روسي ولسمشر پوتین د اوکراین ماریوپول ته ناڅاپه سفر کړی دی

روسی ولسمشر ولادیمیر پوتین (په مینځ کې) د مارچ پر ۱۸مه په سېواستوپول کې له ځايي مشرانو سره.

کرېملېن وايي، روسی ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین بندري ښار ماریوپول ته ناڅاپه سفر کړی دی.

د روسي ولسمشر دفتر او دولتي رسنیو د مارچ پر ۱۹مه ویلي دي چې پوتین هلته په هېلېکاپټر کې تللی وو.

هغه ښار د سختو جګړو له کبله خورا زیات زیانمن شوی دی.

رپورټونه وايي، ولسمشر پوتین د ښار بېلابېلو برخو ته ورغی او له اوسېدونکو سره یې خبرې وکړې.

روسي ولسمشر د مارچ پر ۱۸مه له خپل هېواد سره د کریمیا الحاق نهو کلونو پوره کېدو په مناسبت هغې سیمې ته تر ورتګ یوه ورځ وروسته ماریوپول ته تللی دی.

مسکو هغه ټاپووزمه سیمه په ۲۰۱۴ز کال کې په ناقانونه ډول له ځان سره تړلې وه.

د روسیې هغه اقدام له پراخو نړیوالو غبرګونونو سره مخامخ شو او یوشمېر اروپايي هېوادونه یې لا هم غندي. یوشمېر غربي هېوادونو پر روسیې هغه مهال بندیزونه هم لګولي ول.

ماریوپول ته د ولسمشر پوتین د سفر اعلان پر داسې مهال شوی دی چې د جرمونو نړیوال عدالت په زور د اوکراینیو ماشومانو د "جلاوطنه کولو" په تور د ګرفتارۍ امر وکړ.

عدالت وايي، د امر یا وارنټ معنا دا ده چې که پوتین په ۱۲۳ غړو هېوادونو کې یو ته هم داخل شو نو ګرفتارېدای شي.

خو کرېملېن د ګرفتارۍ امر رد کړی او وايي، هغه ځکه قانوني حیثیت نه لري چې روسیه د جنایتونو نړیوال عدالت د واک له دایرې یا حدودو بهر ده. اوکراین هم د جنایتونو نړیوال عدالت غړی نه دی نو ځکه یې امرونه په هغه هېواد کې لازم الاجرا نه دي.