پولیس وايي، په اسلام اباد کې یې د "ناقانونه احتجاج" او له پولیسو سره د "نښتو" په تور د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) تر ۹۵۰ زیات غړي او پلویان نیولي دي.
د اسلام اباد د پولیسو مشر سید ناصر علي رضوي د نومبر پر ۲۷مه خبري غونډې ته وویل چې په تېرو درو ورځو کې په ۹۵۴ نیول شویو کسانو کې ۵۶ افغان وګړي دي.
په همدې حال کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د نومبر پر ۲۷مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې افغانان د ډېسېمبر تر ۳۱مې وروسته په هغه ښار کې د پاتې کېدو اجازه نه لري.
نوموړي وویل چې هغه افغان وګړي چې په اسلام اباد کې اوسي او د ښار د انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) اجازتنامه و نه لري، د ډېسېمبر تر ۳۱مې وروسته هلته نه شي اوسېدای.
دا تر هغې وروسته ده چې پولیسو او امنیتي ځواکونو د نومبر پر ۲۶مه شپې مهال له خیبر پښتونخوا څخه اسلام اباد ته ورغلي مظاهرچیان تیت و پرک کړل.
د ښار د پولیسو مشر رضوي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې پولیسو د کاروایۍ پر مهال "یوازې ناوژونکې (غیر مهلکې) وسلې" کارولې دي.
خو تحریک انصاف د نومبر پر ۲۷مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې پر حکومت د تشدد تور پورې کړی دی.
هغه ګوند لیکلي دي چې احتجاج یې د "لنډ وخت" لپاره ځنډولی دی.
تر دې مخکې د پي ټي ای وياند شيخ وقاص اکرم د نومبر پر ۲۷مه رسنيو ته په استولې خبرپاڼه کې ويلي ول چې هغه احتجاج یې پای ته رسولی چې پر مهال يې امنيتي ځواکونو ورباندې "سخته کاروايي" وکړه.
نوموړي وویل چې د ګوند د بنسټګر او د پاکستان د پخواني وزيراعظم، عمران خان د خوشې کولو "غږ یې نړۍ واورېد."
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د پي ټی ای پلويانو د عمران خان د خوشې کولو لپاره د نومبر پر ۲۴مه احتجاج پيل کړ او د نومبر پر ۲۶مه د خيبر پښتونخوا د اعلاوزير علي امين ګنډه پور او د عمران خان د مېرمنې بشرا بي بي په مشرۍ زرګونه احتجاجیان اسلام اباد ته داخل شول او د جمهوریت څلورلارې (ډېموکراسي یا ډي چوک) ته يې ځان ورساوه.
په جمهوريت څلورلاره کې د پاکستان د پارلېمان او سپريم کورټ يا ستر عدالت ودانۍ او يوشمېر نور مهم دفترونه دي او حکومت هغې ساحې ته تلونکې لارې په کنټېنرو تړلې وې.
وروسته د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د اسلام اباد امنيت پوځ ته وسپاره. د نومبر پر ۲۶مه مازيګر مهال پوځ او پوليسو د احتجاج کوونکو خلاف عمليات وکړل او هغوی يې له ډي چوک څخه په شا وتمبول. پولیسو په هغه ځای کې د مظاهرچیانو پر ضد اوښلن ګيس هم وکاراوه.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي د نومبر پر ۲۶مې شپې مهال په اسلام اباد کې خبریالانو ته وويل چې د احتجاج مشران، د خیبر پښتونخوا اعلاوزير علي امين ګنډه پور او د عمران خان مېرمن بشرا بي بي "پټ شوي" او "تښتېدلي" دي.
خو نوموړي دا و نه ويل چې هغوی چېرې تللي دي. "يو يا دوه کسان نه دي. زه اوس تاسو ته د علي امين [ګنډه پور] او بشرا [بي بي] د نيول کېدو په اړه څه نه شم ويلی. خو هغوی او ګڼ نور تښتېدلي دي. موږ یې پر ضد مقدمې درجوو. تاسي به یې په اېف ای ار (د پلټنو لومړني راپور) کې نومونه ووينئ."
نقوي ادعا وکړه چې د پي ټی ای د احتجاج پر مهال د رېنجرز ځواک درې سرتېري او يو پوليس وژل شوي دي، نو ځکه يې د هغه ګوند پرضد کاروايي کړې ده.
بلخوا تحريک انصاف دا تور ردوي او خبریالانو ته یې په لېږدول شوې اعلاميه کې دعوه کړې ده چې له پولیسو او امنیتي ځواکونو سره یې په اخ و ډب کې اته احتجاجیان وژل شوي دي.
د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور د نومبر پر ۲۷مه د خیبر پښتونخوا په مانسهره کې د خبري غونډې پر مهال حکومتي کاروايي وغندله او دا یې د "سوله ییزو مظاهرچیانو ځپل" وبلل.
په همدې حال کې د پاکستان پوځ ویلي دي چې وزیراعظم شهباز شریف او د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر په ګډون یوشمېر وزیرانو او پوځي چارواکو او سرتېرو په مظاهره کې د وژل شویو سرتېرو جنازې کړې دي.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د نومبر پر ۲۶مه په بیان کې ویلي دي چې وزیراعظم شهباز شریف د نومبر پر ۲۶مه د راولپېنډۍ د چکلالې په چاوڼۍ کې د جنازې پر مهال وویل چې "تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی" او باید "وغندل" شي.
اخوا د بخښنې نړيوال سازمان (ايمنسټي انټرنیشنل) د نومبر پر ۲۶مه په يوه خبرپاڼه کې د پاکستان پر حکومت د مظاهرچيانو پر ضد د تشدد کولو پر سر نيوکه کړې ده.
هغه سازمان ويلي دي چې مظاهرې د هر چا "حق" دی او باید حکومت له تاوتريخوالي او تشدد څخه "ډډه" وکړي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان د ۲۰۲۳ز کال د مې پر نهمه نیول شوی وو، خو سپريم کورټ د هغه ګرفتاري غیر قانوني ګرځولو وروسته نوموړی خوشې کړی وو.
تر هغه وروسته عمران خان د همهغه کال په اګست مياشت کې د درغليو په يوه قضيه کې بیا ونیول شو چې تر اوسه لا د راولپېنډۍ په اډياله زندان کې بندي دی.
وروسته د هغه پرضد نورې قضيې هم جوړې شوې چې په ځينو کې يې عدالتونو د خوشې کولو امر کړی دی.
عمران خان پر ځان لګېدلي تورونه ردوي او وايي چې پرضد یې دایرې شوې ټولې قضيې سياسي انګېزه لري.