ډېره بګټي کې د فوټبال لوبغاړو تښتونې ضد احتجاجي لاریون شوی دی

په کوټه کې ځوانان د فوټبال سیالۍ پر مهال - پخوانی انځور.

د بلوچستان په ډېره بګټي کې ګڼو لوبغاړو او ولسي وګړو د شپږو فوټبالرانو د تښتونې پرضد لاریون او مظاهره کړې ده.

د سېپټېمبر ۱۴مې د احتجاج ګډونوالو له چارواکو وغوښتل چې هغه لوبغاړي دې ژر خوشې کړي.

د فوټبال هغه ځايي لوبغاړي د سېپټېمبر پر نهمه په یو ګاډي کې له ډېره بګټۍ څخه د سېوۍ پر لوري د "ال پاکستان چیف منسټر ګولډ کپ" په نوم د اتلولۍ په سیالیو کې د ګډون لپاره روان ول چې وسلوالو وتښتول.

د لاریون یو ګډونوال او ولسي مشر میر لیاقت راهیجه وویل چې د لوبغاړو خوشې کول او د وسلوالو پرضد عملیات د حکومت ذمه واري ده.

ده غوښتنه وکړه چې حکومت دې ځانګړې اقدامات وکړي او هغه لوبغاړي دې خوشې کړي.

د ډېره بګټي انتظامي مشر سعید کاکړ د سېپټېمبر پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل چې چارواکي هڅه کوي چې لوبغاړو ته زیان و نه رسي نو ځکه له احتیاطه کار اخلي.

ده وویل، د هغو فوټبالرانو د خوشې کولو لپاره د ډېره بګټي په بېلابېلو برخو کې عملیات روان دي.

د بلوچستان ډېره بګټي له سیند صوبې سره په پوله پرته ولسوالي ده.

د پاکستان د کورنیو چارو لنډمهالي وزیر سرفراز بګټي د سېپټېمبر پر ۱۰مه ویلي ول چې پولیسو او سرحدي ځواکونو په مرسته یې عملیات پیل کړي دي او ژر به فوټبالران پیدا کړي.

د بلوچستان پوسټ په نوم یوې ځايي رسنۍ ویلي دي چې هغه لوبغاړي د سنګسېلا سیمې بلوڅان دي.

د بلوڅ لېبرېشن ټایګرز په نوم یوې کمې پېژندل شوې ډلې پر ټولنیزو شبکو په بیان کې د لوبغاړو د تښتونې ذمه واري منلې ده.

په وروستیو کې د بلوچستان په بېلابېلو برخو کې ناامني زیاته شوې ده او په بریدونو او نښتو کې یوشمېر امنیتي سرتېرو، حکومتي کارکوونکو او ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د اګست پر ۲۸مه د صوبې په پښتون مېشته سیمې بوري (لورالايي) کې وسلوالو د یو افغان سوداګر پر ټرک برید وکړ او هغه یې وسوځاوه. هغه ټرک له افغانستانه د واګې پولې ته پر لاره وو او هند ته یې اینځر لېږدول چې د پېښې ښکار شو.

تر دې مخکې د اګست پر ۱۶مه په پښین کې د ټرافیکو پر پولیسو او د لېویز ځواک پر تاڼه په دوو حملو کې یو سرتېری وژل شوی وو.

دا هم وګورئ:

بلوچستان کې وسلوالو د فوټبال ۶ لوبغاړي تښتولي ديټانک او بلوچستان کې په جلا، جلا پېښو کې ۱ پولیس او ۵ مشکوک وسلوال وژل شوي ديبلوچستان: د ترهګرۍ ضد پولیسو د اتو وسله والو وژلو ادعا کړېافغان او پاکستانيو سوداګرو په اينځرو د بار ټرک سوځول غندلي دي

د اګست پر ۱۳مه وسلوالو په بندري ښار ګوادر کې د چینايي انجینرانو پر کاروان برید وکړ چې تر هغې وروسته یې له امنیتي ځواکونو سره نښته پیل شوه.

