د بې پولو خبریالانو سازمان: په نړۍ کې د رسنیو ازادي له ستونزو سره مخامخ ده

په کابل کې د ټېلېوېژن خبریالان په دفتر کې د رپورټ تیارولو پر مهال - پخوانی انځور.

د بې پولو خبريالانو سازمان ويلي چې په نړۍ کې د مطبوعاتو ازادي لا هم له ننګونو سره مخامخ ده او په یوشمېر هېوادونو کې رسنۍ له لویو مشکلاتو سره مخامخ دي.

هغه سازمان د مې پر درېیمه د رسنیو د ازادۍ په مناسبت په ۱۸۰ هېوادونو او سیمو کې د ژورنالېزم چاپېریال ارزونه کړې او پر اساس یې درجه بندي خپره کړې ده.

په هغه کلني شاخص کې راغلي چې د نړۍ په ۳۱ هېوادونو کې د مطبوعاتو د ازادۍ وضعيت "ډېر جدي" دی، په ۴۲ هېوادونو کې "سخت"، په ۵۵ کې "ستونزمن" او په ۵۲ هېوادونو کې "ښه" یا د "قناعت وړ" دی.

راپور وايي، په بله معنا، د ژورنالېزم چاپېریال له ۱۰ څخه په اووه هېوادونو کې "خراب" دی، او له ۱۰ څخه یوازې په درو کې د ډاډ وړ دی.

د بې پولو خبریالانو سازمان ویلي دي چې په افغانستان کې د رسنیو لپاره چاپېریال لا په خرابېدو دی او په تېره، خبریالانې له لویو مشکلاتو سره مخامخ دي. په دې توګه، افغانستان په تازه درجه بندۍ کې پر ۱۵۵م مقام دی.

دا هم وګورئ:

فريډم نېټورک: اسلام اباد د خبریالانو لپاره تر ټولو زیات خطرناکه ښار دیخيبر پښتونخواو بلوچستان کې خبريالان له کومو ننګونو سره مخامخ دي؟افغان ښځينه خبریالانو په پټ مخ خپرونې پېل کړيسي پي جې: نړۍ کې د زنداني خبریالانو شمېر په بېساري ډول لوړ شوی دی

د نوملړ له مخې، ناروې په نړۍ کې د مطبوعاتو د ازادۍ په برخه کې د پرلپسې اووم کال لپاره لومړی ځای خپل کړی دی.

بل خوا شمالي کوريا، چين او وېتنام په ترتيب سره د مطبوعاتو د ازدۍ په برخه کې تر ټولو شاته پاتې هېوادونه دي.

د شاخص له مخې، د اسيا په درو هېوادونو هند، ترکيې او تاجکستان کې وضعيت له "ستونزمن" څخه "ډېر خراب" حد ته رسیدلی دی. بل خوا په ایران کې د پولیسو په توقیف کې د ۲۲کلنې مهسا امیني د مړینې له امله د لاریونونو پر وړاندې سختو اقداماتو د هغه هېواد نومرې هم ټیټې کړې دي.