ولسي غورځنګ" پیل کړي.
په پاکستان کې د اېسټېبلېشمنټ اصطلاح اکثر د پوځي او امنیتي ادارې لپاره کارېږي چې تر اوسه یې د هغو ګوندونو د دعوو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې په سیاسي چارو کې مداخله نه کوي.
د پاکستان انتخاباتي کمېشن هم لا د بلوچستان مېشتو ملتپاله ګوندونو د تحریک پیلولو او د ټاکنو په نتیجو کې د درغلیو تورونو په عکس العمل کې څه نه دي ویلي خو د هغې خپلواکه ادارې مشر سکندر سلطان راجا د فبرورۍ پر اتمه ویلي ول چې انتخاباتي بهیر په بشپړه توګه "شفاف او منصفانه" وو.
کمېشن داراز وايي چې که څوک د پایلو په اړه شکایتونه لري نو عدالت ته دې ولاړ شي.
له دې پرته د پاکستان د کورنیو چارو لنډمهالي وزیر ګوهر اعجاز د فبرورۍ پر نهمه په اسلام اباد کې د خبري غونډې پر مهال د ټاکنو بهیر په اړه وویل چې که نګران وفاقي حکومت سم نیت نه لرلای نو د عامو انتخاباتو نتیجې به تر اوسنیو هغو بدلې وای.
د کورنیو چارو لنډمهالي وزیر زیاته کړه چې د فبرورۍ پر اتمه شپې مهال او د فبرورۍ پر نهمه په اعلان شویو انتخاباتي پایلو کې زیات توپیر نه شته.
دا په داسې حال کې ده چې یوشمېر ګوندونو د فبرورۍ پر ۱۰مه هم د بلوچستان په مختلفو ښارونو کې د ټولټاکنو د پایلو ځنډېدو پرضد احتجاجونه وکړل.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، بلوچستان نیشنل پارټۍ (مېنګل)، بلوچستان نېشنل عوامي ګوند، عوامي نیشنل ګوند، جمعیت علمای اسلام (ف) او پیپلز ګوند مخکښه مشرانو او غړو د فبرورۍ پر ۱۰مه په بېلابېلو ښارونو کې د مظاهرو پر مهال تور پورې کړ چې په انتخاباتو کې ټګي شوې ده.
انتخاباتي کمېشن دریځ لري چې ټاکنې شفافې وې او وايي چې په بلوچستان کې د رایو ورکولو مرکزونه له یو بله ډېر لیرې ول نو ځکه نتیجې وځنډېدې.