اسلام اباد او راولپېنډۍ کې د باران پر مهال د دېوالونو پرېوتو پېښو کې ۱۳ تنه وژل شوي دي

چارواکي وايي، د راولپېنډۍ په ښکتنیو برخو کې د باران اوبه دوکانونو او کورونو ته ننوتې دي - پخوانی انځور.

په اسلام اباد او راولپېنډۍ کې د سخت باران له کبله د دېوالونو نړېدو په دوو پېښو کې د یوې نجلۍ په ګډون ۱۳ تنه وژل شوي او یوشمېر ژوبل دي.

دا په داسې حال کې ده چې له یوشمېر ورځو راهیسې د پاکستان په مختلفو سیمو کې د پشکال بارانونو لړۍ پیل شوې ده. په جنوبي اسیا کې د پشکال میاشت د جولای پر ۱۵مه پیلېږي او د اګست پر ۱۵مه پای ته رسي.

په راولپېنډۍ او اسلام اباد کې د جولای پر ۱۹مه سخت باران وشو چې له کبله یې د پېنډۍ په ناله لۍ لویه ویاله کې سېلاب راغلی دی او د هغه ښار په ښکتنیو برخو کې کورونو او دوکانونو ته هم اوبه ورداخلې شوې دي.

د اسلام اباد پولیسو په بیان کې ویلي دي چې د شورو (چارشنبې) پر سهار د سخت باران له کبله له ګولړه موړ سره نېږدې شاوخوا ۳۰ میټره اوږد او درې نیم میټره لوړ دېوال ونړېد او هلته کارکوونکي مزدوران یې لاندې کړل. د بیان له مخې، په پېښه کې ۱۲ مزدوران ووژل شول.

دا هم وګورئ:

د موسمیاتو ادارې د پاکستان زیاتره برخو کې د تازه بارانونو اټکل کړی دیپه پاکستان کې ورښتونو خلکو ته د سر او مال زیانونه اړوليپه شانګله کې د مځکې ښوېدو وژلي اته ماشومان خاورو ته وسپارل شو

هلته یو مزدور او عیني شاهد مشال راډيو ته وویل چې پېښه د جولای پر ۱۹مه سهار شاوخوا شپږ بجې وشوه. د ده په خبره، دی هم له خپلو ملګرو سره په تمبو (خیمه) کې اوسېده او تر پېښې وروسته یې دوه مزدوران له ملبې وایستل خو دواړه وروسته مړ شول.

پولیس وايي، د ژغورنې ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) کارکوونکي د پېښې ځای ته ورسېدل او د مشینونو په مرسته یې له کنډوالې څخه ۱۲ مړي وایستل.

هغه مزدوران هلته د دېوال او یوه پله جوړېدو پر چارو بوخت ول او هم هلته یې خیمه وهلې وه چې پکې به پاتې کېدل. چارواکي زیاتوي چې د نورو مزدورانو لټون کوي.

په اسلام اباد کې د پاکستان انسټیټیوټ اف میډیکل ساینسز یا پېمز روغتون اجراییوي رییس او ویاند ډاکتر مبشر ډاها رسنیو ته ویلي دي چې د وژل شویو کسانو عمرونه د ۱۹ او ۳۶ کلونو په مینځ کې دي.

د ده په خبره، روغتون ته شپږ ژوبل مزدوران هم لېږدول شوي چې روغتیايي حالت یې ښه دی.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د مزدورانو پر مړینه د خپګان څرګندونه کړې ده او انتظامي چارواکو ته یې د بارانونو پر مهال د تیار اوسېدو سپارښتنه کړې ده.

په پاکستان کې تر پشکال پیلېدو مخکې د جون له ۲۵مې څخه په پاکستان کې د وسې بارانونه روان ول.

د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) د جولای پر اوومه وویل چې په پاکستان کې د بارانونو او سېلابونو پر مهال په بېلابېلو پېښو کې ۱۷ تنه ووژل او ۳۸ ژوبل شول.

اېن ډي اېم اې یو ځل بیا د خیبر پښتونخوا، پنجاب او بلوچستان په بېلابېلو برخو کې د ورښتونو له کبله د ځاني او مالي زیان اوښتو خبرداری ورکړی دی.