د بلوچستان په سېوۍ کې پر پټلۍ چاودنه شوې ده چې له وجې یې د جعفر اېکسپرېس په نوم د اورګاډي اته بوګۍ له پټلۍ اوښتې دي او پکې شپږ کسان ژوبل شوي دي.
چارواکي وايي، اورګاډی د جنورۍ پر ۲۰مه له مچ څخه د پېښور پر لوري روان وو چې له کوټې څخه ۱۱۱ کېلومیټره لیرې سوېل ختیځ لوري ته په پرته سیمه پنیر کې د چاودنې ښکار شو.
د کچي-بولان ضلعې انتظامي مشر اغا سمیع الله مشال راډیو ته وویل چې "نامعلومه وسلوالو" په بارودو د جعفر اېکسپرېس د تباه کولو هڅه کړې ده.
دی وايي، له لومړنیو معلوماتو سره سم، له پنیر تمځي (سټېشن) سره نېږدې په چاودنه کې شپږ کسان ژوبل دي او د بولان ضلعې په روغتونونو کې یې بیړنی حالت اعلان کړی دی.
سمیع الله زیاتوي چې د پېښې ښکار سیمه غرنۍ ده نو ځکه ژغورونکي او مرستندویان له مشکلاتو سره مخامخ دي.
تر پېښې وروسته د سرحدي او لېویز ځواکونو سرتېري هغه ځای ته رسېدلي دي او پلټنې یې پیل کړې دي.
د چاودنې ذمه واري لا چا نه ده منلې.
دا هم وګورئ:
بلوچستان: د اورګاډي پر پټلۍ چاودنه، اووه مړه او ژوبلکوټه: مچ کې پر اورګاډي چاودنو پنځه تنه وژلي ګڼ ژوبلبلوچستان: په اورګاډي کې چاودنې ۱۲ کسان وژلي او ۳۰ ژوبل کړي دي.بلوچستان: پر اورګاډي برید درې تنه مړه ۱۸ ژوبلد سېوۍ د اورګاډي تمځي مشر اظهر الحق مشال راډیو ته ویلي دي، د پېښې له ځایه یې د مساپرو ایستلو لپاره یو بل اورګاډی پنیر تمځي ته استولی دی.
په کوټه کې د رېلونو ادارې مشر فرید احمد مشال راډیو ته ویلي دي چې جعفر اېکسپرېس چې له مچه د پېښور پر لوري روانېده نو ټولې نهه بوګۍ (ډبې) یې لرلې. د ده په خبره، په اورګاډي پورې پینځه نورې ډبې په سېوۍ کې ورپورې ولګېدې.
فرید احمد زیاتوي چې په اورګاډي کې شاوخوا ۲۵۰ کسان سپاره ول.
د بلوچستان اعلاوزیر میر عبدالقدوس بزنجو پېښه غندلې ده او دا یې "ښکاره ترهګري" بللې ده.
نوموړي په بیان کې اړوندو چارواکو ته امر کړی دی چې تر سېوۍ ښاره د ژوبلو او نورو مساپرو رسولو لپاره دې ټول اقدامات وکړي.
تر دې مخکې هم د بلوچستان په بېلابېلو برخو کې د اورګاډو پر پټلیو بریدونه شوي دي چې اکثر یې ذمه واري بلوڅ وسلوالو ډلې منلې ده.