پولیس وايي، وسلوالو په کراچۍ ښار کې د سترګو د ناروغیو یو نومیالی هندو ډاکتر بیربل ګېناني وژلی دی.
پولیسو د مارچ پر ۳۰مه شپې ناوخته په بیان کې ویلي دي چې ۶۲ کلن ډاکتر ګېناني د زیارت (پنجشنبې) پر ماښام په خپل موټر کې له یوه شخصي کلېنېکه کور ته روان وو چې په ګارډن سیمه کې ورباندې وسلوالو برید وکړ.
د پولیسو په وینا، په حمله کې له نوموړي سره په ګاډي کې ناسته نرسه قرة العین ژوبله شوې ده.
د جناح روغتون ډاکترې سمیعې سید رسنیو ته ویلي دي چې نرسه په اوږه په مرمۍ لګېدلې چې روغتیايي حالت یې ښه دی.
تر اوسه معلومه نه ده چې پر ډاکتر ګېناني برید چا او ولې کړی دی خو د پولیسو یوه مشر عرفان علي بلوڅ د مارچ پر ۳۰مه شپې ناوخته خبریالانو ته وویل چې داسې ښکاري چې پر نوموړي هدفي برید شوی دی.
دی زیاتوي چې د پېښې پلټنې او پکې د ککړو کسانو د نیولو هڅې روانې دي.
د پاکستان د ځوانو ډاکترانو ټولنې پر ډاکتر ګېناني برید غندلی دی او پکې یې د ککړو کسانو د نیولو غوښتنه کړې ده.
ډاکتر بیربل ګېناني د کراچۍ په لیاري کې د سترګو د یوه روغتون مشر هم پاتې شوی وو او تېره میاشت یې له خپلې لور سره یوځای په یوه ټولګي کې تر زده کړو وروسته د کاروباري مدیریت ماسټرۍ (اېم بي اې) بریلیک ترلاسه کړی وو.