تحریک انصاف نن د پنجاب ۳ ښارونو کې احتجاجي غونډې کوي

پاکستان تحريک انصاف د فبرورۍ اتمې تر انتخاباتو وروسته احتجاجونو ته دوام ورکړی دی ـ پخوانی انځور

پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) د اکتوبر پر دويمه په داسې حال کې د پنجاب په درو ښارونو کې د احتجاجې غونډو اعلان کړی دی چې د پنجاب حکومت هلته د جنايي قانون ۱۴۴مه ماده یا دفعه لګولې ده چې له مخې یې د پینځو یا تر پینځو د زیاتو کسانو پر ورغونډېدو، جلسو او لاریونونو، د وسلې پر ګرځولو او د موټرسایکل پر غبرګې سپرلۍ بنديز وي.

تحریک انصاف د سپریم کورټ له خوا په قامي او صوبايي اسمبليو کې د ځانګړو څوکیو په اړه تر پرېکړې وروسته د احتجاجي مظاهرو لړۍ پیل کړې ده او غوښتنه کوي چې د هغه ګوند زنداني بنسټګر او د پاکستان پخوانی وزيراعظم عمران خان دې خوشې شي او انتخاباتي کمېشن دې د سپریم کورټ پرېکړه عملي کړي.

سپریم کورټ په سېپټېمبر کې پي ټي ای ته د ځانګړو څوکيو د ورکولو د هغې پرېکړې عملي کولو امر کړی وو چې په جولای کې يې کړې وه.

د پي ټي ای مرکزي ویاند شیخ وقاص اکرم د اکتوبر پر لومړۍ نېټه د ګوند پر رسمي اېکس پاڼه (پخواني ټوېټر) په ویډیويي بیان کې اعلان کړی وو چې د اکتوبر پر دويمه به په میاوالۍ، فیصل اباد او بهاولپور کې احتجاجي مظاهرې کوي.

بلخوا د پنجاب حکومت په هغو ښارونو کې د جنايي قانون ۱۴۴مه ماده یا دفعه لګولې ده. حکومت د اکتوبر پر لومړۍ نېټه په یوه اعلامیه کې وویل چې "ترهګر" د پي ټي ای له ولسي غونډو په ګټې پورته کولو ناامني پیدا کولای شي.

په عين حال کې په پنجاب کې د پي ټي ای د معلوماتي څانګې مرستيال عمومي سېکرټر شوکت بسرا ادعا کړې چې پوليسو يې تر اوسه د ګوند ۵۰۰ غړي نيولي دي.

نوموړي د اکتوبر پر دويمه پر خپله اېکس پاڼه زياته کړې چې صوبايي حکومت په کانټېنرونو لارې بندې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان سپریم کورټ د سېپټېمبر پر ۱۴مه د ځانګړو څوکيو په مقدمه کې د ټاکنو کمېشن او د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) د درخواستونو په اړه سپیناوی ورکړ او و یې ویل چې د جولای ۱۲مې د پرېکړې له مخې، یو نوماند د ګوند د سرټېفکېټ تر جمع کولو وروسته ازاد نه بلکې د پي ټي ای غړی دی او که الېکشن کمېشن پر دې عمل نه کوي نو پایلې به وویني.

په وضاحتي بیان کې دا هم ویل شوي دي چې انتخاباتي کمېشن دې سمدستي په قامي او صوبايي اسمبلیو کې د ښځو او لږکیو ځانګړې څوکۍ تحریک انصاف ته ورکړي.

انتخاباتي کمېشن هغه مهال د سپریم کورټ د وضاحتي بیان په غبرګون کې څه نه ول ویلي خو تحریک انصاف یې هرکلی کړی وو.

د پاکستان سپریم کورټ د جولای پر ۱۲مه کمېشن ته امر کړی وو چې په قامي او صوبايي اسمبلیو کې دې پي ټي ای ته د ښځو او لږکیو ځانګړې څوکۍ ورکړي.

په پاکستان کې د قامي او صوبايي اسمبلیو د ځانګړو څوکیو پر سر لانجه تر هغې وروسته پیدا شوه چې انتخاباتي کمېشن د روان ۲۰۲۴ز کال د فبرورۍ تر عامو انتخاباتو څو اونۍ وروسته په مارچ کې د ښځو او لږکیو څوکۍ د تحریک انصاف ملاتړ لرونکي سني اتحاد کونسل پر ځای نورو ګوندونو ته ورکړې.

د تحریک انصاف سیاستوالانو په انتخاباتو کې د خپلواکو نوماندانو په توګه برخه اخیستې وه او د ځانګړو څوکیو ترلاسه کولو لپاره یې بریالي شوي غړي په سني اتحاد شورا ورګډ شول خو انتخاباتي کمېشن په خپل فرمان کې ویلي ول چې سني اتحاد کونسل ورسره د ځانګړو څوکیو لپاره د نوماندانو نوملړ نه وو شریک کړی.

سني اتحاد کونسل د دې پرضد په پېښور های کورټ کې درخواست دایر کړ خو عدالت د کمېشن پرېکړه پر ځای وساتله.

تر دې وروسته سني اتحاد کونسل په سپریم کورټ کې غوښتنلیک دایر کړ. د پاکستان سترې محکمې په مې کې د پېښور های کورټ او د انتخاباتي کمېشن پرېکړې وځنډولې.

کمېشن د عدالت د امر پر اساس د قامي او صوبايي اسمبلیو پر ځانګړو څوکیو د منتخبو ۷۷ استازو غړیتوب وځنډاوه، خو د ټاکنو کمېشن تراوسه پورې د سپریم کورټ هغه پرېکړه نه ده عملي کړې.

د پاکستان قامي اسمبلي ټولې ۳۳۶ څوکۍ لري چې ورڅخه یې پر ۲۶۶ باندې استازي د مستقیمو انتخاباتو له لارې ټاکل کېږي او ۶۰ څوکۍ ښځو او ۱۰ لږکیو ته ورکول کېږي. داراز، په صوبايي اسمبلیو کې هم د ښځو او لږکیو لپاره یوشمېر څوکۍ ځانګړې وې او هر ګوند چې د مستقیمو انتخاباتو له لارې زیاتې څوکۍ وګټي، په هغه تناسب ځانګړې څوکۍ ترلاسه کولای شي.