د پاکستان پوځ او په اسلام اباد کې د چین سفارت وايي چې په برید کې چینايي وګړو ته زیان نه وو رسېدلی.

پوځ په بیان کې ویلي ول چې په نښته کې دوه مشکوک وسلوال ووژل شول او درې سرتېري ټپي شول.

بلوڅ بېلتونپالې ډلې بلوڅ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) هم پر هغه ورځ رسنیو ته په استولي بیان کې د حملې ذمه وارۍ منلو تر څنګ د "څلور چینايي وګړو او نهو پوځیانو د وژنې" دعوه وکړه چې مشال راډیو یې په خپلواکه توګه تصدیق نه شي کولای.

په پاکستان کې د چین سفارت په ګوادر کې د چینايي انجینرانو پر کاروان برید وغنده او له پاکستانیو چارواکو یې غوښتنه وکړه چې د دې پېښې "هراړخیزه پلټنې" وکړي او پکې "ککړو کسانو ته سخته سزا" ورکړي.

دا هم وګورئ:

د چين حکومت په پاکستان کې پر خپل سفارت غږ کړی چې د خطرونو په وړاندې بيداره اوسيچین له پاکستانه د ګوادر برید د "هراړخیزه پلټنو" غوښتنه کړې ده

بلوڅ بېلتونپالې وسلوالې ډلې وخت پر وخت په پاکستان کې پر چینايي کارکوونکو او وګړو او داراز پر پاکستانیو امنیتي او حکومتي چارواکو د بریدونو ذمه واري مني.

چینايي کارکوونکي د چین - پاکستان اقتصادي لارې (سيپيک) د پروژو عملي کولو په ترڅ کې په پاکستان کې دي.

پاکستان او چین د سيپیک موافقه په ۲۰۱۳ز کال کې وکړه او عملي کار په ۲۰۱۵ز کال کې پیل شو. له هغه وخت راهیسې بیجېنګ په پاکستان کې د لسګونه اربه ډالرو پانګونه کړې ده.

د هغو پروژو مرکز په بلوچستان کې دی او د بلوڅ لېبریشن ارمي په ګډون یوشمېر بلوڅ بېلتونپالې ډلې دریځ لري چې چين د پاکستان سهولت کار او د دوی د وسايلو وړونکی دی، نو ځکه یې وګړي په نښه کوي.

دا هم وګورئ:

اختر مينګل: امن تر هغه وخته نشي راتلای چې د خلکو لادرکه کېده نه وي درېدلي پخوانی بلوڅ بېلتونپالی قومندان وايي وسلوالو فعالیتونو بلوڅانو ته ګټه نه ده رسولېبلوڅ بېلتونپالې ډلې ولې پر چینایانو حملې کوي؟

په بلوچستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، تحریک جهاد پاکستان او د بېلتونپاله بلوڅانو په ګډون یوشمېر وسلوالې ډلې فعالې دي.

په همدې حال کې د بلوچستان صوبايي او د پاکستان وفاقي چارواکي وايي چې په بلوچستان کې یې د وسلوالو پرضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

په کوټه کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) د سېپټېمبر پر اوومه په بیان کې ویلي ول چې د سېپټېمبر پر شپږمه یې شپې مهال د پټو معلوماتو پر اساس یې د هغه ښار په غبرګ سیمه کې یې عملیات وکړل او د ټي ټي پي پینځه مشکوک وسلوال یې ووژل. هغې وسلوالې ډلې د پولیسو د دعوې په غبرګون کې څه نه ول ویلي.

تر دې مخکې سي ټي ډي د سېپټېمبر پر دویمه په کوټه او بسیمه کې د اسلامي دولت (داعش) او ټي ټي پي د اتو مشکوکو وسلوالو دعوه کړې وه.

پولیسو داراز، د اګست پر ۲۹مه هم په پښین کې د عملیاتو پر مهال د څلورو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه.