احساسات او خوشالي: د زندانیانو تبادله کې خوشې شوي کسان له کورنیو سره یوځای شول

د ازادې اروپا راډیو خبریاله السو کورماشېوا (ښي لوري ته) له خپلو لوڼو، بيبي او مېرییم سره روغبړ کوي او مېړه یې، پاوېل بوتورین، د میریلینډ ایالت د انډروز د هوايي ځواک په اډه کې ورسره ولاړ دی. نوموړې د اګست پر لومړۍ نېټه د امریکا او روسیې ترمینځ د ۲۴ زندانیانو په تبادله کې خوشې شوه. 

ایوان ګرېشکووېچ (ښي لوري ته) له خپلې کورنۍ سره. 

په مسکو کې د وال سټریټ ژورنال د دفتر، چې د روسیې بهرنیو چارو وزارت ورته د کار اسناد هم ورکړي ول، خبریال ګرېشکووېچ پټو معلوماتو ته د لاسرسي په تور تورن شوی وو. هغه د پخواني شوروي اتحاد تر ړنګېدو وروسته لومړی امریکايي خبریال وو چې په روسیه کې د جاسوسۍ په تور ونیول شو.

د امریکا ولسمشر جو بایډن او د هغه مرستیاله کاملا هیرېس د امریکايي ځواکونو د  پخواني سرتېري پال وېلن هرکلی کوي. 
۵۴ کلن وېلن په ۲۰۱۸ز کال کې په مسکو کې نیول شوی وو. 
هغه هلته د خپل ملګري په واده کې د ګډون لپاره تللی وو او ورباندې تور پورې شوی وو چې د کمپیوټر یو داسې فلیش یا یو اېس بي ډرایف یې ترلاسه کړی وو چې پکې پټ معلومات ول. 

 

بایډن د اګست پر لومړۍ نېټه له وېلن سره روغبړ کوي او څنګ ته یې ولاړه هیرېس موسکۍ شوې ده.

وېلن د امریکا تر څنګ برېتانیوی، کاناډايي او ایرلینډي تابعیت هم لري. امریکايي حکومت ویلي ول چې هغه په غیر عادلانه ډول په روسیه کې په حراست کې وو. 

د امریکا ولسمشر او د هغه مرستیاله له کورماشېوا او د هغې له کورنۍ سره خبرې کوي. 

کورماشېوا د چيک جمهوریت په مرکز پراګ کې د ازادې اروپا راډيو د خبریالې په توګه کار کوي او د امريکا او روسیې غبرګ تابعيت لري.

پولیسو هغه ۴۷ کلنه خبریاله د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې نیولې وه.

نوموړې اصلاً د روسیې د تاتارستان سیمې ده او هلته د خپلوانو لیدو لپاره ورغلې وه.

کورماشېوا له خپلې کورنۍ سره روغبړ کو. 

د روسیې یو عدالت تېره میاشت تر تړلو دروازو شا ته د مقدمې پر مهال کورماشېوا ته د هغه هېواد د پوځ پرضد د ناسمو خبرونو خپرولو په تور د شپږ نیمو کلونو د بند سزا اورولې وه.

کورماشېوا، د ازادې اروپا راډيو او د امریکا حکومت دا تورونه رد کړي ول او عدالتي پرېکړه یې سیاسي بللې وه.

بایډن امریکا ته د زندانیانو تر رسېدو وروسته له خبریالانو سره خبرې کوي. 

ګرېشکووېچ په ټېلېفون خبرې کوي او خبریالانو ته موسکی شوی دی. 

 د کورماشېوا د کورنۍ غړي د اګست پر لومړۍ نېټه له الوتکې څخه د هغې تر کوزېدو وروسته ورسره د روغبړ لپاره منډه وهي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن او د درې امریکايي وګړو – السو کورماشېوا، ایوان ګرېشکووېچ او پال وېلن – کورنیو د اګست پر لومړۍ نېټه هغوی ته په میریلینډ کې د هوايي ځواک پر اډه ښه راغلاست وویل. هغوی تر سړې جګړې وروسته د واشنګټن او مسکو ترمینځ د زندانیانو په تر ټولو لویه تبادله کې خوشې شول. نور په انځورونو کې.